انجنیر عبدالصبور ساپی

مشروعیت او ملي یوالي حکومت

په دموکراسی او مشروعیت باورلرل د یو لوی  فکرسرګندوی ده چې پراخ هراړخيځ باور نه منځ ته راځي واړه او زاړه فکرونه نشي کولی د دغې پروسې جز یا کل وګرځي ځکه پداسې فکرو باورمندي ناورین منځته راوړی شي، داسې کسان نن د دموکراسي او مشروعیت خبرې کوي چې  دوۍ د فکري او ذهني پلوه هم د اجتماعی کړنو پراساس نه په دموکراسي او نه په مشروعیت باور لري، حتی داسې حزبونه افغانستان کې شتون لري چې د دموکراسۍ پربنڅټ منځته نه دي راغلي دغه حزبوکې مشري تراوسه میراثي ده او دموکراسي نارې هم ترټولو زیاتې دوۍ وهي، دوۍ په یوشي باورمند دي، فقد هرڅه کې چې د  دوۍ خپلې او ډلې ګټې وې هغلته هم  قانونیت شته هم مشروعیت شته اوهم اسلامیت، خوکله چې ګټې په خطر کې شي بیا نه دموکراسی معنی لري او نه مشروعیت او انسانیت، اسلامیت خو په  دستمالوکې تاو او په تاخچه کې یښودل شوی ده فقد د امتیاز اخستلو وخت کې پرانستل کېږي۰

د تېرو زمانو مطلقه حکومتونو په جهان کې هرڅه چې ئې ویل؛ ملت  بې له قیدو شرطه ترسره کول، نو ځکه انسانو د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره قیاموته مخه کړه او خپلې آزادۍ ئې ترلاسه کړې۰

په دی توګه نوی انسان  د نوي فکر سره نړۍ ته راغی یعنی د خپل ځان څخه د انسان تصویراو د خپل حق په هکله یی فکر بدل شو نړی هم بدله شوه،  په دی ډول د خلکو سیاست، اقتصاد، فلسفه، حکومت، دین او هر څه بل رنګ او ماهیت ځانته غوړه کړ نوي نظام د زاړه نظام ځای او په لنډه توګه نوی انسان د زاړه انسان ځای ونیو او دموکراسي رامنځته شو، په افغانستان کې هم خلک د امان الله خان له وخته دموکراسي سره څه ناڅه آشنايي پیداکړه او همدا وخت کې د  ویښ زلمیانو غورځنګ هم را منځته شو دلته نغواړم له اصل مطلبه بلې خواته لاړشم، ځنې کسان چې ترپرونه پورې لاسونه ئې ترمټو د خلکو په وینو سرهٔ ول  نن  دموکرات شول او غواړي چې  دموکراسی ته داسې  رنګ ورکړي ترڅو د دوۍ ګتې پکې خوندي شي، افغانستان کې د لمړي ځل لپاره ټول ټاکنې وشوې و یونظام رامنځته شو داچې دا نظام د شکل لخوا هرڅه و خو د ماهیت لخوا دیوستراکثریت ملاتړئې درلود، یو څه چې دم ګړۍ ئې ډېر بحث ګرم ده هغه د هم دغه نظام د مشروعیت نه درلودلو خبرده  چې واقعاً ډېرحیرانونکې ده غواړم چې همدا موضوع وسپړم۰

قانونیت اومشروعیت څه ته وائي؟

 که څه هم دغه کلمه په عربي کې ریشه لري خو په لغت کې یو قبول شوی سیځ  یا حقانیت ته ویل کېږي او دا هغه وخت منځ را ځي چې یو لوی اکثریت د هغه ملاتړ وي او د یو نظام یا یوحکومت له ځانګړتیا شمېرل کېږي، مشروعیت هغه وخت منځته راتلی شي چې د قانون د احکاموسره برابروي، په تېروختوکې انسانانو چه خپل ترمنځ ښه نظم او اړیکې ټينګې کړې، ځینوپریکړو ته ئې غاړه کېښوده، او په دا پریکړوئې بیا دقا نون نوم کېښود، که څه هم قانون د طبقاتو د ګټوسره سم رامنځته کېدای شي، نوویلای شو چې ټولې هغه قاعدې اومقررات چه په یوه ټو لنه کی دانسا نانو تر منځ اړیکې تنظیموي، د قانون په نا مه یادېږي۰او اسا سی قانو ن دیوی ټولنی هغه سترحقو قی سند ته ویل کیږی، چه دهغه په چوکاټ اولار ښونی سره دټولنی نور قوا نین تنظیمیږی۰ اوهیڅ  بل قانون نشی کیدلای چه د اساسی قانون  سره په تقابل کی و درېږي۰  تاریخ ثابته کړې چې هېڅ یو نظام نشي کولی د یو څوکسو په خواست او خوښه جوړشي او که جوړهم شي بیا تل پاتی او بریالی نوي او کوم هغه څه چې د خلکو په خواست رامنځته کېږي هغه تل بریالی وي۰

ښاغلی ربانی د خپلې خوښې پر یو څوکسانو د (اهل حل وعقد شورا)راوغوښتله او ځان ئې د افغانستان د جمهور رئیس په حیث اعلان کړ مګر هغه د کوم قانون له مخې  مشروعیت  درلود؟؟

داسی  نور مثالونه هم د تاریخ په اږدوکې  موجود دي، په همدې اساس  کولی شو و وایو چې مشروعیت دو برخې لري یو حقیقی مشروعیت او بل تصنعی مشروعیت، حقیقی مشروعیت هغه ده چې د یو غث اکثریت چې له اتیا سلنه پورته وي او یا اکثریت ملاتړ چې همهغه پنځوس جمع یو ده  ورسره وي او اساسي قانون چې د مطلق اکثریت له خوا منل شوی  دا رأیه تائید کړي، که واقعیت کې فکر وکړو مشروعیت ورکول نظام ته د خلکو د اکثریت کار دی نه د یو څو لنډغرو، په جهان کې هم ډېر حکومتونه داسې نیمګړتیاو سره منځ ته راغلي مګر بې له دې چې د خپل نظام مشروعیت ترسؤال لاندې وېسي بیا ئې په تعقل و درایت سره هغه قوانین چې دا نیمګړتیاوې له منځه وري اصلاح کړي لاهم بشپړ قانون مندي ته ندي رسېدلي جهان کې د علم او تکنالوژي د پرمختیاسره سم ضرورت پېښېږي چې قوانین نوي شي او دا یو معمول کار ده مګر ترڅوچې قانون نوی کېږي خلک همهغه زاړه قانون ته چې نیګړتیا هم لري بشپړ درناوی لري، د بېلګې په توګه د هندوستان اساسی قانون په ۱۹۵۰زکال کې تصویب شو خو تر نن ورځ دغه قانون ۱۰۱ وارې مرمت شوی ده مګر دا پدې معنې نه وه چې هندوستان دموکراسي دې ترپختنې لاندې راشي و یا دې څوک د نظام مشروعیت ترسؤال لاندې راولي، چې داکار د ستر فرهنګ استازیتوب کوي، مګر افغانان تراوسه دې فرهنګ ته ندي رسېدلي د قدرت لېږد په افغانستان کې دا لمړۍ او نیکه تجربه وه پکار دا وه چې دا تجربه په شهامت او ملی حس په درلودلو لا هم غنی شوې وای مګر افغانانو ملي ګټې یوخواته واچولې او قومی، سیمیځي او مذهبی ګتوشا ته روان شول او بهرنیانوهم  دې تشې ته لمن و وهله او ستراختلافونه ئې را منځ ته کړل نو ځکه د افغانستان ناورین لا پسې اوږ شو۰

ملی یوالی حکومت که تقلبی رأي هم اخیستې وي بیا هم د قدرت د سوله یځ لېږد په خاطر او هم  د تر آته میلیونوخلکو د  رأیو په خاطر هېڅکله  نا مشروع نشي کېدای، پاتې شو د اساسي قانون خبر، که تعقل او درایت وای نو لازم دا وه چې دواړو مشرانو ښایسته سالاري په پام کې ساتلې وای نه [تنظیم سالاري] او [تیم سالاري] په یقین سره چې نن به په افغانستان کې په بشپړه توګه حالات ډېر سوله یځ او ښه وای مګر دلته تیم سالاري ته ارجحیت ورکړل شو او دا سبب شو چې ناورین لا پسې اوږد شي۰

تصنعي مشروعیت:

په شلمه پېړۍ کې د ټولنيځو اړیکو د وسایل د منځته راتګ سرسم سترانقلاب په تبلیغاتي برخه کې رامنځته شو، د لمړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې رقابتونه د نظامونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسی ، اجتماعي او ایدلوژیکي  برخه کې مخ په  زیاتېدو شول نو د یوخوا امپریالیزم او د بلې خوا کمونیزم د خپل سرحدونو له چوکاټه بحر با کیفیته سیاسي او ایدلوژیکې حیراونکي تبلیغات پیل کړل چې په دریمه نړۍ کې ئې سترانقلابونه را منځته کړل  په همدې اساس تبلیغاتو د «رواني جګړې» او «تبلیغاتی جګړې» په برخه کې ځانګړی ځای ومومه او نن ورځ تبلیغات چې له مطبوعاتو، ورځپانو، تلویزیون، سینما، ویدیوګانې، سپوږمکۍ، کامپیوتر، فاکسونه، موبایلونو، د ښځو لوس انځورو پرمځ اشهارات او داسې نورو برخونه عبارت دي چې نه یواځې د ا نسانانو د ذهنیت د بدلولو بلکه دغصې د پارولو او همداسې په سیاسی، اقتصادی، نظامي، فرهنګي او مذهبي برخو باندې د سلطې ټنګولو لپاره هم پراخ استعمالېږي نو مونږ نشوکولې چې د دغې پدیدې اغېز نه د  تکنالوژي په مټ انکار وکړو،  ځکه ویلی شم چې نن ورځ د مشروعیت  پیدا کولو یوه ځانګړی طریقه مدرنې تکنالوژي ته لاسرسی ده، هر څوک چې  تصویري او صوتی پروپاګنډه او هر رنګه  زور و زر په لاس کې ولري ښه شعارونه او ښکلي اشتهارات برابر او خپاره کړي  د خلکو اذهان له اصلی دریځه منحرف او حقایق تحریف یا پرې چوپه خوله پاتې شي چې د چا غوږته ونرسېږي پدې توګه  افکار ځان خواته جلب کړي او ځان او خپلو کړنوته ځانګړی ساز وباز ورکړي  نو همدغه سړی د خلکو سره د مشروعیت صاحب  کیدلی شي، یو بیلګه ئې عطا نور چې د میترا تلویزیون او یوشمیر نورې رسنۍ ئې په واک کې دي او کوم کمپاین چې عطانور شروع کړی ځان نه ئې رستم د زمان جوړ کړی او روسته د استعفا له منظوري د ولایت په څوکۍ ئې خېټه اچولې او په تشو تبلیغاتو ځانه ئې د یو سترسالار په حیثیت ساتلی او ډاکتر غنی چې نه ګوند لري او نه داړه ماره ډله د همدې تبلیغاتو تراغېز لاندې چوپه خوله پاتې او حیران ده چې څه وکړي خارجیان هم غله ته وائي غلا کوه او کور والا ته وائي وښیار اوسه۰ د ملی یو والي حکومت کمزورتیا د تبلیغاتو د خنثی کولو د تبلیغ ضد موثر تبلیغات رامنځته کول چې هم د اوضاع په حال او احوال موثر اثر واچوي خلکوته د زړه تسکین رامڼځ تکړي او په راتلونکي ئې امیدوار کړي اصلاً  وجود نلري نو ځکه دښمن د خلکو پرذهن خورا ستراثر لري، ځوانان بې لارې کوي د حکومت پرضد ئې منسجم کوي او یائې غرب ته دهجرت لپاره هڅوي ترڅو دغه کړۍ ځانته د فعالیت فضا برابره کړي یو شمیرحکومتی ادارې هم خپل مسولیتونه په درسته توګه نه ترسره کوي اویا ېې په پوره ایمانداري سره سرته نرسوي ترڅو د جعلی هویتو، مشروعیتو او ناوړه فرهنګو مخه ونیسي۰

                                                      پای