سحرګل سحر

اوویشتم روژمات مي په هدیره کي وکړی

سهار نهه بجې به وې دکوره څخه دبازار وخواته د پاته دوو روژو او ددې ترڅنګ د اختر د ځینو سودا لپاره ولاړم، بازار کي د دوو درو ملګرو سره تر لیدو وروسته مي زړه سو چي دسودا په رانیولو پېل وکړم، د سودا د رانیولو سیمي ته لا نه وم رسېدلی چي درب سو، داسي فکر مي وکړی چي زما په شاوخوا کي دا درب وسو، شاوخوا مي وکتل ټول خلک حیران ولاړه وه، نه پوهېده چي څه وکړي، یو دقیقه وروسته ږغ و ږوغ سو چي پر کابل بانک پټاو وسو، خلکو هغه لوري ته په حرکت پیل وکړ، پدې وخت کي میده میده ډزي هم شروع سوې، داسي فکر مو وکړ چي شاید نور وسلوال کابل بانک ته ننوتلي وي.

زه هم ترڅو دقیقو وروسته د پیښي ځای ته ورسېدم که ګورم چي چیغي دي، نارې دي، شهیدان او زخمیان پراته دي، یو ځلي عسکرو غوښته چي عام خلک وګرځوي خو وروسته د دوی له وسه هم خبره ووته او عامو خلکو ته یې اجازه ورکړه ترڅو د دوی سره د زخمیانو او شهیدانو و موټرو او امبولانسو ته په پورته کېدو کي مرسته وکړي، زه هم اخته وم، په ځان نه پوهېدم چي څه کوم، ساه مي بنده بنده کېده، څه مي په وس کي نه وه، یو مړی زه هم وم، ویني بهېدې، چیغي او بغاري وار په وار زیاتېدې، ځینو خلکو خپل خپلوان پېږندلي وه، ځینو یوله بله پوښتني کولې خپل په خپلوانو پسي ګرځېدل او پیدا کول یې، زما هم یو دوه ملګري تر سترګو سوه او وه مي پېږندل، د دوی په پېږندو مي نور حالت هم خراب سو.

خبریالان هم راغلي وه ځینو عکاسۍ کولې، ځینو عکسونه اخیستل، خېر خلک ډېری سوه، شهیدان او زخمیان یې تر بست روغتونه راورسول، موږ هم بست روغتون ته راغلو، که ګورو چي دځینو شهیدانو او زخمیانو کورنۍ د روغتون مخي ته په چیغو او غلبلو اخته دي، د روغتون له پیره دارانو د ننوتلو اجازه غواړي، لږ وروسته د روغتون څخه د شهیدانو او زخمیانو ارقام راوړل سول، دخبریالانو او خلکو سره شریک سول، وروسته ځینو کورنیو ته دځینو شهیدانو جسدونه وسپارل سول او هغوی یې په وړلو پیل وکړ.

لا هم څه وخت هلته وو چي یو ملګري مي زنګ راووهلی.

ملګری: چیري یې؟

زه: د بست روغتون سره یم.

ملګری: تر اوسه هلته څه کوې؟

زه: دغسي.

ملګری: راځه ځو هدیرې ته، د فلانکي ملګري جنازه یې وړې او ښخوو یې.

ما هم سمددستي دهدیرې په لوري حرکت وکړ او هلته دقبر په کیندولو اخته سو، جنازه یې راوړه، ملګری مو خاورو ته وسپاره، له هغه وروسته یو بل ملګری مو هم په همدې پيښه کي شهید سوی و، دهغه دخپلوانو سره مو هم دقبر په کیندلو کي مرسته وکړه چي پدې وخت کي د ماښام آذان شروع سو، وخت د روژه مات سو، روژې مو هم هلته ماتي کړې او له وروسته یو یو دکورنو په لور رهي سو.