اکــــبري

کب له سره خوسا کیږي


دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر هغوویاړي.نړۍ اوله نیکه مرغه زموږلرغونۍ هیواد افغانستان داسې وړ اودرنې سټي ډیرې لري چې زموږ دګډ افغاني تاریخ ښکلا اوځلاده.دوی تلپاتې ژوندي دي .فزیکي نه شتون یې معنوي شتون هڅکله هم نه شي وژلی.
اوکه چیرې دهیواد دهغو واکمنانواوچارواکو چې د خپل ولس اوملت په وړاندې یې خپل وړاوکاري مسوولیت اوملي دېن نه وي ترسره کړی ،شهامت اودرایت یې هیرشوې اوپه ورځ چارو لوبواوناغیړیویې دخپل ولس په سترګو کې خاورې شیندلي دځان غوښتنې،تشولاپو،شاپواودروغجنوغورزوپرزوپه منفي کړنوبوخت وي نوله بده مرغه د داډول چارواکو له مړیني وروسته هم دهغوګناوي ژوندی اوتل دخپل توروجدان اوکرغیړن کرکټرسزا ویني اوداسې مرګ بیا ابدي مرګ دی .چې موږافغانان یې په اوسني اوتیر تاریخ کې څرګندې بیلګې لرو.

خبره به رالنډه کړم اوهغه د اچې :

هیواد یواځې باید د مشرانواوچارواکوپه منګولوکې ایسارپاتې نه شي ځکه هغه زموږګډ کوراو مورنۍ ټاټوبی دی. ژوندي،بیداراوهوښیارولسونه په رښتیني توګه دملت واکداران دي اودهغودمرستې اونـنګ پرته دهیواد زعا مت په هیڅ حساب دی.کلک ملي پیوستون اوهم غږي موږ ته دغوړیدلي اوساهوژوند زیری راکوي اوځکه پوهان موږاوتاسوته په زغرده خطاب کوي او وایې:
ژوند لذت دی،له هغونه خوند واخلی،ژوند ښکلاده هغه وستایې،ژوند خوشالي ده،هغه ته ترانې زمزمه کړی،ژوند ژمنه ده،په هغه وفا وکړی،ژوند مبارزه ده په هغه کې مقابله وکړی،ژوند مصیبت دی،په هغه صبر وکړی،ژوند نعمت دی،په هغه شکروباسی،ژوند ګرفتاري ده،هغه وزغمی،ژوند معما ده ،هغه حل کړی،ژوند هدف دی،هغه په لاس راوړی،ژوند یو راز دی،هغه کشف کړی،ژوند سفردی،هغه پای ته ورسوی،ژوند لوبه ده په هغه کې لوبغاړی ثابت شی.
پاملرنه،پاملرنه اوبیاهم پاملرنه دزړه په ښکلي بڼ کې تل مینه هومینه اوعشق ژوندی وساتی اودزړه ښیرازه ګل مو دکینې په خزان مه زمولی.
دغوسه ناک اوجګړه ځپلي ولس په زړونو دریښتیني میني اوانساني عشق دواکمنی په هیله.


اکبري


۱۵/۶/۲۰۱۷