ایا عطانور په زور چوکۍ ساتلای شي؟

د ولسمشر لخوا د بلخ ولایت له مقامه د عطا نور د استعفا تر منلو او ګوښه کولو وروسته، پر نوموړي چوکۍ د بیرته پاتې کېدو لپاره، عطا نور تر اوسه د منطق پرځای یوازې د زور په ژبه غږیدلی!

پوښتنه دا ده ایا عطا نور د زور په ژبه دغه چوکۍ بیرته نیولای او ساتلای شی؟

ایا عطا نور په ریښتیا داسې زور لري او بلاخره د زور ژبه به عطا نور له کوم برخلیک سره مخامخ کړي؟

که څه هم له هېواده بهر ښای عطا نور په ایران او روسیه کې د ځینو ټاکلو کړیو په ملاتړ حساب کړی وي، خو هلته هم عطا نور د دولتونو په کچه د دغو هېوادو ملاتړ، په ښکاره له ځان سره نه لري. په هېواد کې دننه د عطا نور ټول زور اسلامي جمعیت جوړوي چې اوسمهال دا ګوند هم یو موټی نه دی او خپل منځ کې په نه رغېدونکي اختلافاتو رنځور دي. د جمعیت په ګوند کې هغه برخه چې له عطا نور ملاتړ کوي، د جمعیت د انسجام شورا څخه چې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، پیاوړې او غښتلې ده، بلخوا د وچ او شین زور پرځای چې د عطا نور ډله يي کاروي، دا برخه یو څه د منطق په ژبه غږیږي.

عطا نور د روان کال د دېسمبر په ۲۲ مه، د خپلو پلویانو په غونډه کې وايی چې نوموړی د ولسمشر په فرمان نه دی ټاکل شوی، نو په دې لامل د ولسمشر په فرمان هم خپله چوکۍ نه پریږدي. د عطا نور دغه څرګندونه په ښکاره د افغانانو په سترګو کې خاورې پاشل دي چې هیڅوک هغه نه مني، ځکه هغه څو میاشتې مخکې د ولسمشر په فرمان والي وټاکل شو چې له هغې وړاندې يي یوازې د چارسمبالي پتوګه دغه دنده ترسره کوله.

عطا نور خپلو تازه څرګندونو کې دا هم وايي چې یوازې د اسلامي جمعیت او په تېره بیا د صلاح الدین رباني په لارښوونه د ولایت چوکۍ پرېښودلو ته تیار دی، دلته هم د منطق پرځای زور ته پنا وړي. یو وزیر چې خپله سرپرست او دنده يي لړزانده وي، څنګه کولای شي چې د یوه ولایت والي وټاکي. رباني کولای شي یوازې خپل اسلامي جمعیت کې دننه ټاکنې وکړي، په داسې حال کې چې د ولایت مقام یوه حکومتي دنده ده او په اسلامي جمعیت پورې هیڅ اړه نه لري. د عطا نور داسې څرګندونې سړي ته د سقاو د زوي د وخت ټاکنې یادوي چې یوه پېړۍ مخکې ترسره شوې وې او هلته هم سرتیري جنرال ګمارلای شو، خو نن هغه وخت نه دی او عطا له بده مرغه یوه پېړۍ شاته تللی دی!

همدارنګه عطا نور او په جمعیت کې د هغه ملاتړې ډلګۍ دلته هم تېروتي نړیواله ټولنه، په اسلامی جمعیت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جمعیت غوښنه ډله او په ټوله کې افغانان د ولسمشر غني په مشرۍ له موجوده حکومت بشپړ ملاتړ کوي. هیڅ جګړه مار او لنډه غر به پرینږدي چې د منتخب حکومت او نظام په وړاندې د بغاوت او اړودوړ سر پورته کړي.

که عطا نور په جمعیتیانو حساب کوي چې په ټولیزه استعفا سره به حکومت کمزوری او د خپلو ناروا غوښتنو منلو ته اړ کړي، هیڅ جمعیتی به په دولت کې د غوښنو چوکیو پرېښودلو او یا باد راوړو شتمنیو له لاسه ورکولو ته زړه ښه نه کړي او په داسې لوړه بیه به د عطا تر څنګ ونه دریږي.

بلخوا که عطانور په ننګرهار کې په حضرت علي، ظاهر قدیر، میرویس یاسیني؛ په کندهار کې په جنرال رازق او سیدجان خاکریزوال، په زابل کې په داوود حساس، په خوست کې په غازي نواز تڼی او یا نورو ولایتونو کې په ورته جګړه مارو او لنډه غرو حساب کړی وي چې د ده ترڅنګ به د دولت سره جګړه وکړي، دلته هم عطا نور او جمعیتۍ ډله يي تېروتې ده. دغه کسان له جمعیته پرته د نورو جاسوسي کړیو سره هم تړلي دي او پای يی څرګنده نه ده چې د چا په لور به خپل اوښان چوو کوي!

عطانور په غرور سره د عبدالله د غاښونو د ایستلو لاپه هم کړې، د دې پوښتنې ځواب هم څرګند دی چې عطا نور به په پیل کړې لوبه کې د عبدالله عبدالله د غاښونو پرځای، خپل او د پلویانو غاښونه وباسي. عبدالله عبدالله د منتخب حکومت او دولت ترڅنګ ولاړ دی، خو عطانور د انارشیزم او عمومي بغاوت لپاره بډې وهلي. دلته هم منطق پر زور او قانون د ځنګل پر ځناورو بری مومي!

عطا نور نه یوازې د بلخ ولایت مقام له لاسه ورکړی، که خپلې سرتمبګۍ ته ادامه ورکړي، د اسلامي جمعیت هغه برخه به هم چې ده سره ولاړه ده، په اوبو لاهو کړي.

تاریخ د عطانور او اسلامي جمعیت د لنډه غرتوب، زور او بغاوت په اړه پریکړه کړې او د دې سړیخورې ډلې ټغر مخ په ټولېدو دی!

د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر ۲۴ مه

سرلوڅ مرادزی