عبدالباري جهاني

 

یوه ترخه او نه هېرېدونکې خاطره

چي د دې ترخې خاطرې او ترخې شپې څخه تقریبا دوه نیم کاله تېر سوي دي خو د افغانستان د حکومتي ادارې او پارلمان په چارو کي تقریبا هیځ تغییر نه دی راغلی؛ ځکه یې خپرول بې ګټي نه بولم او هغه کسان یې لوستلو ته رابولم چي غواړي د افغانستان د تاریکي راتلونکي د روښانولو په هلوځلو کي برخه واخلي.
د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کي جمهورریس ډاکټر صاحب اشرف غني په ټلفون کي بلنه راکړه چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت قبول کړم. د دوی غوښتنه مي ومنله؛ ځکه چي دا مي د هیواد کلتور ته د خدمت کولو لپاره یوه مناسبه موقع وبلله. د هغوی د غوښتني په اساس تقریبا یوه میاشت وروسته د فبروري په میاشت کي کابل ته ولاړم او د معمول سره سم مي د خپلو دوستانو، په تېره بیا د کندهار د ولایتي شورا د غړي او زما دوست حاجي اغالالي دستګیري په غوښتنه او مرسته د پارلمان د و کیلانو، په اصطلاح جهادي مشرانو او نورو قومي او سیاسي خلکو په لیدلو او کورونو ته په ورتللو پیل وکړ. د شپاړسو کاندید وزیرانو ترمنځ هره ورځ د وکیلانو سره د لیدلو مسابقه شروع وه او تر ټولو بریالی وزیر هغه وو چي تر ټولو زیات وکیلان یې لیدلي ول. ښايی ډېرو کاندید وزیرانو په خپلو کورونو او رستورانونو کي وکیلانو ته مېلمستیاوي هم کړي وي. زه الحمدلله یوازینی وزیروم چي تر ټولو لږو وکیلانو ته ورغلی وم او هغه مي هم زیاتره د حاجي اغالالي په احترام، چي اخلاص به یې هیڅ وخت هېر نه کړم، لیدلي دي. ډېرو وزیرانو به ډېرو وکیلانو او په اصطلاح جهادي مشرانو ته ډېري وعدې او یا نغدي پیسې ورکړي او یا منلي وي؛ خو ما هیڅ وکیل ته، چي ځینو خویې زما د یو ځل ورتللو ارزښت نه هم درلود، نه وعدې او نه نغدي پیسې ورکړې؛ ځکه خو مي، په اولسي جرګه کي، تر ټولو وزیرانو، د باور کمي رايي تر لاسه کړې.
د اپرېل پر څلورمه، په پارلماني چارو کي د دولت وزیر غلام نبي فراهي، چي زما د بېخي ډېري زمانې دوست دی، سهار وختي په ټلفون کي راته وویل چي ماښام ته له هیچا سره وعده ونه کړم؛ ځکه چي یوه مهم ځای ته ځو. په هغه ماښام یې راته وویل چي د ماښامنی لپاره د اولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په کور کي مېلمانه یو. د ماښام اووه بجې شاوخوا په شېرپور کي د حاجي ظاهر قدیر کور ته ورغلو. پر سړکونو او په کور کي دننه دونه زیات موټرونه ولاړ ول چي د پیاده تللو لاره نه کېده. په لوړ منزل کي، کوټې ته له ننوتلو څخه مخکي له ټولو کاندید وزیرانو څخه ټلفونونه واخیستل سول او موږ د مجلس کوټې ته رهنمايی سوو. مجلس ایله پیل سوی وو چي د کور خاوند وویل چي کور یې تر ترمیم لاندي دی نو بهتره ده چي د ده بل کورته ولاړ سو. موږ ته یې خپل ټلفونونه بیرته راکړل او په نیژدې ساحه کي یې یوه لوی کورته بوتلو( مطلب به یې حتماً موږ ته په یوه معتبره سیمه کي د خپلو دوو لویو کورونو او ډېرو زیاتو نوکرانو راښودل وه) زموږ څخه یې بیا ټلفونونه واخیستل او ټول وزیران یې په یوه نسبتاً وړه کوټه کي ځای کړو.
په دې کور کي مو، د ډوډۍ خوړلو په شمول، څه باندي دوه ساعته تېر کړل. خبري ټولي حاجي ظاهر وکړې. کاندید وزیرانو یوه بل ته کتل؛ که چا د یوې نیمي خبري د کولو جرأت کړی وي ذهن ته مي نه راځي. زه پخپله دومره هک پک وم چي په خپلو غوږونو مي باور نه سو کولای؛ سم لکه د پېریانانو په کور کي چي ناست وم او بې مفهومه ږغونه او انګازې مي تر غوږ کېدلې.
حقیقت خو دادی چي زه تقریباً یو ساعت د حاجي ظاهر د خبرو په مطلب نه پوهېدم؛ تر څو چي هغه موږ ته وویل چي په اولسي جرګه کي کابینې ته د اعتماد رایه له سختي ستونزي سره مخامخ ده. اولسي جرګه پر بېلو ډلو وېشل سوې ده؛ د ډېر غټ اکثریت کاندید وزیرانو د ردېدلو احتمال لیده کېږي او که دا کار وسي نو هم د جمهورریس حیثیت ته صدمه رسېږي او هم یو داسي بحران منځته راځي چي سړی نه پوهېږي څه به پېښه سي. ده وویل چي جمهورریس درې څلور ځله ورغوښتی دی. تر زني یې لاس ورلاندي کړی او په زاریو او عذر یې ورته ویلي دي چي د ماما زویه! هر ډول چي کېږي حل یې کړه! حاجي ظاهر، د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته، د چایو د چښلو په وخت کي ایله په زغرده وویل چي وروڼو او خویندو! په اولسي جرګه کي د نغدو پیسو څخه د کار اخیستلو پرته د رایو اخیستل امکان نه لري. ده وویل زه پوهېږم چي ټول کاندید وزیران دونه پیسې نه لري چي وکیلانو ته یې ورکړي او رايي په واخلي. په دې ترڅ کي یې یو ځل موږ ته مخ را واړاوه او ډېر حق په جانب یې راته وویل تاسي څه فکر کوی؟ زه په مفته د اولسي جرګې لومړی مرستیال سوم؟ ما د دې چوکۍ د ګټلو لپاره درې سوه اویا زره ډالره ولګول. حاجي ظاهر وویل چي د هر وکیل د رايي تر لاسه کولو لپاره له پنځو څخه تر لسو زرو ډالرو پوري اړتیا ده؛ په دې حساب باید هر کاندید وزیر، د اعتماد د رايي تر لاسه کولو لپاره، له پنځوسو څخه تر سلو زرو ډالرو پوري ولګوي. ده وویل زه پوهېږم چي ټول کاندید وزیران دا پیسې نه سي پرې کولای؛ ما د هغو وزیرانو لپاره چي پیسې نه لري، دغه ګړی په خپل موټر کي یو میلیون ډالره نغد راوړي دي( خدای دي وکړي چي څوک یې وانه وري او موټر مي راڅخه غلا نه کړي ځکه چي ډېري پیسې دي که څه هم چي موټر مي په سم ځای کي درولی دی) هر وزیر چي هر څومره پیسو ته ضرورت ولري زه یې ورکوم نور وزیران چي خپلي پیسې لري هغوی دي خپله چاره وکړي.
د شپې نهه نیمي، لس بجې به وې چي مجلس ختم سو او موږ ته یې خپل ټلفونونه را کړل. زه دومره تر ذهني فشار لاندي وم چي کرۍ شپه مي د سر له درده خوب ونه کړ او ښه مي په یا د دي چي تر سهاره مي درې ځله د سر د درد ګولۍ وخوړې. ما په دومره سپین سترګي د دومره چټلو خبرو د اورېدلو تصور نه سو کولای. د اولسي جرګې لومړي مرستیال د شپاړسو تحصیل کرده وزیرانو، چي اکثریت یې مافوق لیسانس ول، په څومره زړه ورتیا د اولسي جرګې د فساد خبري کولې او په څومره سپین سترګي یې زموږ څخه د فساد غوښتنه کوله. دا خبري ښايي زما لپاره نا بلده وې ځکه يې دونه بده اغېزه را باندي وکړه چي کرۍ شپه یې خوب را څخه وتښتاوه. ځکه چي وروسته مي له هیڅ وزیر څخه وانه ورېدل چي د هغې شپې د خبرو په باب یې یا منفي تبصره کړې او یا یې تعجب کړی وي.
په سبا ، یعني د اپرېل پر شپږمه نېټه، د سهار پر نهو بجو په کارته پروان کي، د اجراییه رییس ډاکټر صاحب عبدالله کي په کور کي غونډه وه. په دې غونډه کي، چي ما ګومان کاوه ډاکټر صاحب به هم تشریف لري، یوازي موږ شپاړس کاندید وزیران حاضر وو. د اقتصاد وزیر عبدالستارمراد، چي د مجلس مشرتوب یې کاوه، موږ ټولو ته وویل چي ټلفونونه خاموش کړو او لیري یې کښېږدو. وروسته پخپله وزیر صاحب، د تېري شپې د خبرو په ادامه، یو څه اوږدې خبري وکړې. کاندید وزیرانو زیاترو تر ژبي لاندي او مبهمي خبري وکړې، چي زه یې چنداني په مطلب پوه نه سوم. د سرحدونو او قبایلو د چارو کاندید وزیر محمدګلاب منګل وویل چي موږ له یوه ترخه واقعیت سره مخامخ یو. په پارلمان کي اکثریت وکیلان خپلي رايي په پیسو خرڅوي. د ده د معلوماتو له مخي په حاضرو وزیرانو کي یوازي د حج او اوقاف وزیر وکیلانو ته پیسې نه دی ورکړي نور نو ټولو وزیرانو د پیسو په زور رایی تر لاسه کړي دي. د ښووني او روزني وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، جهاني صاحب ولي چوپ دی؟ ما ویل له امریکا څخه کابل ته له روانيدلو مخکي مي ویلي دي چي که دوه سوه میلیونه ډالره ولرم، چاته به، د رايی لپاره، دوه ډالره ورنه کړم. کله چي کابل ته را ورسېدم، یوه سرمایه دار ملګري مي ځیګر راته وټکاوه او راته وې ویل چي د پیسو کار په ده اړه لري؛ هغه ته مي عین خبره کړې ده او دلته هم زما هماغه خبره ده. زه ملا نصرالدین نه یم چي خپل ځانته به په سلو زرو ډالرو رايي اخلم او بیا به نو په وچه تنخوا ګوزاره کوم؛ او نه بل څوک ملا نصرالدین دی چي ما ته سل زره ډالره راکړي او بیرته یې په څو چنده راڅخه ونه غواړي. زما هغه یوه خبره ده، حتی جمهورریس ته به اجازه ورنه کړم چي زما لپاره چاته پیسې ومني. زما له څنګه ښځينه کاندید وزیراني ناستي وې، او په یوه سلا یې وویل چي د جهاني صاحب خبري تاییدوي؛ ځکه چي دوی یوه هم دونه پیسې نه لري چي رایی ورباندي واخلي. مجلس تقریباً بې نتیجې پای ته ورسېدی او د غرمنۍ لپاره موږ د اولسي جرګې د وکیل حاجي هاشم په کور کي غرمنۍ ته روان سوو.
د شپې خبري، د حاجي ظاهر قدیر د انتظار په خلاف، ډېري پټي پاته نه سوې.( دیوار موش دارد، موش ګوش دارد) موږ د وکیل صاحب په کور کي غرمنۍ پای ته رسولې وه چي له ټلوېزیون څخه د پارلمان مستقیم جریان خپور سو. په اولسي جرګه کي د حاجي ظاهر قدیر او د پروان د وکیل حاجي الماس زاهد تر منځ خبري ترخې سوي وې او حاجي الماس د تېري شپې جریان او له کاندید وزیرانو سره د هغه په کور کي د خبرو موضوع او له هغوی څخه د ټلفونونو د قیدولو خبره را میدان ته کړه. هغه وکیلان چي په موضوع نه وه خبر د ټولو خولې وازي پاته وې. په زړه پوري خبره دا ده چي ظاهر قدیر پر ټول جریان منکرسو او وې ویل چي ستا ټولي خبري بېځایه او غلطي دي. کاندید وزیرانو، چي له دغي اولسي جرګې څخه به یې لا وروسته د اعتماد رايي تر لاسه کولې، نه څه وویل او نه څه ویلای سوای؛ ځکه چي نه چا خصوصي او نه عامه پوښتنه ورڅخه وکړه.
ټاکل سوې ده چي تقریبا یو کال وروسته د اولسي جرګې لپاره انتخابات وسي.اوس نو که حکومت په دغه شکل جوړ سوی او پارلمان یې په دغه توګه اجرآت وکړي نو زه یقین لرم چي په راتلونکي کي به هیڅ مثبت تغییر رانه سي. بیا به همدغه فاسد وکیلان، همدغه فاسده اولسي جرګه جوړوي، او هغه اولسي جرګه به بیا همدغه یا بل فاسد حکومت ته رایه ورکوي. په داسي حال کي چي د افغانستان د اوسنۍ فاسدي او غیر قانوني حکومتي ادارې په زور نسکورول یوازي د هیواد غمیزه اوږدوي او بیا به د لس ګونو زرو بېګناه افغانانو سرونه ورغړي، خو ترڅو پوري چي په اولس، په تېره بیا منورینو، کي اجتماعي او ملي شعور پیدا سوی نه وي ، او تر څو پوري چي منورینو یو اغېزمن اپوزیشن جوړ کړی نه وي انتخابات به هیڅ یا چنداني ګټه ونه کړي او بیا به همدغه آش او همدغه کاسه وي. البته د دې معنی دا نه ده چي په انتخاباتو کي ا برخه وانه خلو، بلکه یوازینی لاره انتخابات دي؛ خو انتخابات باید له ملي طرحي سره ملګري وي او سپېڅلي یا نسبتا سپېڅلي افغانان باید هم پارلمان او هم د قدرت مشرتابه ته انتخاب کړو.