سرلوڅ مرادزی

 

 

د ترهګرو پته څرګنده ده، د غوڅ اقدام وخت رسېدلی!

 

 

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د روان ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۱ مه، د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل«واشنګټن سره د دې چې پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی. موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی وو چې موږ ور سره جګړه کوله. امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي. اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، نظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي.امریکا غږ»

په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه او ځالې او بیا له هغه ځایه افغانستان او سیمې ته د ناارامۍ او ګډوډۍ په موخه د ترهګرو استول، د کریستوف کلومب لخوا د امریکا د لويې وچې پشان، څه نوی کشف نه دی چې ګنې مخکې امریکا په هغې نه پوهېده، خو پخوا د داسې ترهګرو او یا د هغو د حامي پاکستان، په وړاندې د غوڅ اقدام اراده نه وه او یا په سیمه کې د امریکا ګټو، نورو موخو او اندیښنو امریکايي واکمنو ته اجازه نه ورکوله چې غوڅ اقدام وکړي!

امریکا په تېر کې د ترهګرو په اړه د پاکستان سره په ناڅرګند دریځ، زړه نا زړه پالیسۍ او سستې ارادې لوی تاوان وکړ او که اوس هم غوڅ دریځ خپل نه کړي او ټاکلي اقدامات تر لاس لاندې ونه نیسي، بایلونکی میدان نه شي راګرځولای!

که تر ۲۰۰۱ کال مخکې د ترهګرو په لاس او ملاتړ په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې یوخوا ته پریږدو، له دې کال وروسته په تېرو ۱۶ کلونو کې افغانانو پرلپسې امریکا او نړۍ ته ثبوت کړې چې افغانستان کې د روانې جګړې د دوام غټ لامل، هغه ترهګر دي چې پاکستانی پوځ او ISI يي په افغانستان او سیمه کې خپلو شوونیستي او ملیتاریستي موخو ته د رسېدو لپاره، روزي او جګړې ته يي استوي.

په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا په تېره بیا د پښتنو په سیمه کې د ترهګرو د ځپلو په نوم یو کلی هم بې بمبارۍ پرينښود او په هغو کې زرګونه بیګنا افغانان چې د جګړې په بل شوي اور کې يي هیڅ لاس نه درلود ووژل شول، کورونه او کلي تالاشي شول، په تالاشیو کې د افغاني خویندو میندو پت پر ځمکه ولوېد، خو ترهګر نه یوازې دا چې لږ نه شول بلکې له پخوا لا زیات او شمېر يي د امریکایانو د معلوماتو پر بنسټ ۲۰ وسلوالو ګروپونو ته لوړاو جګړه لا پراخه او خونړۍ شوه. امریکا هم په دې جګړه کې د ۲۵۰۰ تنو په شاوخواکې خپل سرتېرۍ او صاحب منصبان له لاسه ورکړل او په زرګونو نورېې ټپيان او لیونیان شول. همدارنګه امریکا سره د ناټو او نورو ملاتړو هېوادو د سرتېرو تلفات تر ۴۰۰۰ څلور زرو زیات او د ټپيانو شمېر يي هم له زرګونو اووښتی چې کره شمېر يي ښای د جګړې د رازونو په لامل نه وي خپور شوی. امریکا ته په جګړه کې رسېدلی تاوان له هغو پيسو زیات ښودل کیږي چې له دوهمې نړیولې جګړې وروسته يي د اروپا په بیارغونه لګولې دي!

خو د دې ټولو سره سره، په افغانستان کې جګړه نه یوازې دا چې سړه نه شوه، بلکې لا په غرغنډو شوه او له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۳ ولایتونو ته وغځېده.

نن افغانانو ته سوله، تر پرون زیاته، یو ځلوب«سراب» ښکاري!

د ترهګرو د پټنځایونو په اړه چې د پاکستان په لویو ښارونو لکه لاهور، اسلام اباد او کراچۍ کې شتون لري او د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای باید هلته ټکول شوی او له منځه وړل شوی وای، د افغانانو پرلپسې غوښتنو او د افغان دولت اطلاعاتو ته غوږ ونه نېول شو. امریکا زیات د پاکستان پرهغو نمایشي عملیاتو باور وکړ چې وزیرستان او د ډیورند کرښې په شاوخوا کې يي د ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه ترسره کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې نمایشي عملیاتو په نوم له امریکا په میلیاردو ډالر تر لاسه کړي او هغه يي بیرته د ترهګرو په روزنه او پالنه لګولې دي. بلخوا دغه عملیات د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره نه وو، بلکې د پښتنود FATA سیمې د لاندې کولو او ډيورنډکرښې ته د رسېدو په موخه ترسره شوي چې پاکستان هلته پر کرښه دروازې جوړې او کټارې ولګوي، څو دې کرښې ته د دولتونو ترمنځ د نړیوالې پولې حیثیت وګټې او پر افغانستان يي ومني!

اوباما د امریکا پخواني ولسمشر خپل ۸ کلونه واک، پاکستان سره د پيشو او موږک ترمنځ په لوبې عبث تېرکړ. پاکستان د ځان په وړاندې د امریکا له دې پیکه او ناڅرګند دریځه پوره ګټه پورته کړه او نن دا هېواد د امریکا او په سیمه کې د هغه د یوازیني متحد افغانستان په وړاندې په لوی سرخوږ بدل شوی دی.

بلخوا د افغانستان د ګټو په لامل نه، بلکې د امریکا د خپلو ګټو لپاره چې سیمه کې يي د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت کې وینی، له ډېر پخوا دا اړتیا وه چې د پاکستان په وړاندې د امریکا په دریځ کې بیخچن او بنسټیزبدلون راشي.

ډیری افغانان د پاکستان په وړاندې د امریکا دا تازه دریځ تاییدوي او د هغه ملاتړ کوي چې په څرګندو ټکو کې يي پر پاکستاني واکمنو غږ کړی چې خپله خاوره او ښارونو کې دې د ترهګرو پټنځایونه وتړۍ.

د هېواد ولسمشر اشرف غني د سه شنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ کې د کندهار او زابل ولایتونو سپین ږیرو، مخورو، قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو استازو یوې غونډې ته په وینا کې د امریکا د جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ او نورو سیاسي مشرانو څخه د افغانستان په هکله د نوې ستراتیژۍ اعلان له امله چې جمهوررئیس غني ډیره څرګنده ستراتیژي یاده کړه، مننه وکړه.جمهوررئيس محمد اشرف غني وویل« امریکا په واضح توګه زمونږ سره ودریدله. امریکا غږ»

خو ډیری افغانان اوس هم اندیښنه لري چې د پاکستان په وړاندې د امریکا نوی دریځ باید د کاغذ پر مخ خوشې خبرې او تش ګواښونه نه وي، بلکې عملي اقدامات ورسره تړلي وي.

اندیښنه له دې ځایه پلیږي، بیا هم کېدای شي پاکستاني واکمنان په ډېره ځيرکۍ او میراثي مداریتوب او چالاکۍ، امریکایانو ته د ترهګرو په وړاندې د هلو ځلو شنه او سمسوره باغونه وښۍ او لکه پخوا چې پرې امریکایان تېروتلي او یا يي ځان ناګاره نېولي وو، داسې پېښې بیا تکرار شي.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانېدو درې ورځې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وټل چې د کمپ ډیویډ په غونډه کې یې ګډون کړی وو، له دې غونډې وروسته سملاسي پاکستان ته ولاړ او هلته یې د دې هېواد له پوځي مشرانو سره پر لیدنو کتنو سربېره، له شمالي وزیرستان څخه چې تر ډېره وخته د حقاني شبکې یو امن ځای او مرکز ګڼل کېده، لیدنه وکړه.

د پاکستان د پوځ په خپاره کړي بیان کې ویل شوي « جنرال وټل په دغه قبایلي سیمه کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره د پاکستان د پوځ او د قومونو د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه. امریکا غږ»

که څه هم په اسلام اباد کې د امریکا سفارت بیا په یوه بیان کې وویل چې جنرال وټل په دې ټینګار وکړ چې د پاکستان خاوره باید د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د ترهګرو حملو د پلانولو او تر سره کولو لپاره ونه کارول شي.

خو دې سره سره که د پورته پشان د پاکستان جوړو شویو ډرامو ته امریکا بیاغوږ ونیسی او باور پرې وکړي، نو دا به د امریکا لویه غلطي او ناکامي وي!

اوس چې د ترهګرو د پټڼځایونو پته څرګنده او امریکایانو ته معلومه ده، د غوڅو اقداماتو وخت رسېدلی دی!

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۲۲ مه

سرلوڅ مرادزی