سرلوڅ مرادزی

 

د ټرمپ ستراتېژي او د امرالله صالح استخاره ډوله څرګندونه!

 

امریکا غږ، له هندي خپرونې «دې انډین ایکسپریس» څخه د افغانستان د ملي امنیت د پخوانی رییس امرالله صالح یوه خپره شوې لیکنه رااخیستې چې هلته هغه (امرالله صالح) د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ تګلار ستایلې او وايي ځکه د دې تګلارې ملاتړ کوي چې«دغه ستراتیژي د هغه د سیاسي مشر احمدشا مسعود د نظر څرګندوی ده او زیاتوي چې نن ماته دا احساس وشو چې زما ځیرک سیاسي مشر له خپل قبر څخه حکومت کوي»

فاعتبرو یا اولي الابصار!

د امرالله صالح څرګندونه دې ته ورته پاتیږي چې ښای ډونالډ ټرمپ خوب لېدلی وي چې امر صیب احمدشا مسعود د مجاهدینو پر خړ کچر سپور وي او د کچر واګي د ښاغلي صالح په لاس کې او تر کچر مخکې روان وي، د مسعود نور ملګري لکه قسیم فهیم، یونس قانوني، عبدالله عبدالله او عطامحمد نور ښوییدلې ږیري او ببر سرونه، د کارتوسو توبره تر څنګ او ټوپک په غاړه څوک پر خرو سپاره او څوک پیاده د پنجشیر په دره کې ورسره روان وي، مسعود برګ او ګلدار پټو پر اوږو اچولي وي او خړ خیرن پکول يی نیمکښو پر هغه غوږ چې ویل کیږي نیم نشته، راځوړند وي او ټرمپ ته پخپله پنجشیرۍ لهجه امر کوي چې هله ژر شه په همداسې متن د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه!

د صالح په اند د ټرمپ وړاندې شوې تګلار په قبر کې د پروت او سولېدلي احمدشا مسعود په مړ ځان خوب کې لېدلې استخاره ده چې پاس په هسک کې غوټه شوی او وروسته په یو غیبي حکمت سره لومړی د ټرمپ سلاکارانو له قلمه څڅېدلې او بیا ټرمپ ورته د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ‍ نوم ورکړی.

امرالله خپلو داسې څرګندونو کې غواړي د کلو او بانډو د لیري پرتو زیارتو د ملنګانو او بنجاورانو په جامه کې چې ولسونو کې مذهبي ریښه لري، ځان وپوښي او له دې لارې مسعود ته د یوه پیغامبر او یا لږ تر لږه د کوم شا ولي الله مقام ورکړی او له جسده يې د خدايي او الهي وزمه څرګندونو په جاري کېدو ولسونه په ناپوهۍ او تورتم کې نورهم ورډوب کړي!

خو که د قبرونو، واهیاتو او په مړینه د اشخاصو د استخارو له نړۍ تېر شو او د روان ژوند ریښتیني لار ته راوګرځو، د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ یوه برخه هم او په تېره بیا هغه برخه چې امرالله يي د خپلو ټاکلو موخو له کبله، د پاکستان ضد بولي د احمدشا مسعود له اندیښنو او کړنچار او د هغه د لارویانو له چلند سره اړخ نه لګوي. دلته امرالله خوشې هڅه کړې ژوندۍ ستراتیژي خبیثه ارواګانو ته ورحواله کړي او مړو ته په پنا وړلو، استخارو او واهیاتو لومړی ځان او بیا ولسونه تېرباسي!

اوس پوښتنه دا ده، ایا په ریښتیا احمدشا مسعود د پاکستان ضد څېره وه او خپل لارویان يي د پاکستان ضد روزلي دي؟ ایا د ټرمپ تازه ستراتیژي چې هلته ترهګرو سره د پاکستان په پیکه مبارزې نیوکه شوې او په دې اړه هغه هېواد ته د امریکا ګوتڅنډنه، د احمدشا مسعود د پاکستان ضد اندیښنو او د دې هېواد په وړاندې د نوموړي د پلویانو له هلوځلو څخه په الهام چې امرالله صالح يي په یوه بڼه تبلیغوي، تدوین شوېده؟

د دې پوښتنې ځواب به د تاریخ په شا لید کې ولټوو. نصیراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر، د مجاهدینو او طالبانو روزندوی او سمبالونکی، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي ول:

د محمد داوود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داوود ته یو درس ورکړو. مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږه. مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل (۱۹۷۵ کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي. هغو عملیاتو داوود ته پوره تاوان اړولی وو.

... بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ...نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږه چې مونږ دا خلک تریننګ کړی دي، ته له دوی سره مرسته وکړه ... بیا ما دوی امریکا ته بوتلل. زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست وو په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې د بجلي والا (برقي) درغی نو احمدشا مسعود به ورغی.

د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ. ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.

د ۱۹۷۷ نه پس مسعود فرانسې ته لاړ. فرانسویانو پخپل لاس کې ونېو او سبقونه یی ورته پیل کړل. هغې نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه ) شو. بیا د فرانس پواسطه په افغانستان کې فعال شو. فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود. هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنۍ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي ...او مسعود د سالنګ لاره د روسانو پر مخ پرانېستې پریښي وه»

همدارنګه ب . ګروموف روسي جنرال د احمدشا مسعود سره د هغه وخت د روسي د اړیکو په اړه داسې وایی:

«په ۱۹۸۲ کل کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسېدو: له احمدشا سره مو داسې ټینګې اړیکې پيداکړې چې ان له افغانستان څخه د شوروی پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې . په ۱۹۸۲ کال کې د څلوېښتم لښکر د استازو او شخصآ د مسعود له خوا یو تړون لاسلیک شو. د هغې له مخې مسعود ژمنه کړې وه، په جنوبي سالنګ کې به چې د ده د بې رقیبه بادارۍ سیمه وه، پر شوروی پوځي کتارونو یرغل ته اجازه نه ورکوي. ب ګروموف د خپل کتاب (سرې لښکرې په افغانستان کې ) په یوه برخه کې لیکي: احمدشا مجبور شو چې مصر ته ولاړ شي. له دوونیمو کالو زیات مسعود په منځني ختیځ کې واوسید او په غالب ګمان به یی همدلته د پارتېزاني جګړې مهارتونه هم زده کړی وي»

په ۱۹۹۲ کال کله چې کابل د شمالټلوالې ونیو او رباني په کابل کې د ټلوالې مشر شو، د پاکستان د ISI مشر جنرال حمیدګل ته يي په استخباراتو کې د دندې وړاندیز وکړ او همدارنګه د پاکستان د پخواني دیکټاټور جنرال ضیالحق د دې خوب د ریښتینولۍ لپاره چې که چیرې کابل فتح شي، د پل خشتي جومات کې به د بري په نذرانه لمونځ کوي، خو هغه مهال څنګه چې ضیاالحق په ۱۹۸۸ کال کې د الوتکي د غورځېدو پېښه کې مړ او جهنم ته تللی وو، زوی يي اعجازالحق کابل ته راغي او د پلار په نیابت يي په کابل پلخشتي کې لمونځ اداکړ.

دلته نوموړي دواړه پخوانۍ پېښې د بېلګې پتوګه یادې شوې، که نه پاکستان او ISI سره د اړیکو او د افغانستان پر ضد، د اسلامي جمعیت او نظارشورا او د هغوی د مشرانو لکه احمدشا مسعود، رباني، یونس قانوني او نورو په اړه په ټوکونو او پنډونو کتابونه لیکل شوي او اوسمهال د دوی دا څرګندونه چې د امریکا په تازه ستراتیژۍ کې پاکستان سره مخالفت، د مسعود د پاکستان ضد اندیښنو او د هغه د لارویانو د هلوځلو برکت دی، د تاریخ له سرچپه تفسیر پرته، بل څه نه شي ګڼل کېدای!

حقیقت دا دی چې نظارشورا او اسلامي جمعیت او د هغو پخوانو او یو شمېر اوسنو مشرانو تل په هېواد کې د هغو کسانو پښې وهلې چې هېواد ته د سولې او امنیت په راتګ او د نورو ملي ګټو په خوندیتوب کې د پاکستان له دښمنۍ ډک چلند په وړاندې درېدلي دي. که د هغه کسانو لکه لطیف پدرام، محی الدین مهدي او په لسګونو نورو پاڼه واړول شي چې تر پاکستاني سیاستوالو مخکې د پاکستان په ګټه د ډیورنډ د تپلې کرښې په منلو کې چنې وهي، ریښه يي نظارشورا او د مسعود لارویانو ته رسیږي!

که پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو په مټ، د مرکزي حکومت د پياوړتیا مخه نیسي، نظارشورا و اسلامي جمعیت په هېواد کې دننه د نظام په تخریب، د پاکستان د یادوهلو ځلو سره همغږی دی.

له دې لویه بېشرمې نشته چې امرالله صالح د افغانانو په سترګو کې ننوځي او ادعاکوي چې ګنې د ده د ځیرک سیاسي مشر احمدشا مسعود د اندیښنو او د نظارشورا او اسلامي جمعیت د هلو ځلو په برکت، د ټرمپ تازه ستراتیژي تدوین شوې او افغانانو ته يي د پاکستان په وړاندې د ملي فکرونو په ورکړه کې دنده لوبولې ده.

کوم تنظیم او ډله چې په خپل ملي او افغاني هویت شرمیږي، د هېواد له تاریخه منکر وي او له ملي ګټې ورته د ایران او نورو هېوادو ګټې مخکې وي، هغوی به څنګه د پردیو ګټو په وړاندې افغانان بسیج کړي او په هغو کې به ملي روحیه وپالي!

د پاکستان او یا بل هېواد په وړاندې چې د افغان ملت ګټې ګواښوي، د افغانانو بسیج د هغه ملي مبارزینو دنده او سرښندنه ده، چې د هغوی په وړاندې نه یوازې په پاکستان کې ټاکلې کړۍ بلکې په کور دننه هم د نظارشورا پشان ډلګۍ په یوه مورچل کې جنګیږي!

د امرالله صالح پشان ورته څرګندونه په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرې په بل نیت نېوکه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د حسین حقاني په اړه وايی«حسین حقاني دا ځان ته یو کرېډت یا لاس ته راوړنه بولي چې «د ولسمشر ټرمپ لخوا د امریکا د اعلان شوې تګلارې (ګواکې) طراح دی»

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی