سرلوڅ مرادزی

امرالله صالح، د بغدادي پير په جامه کې!


تېره پنجشنبه د مارچ په لومړۍ نېټه ، ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځي مراسمو کې ویلي ول چې افغان سرتیري او افسران د غازي امان الله خان لمسیان او د لارې لارویان دي.
د ولسمشر غني داسې څرګندونې، امرالله صالح چې اوس يي ټول پېژني او بیا پېژند ته يي اړتیا نه لېدل کیږي قهرولی او په یوه لس ماده یزه لیکنه کې يي د غازي امان الله خان او ولسمشرغني د واکمنۍ دواړه پیرونه سره ګزو ګام کړی او د دواړو برخلیک يي په خپل حکم یو شان ګنلي دی!
دا لومړی ځل نه دی چې د غازي امان الله خان د نویتوب او مدرنیته هلوځلو او پلانونو په اړه د ولسمشرغني څرګندونې تر سقاوي نیوکو لاندې نېول کیږي او د سقاو لمسیان داسې انګیري چې ګوندې نن هم کولای شي د نویتوب او پرمختګ موخې او پلانونه د سقاو د مهال پشان په نطفه کې شنډې کړي.
وړم کال هم، احمدولي مسعود چې د خپل ورور احمدشا مسعود به نوم يي بنسټ جوړکړی، د خپل بنسټ له پتې يي ولسمر غني په دې غندلې وو چې ولسمشر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ریل ګاډي د پرانیستې په غونډه کې ویلي وو«نن په دې ډېر ویاړم چې د خپل ملي اتل امان الله خان یو ارمان مو په حقیقت بدلېږي
دا چې نن امرالله صالح د خپلواکۍ او دهېواد له ملي تاریخه د سرتېرو او افسرانو په خبرتیا ولسمشرته سپورې ستغې لیکي او پرون احمد ولي مسعود، افغانستان ته د ریل ګاډي د راتګ سره سم د غازي امان الله خان په وړاندې د سپکاوۍ کوم غبرګون ښۍ، شالید يي د سقاویانو له زړې دوسیي سره تړاو لري.
لکه څنګه چې زړو سقاویانو د هېواد وداني، پرمختیا او د افغانانو سوکالي او امنیت نه شو لېدای، لمسیان يي هم له هغه څو ځلي زیات نه شي منلای!
که زړو سقاویانو تېر مهال اماني غورځنګ او د هغه د نویتوب، مدرنیته او پرمختګ پلانونه او موخې د انګریزي جاسوسانو لکه بغدادي پير( دیوید جونز) په مرسته شنډې کړي، نن د امرالله صالح پشان د سقاو لمسیان غواړي د غازي امان الله خان د پلانونو نیمګړي فصل چې ولسمشرغني يي بشپړتوب او پلیتوب ته ځان ژمن بولي، په وړاندې لوی خنډ وګرځي!
البته نویو سقاویانو دا ځل د انګریز پرځای، د روسيي او ایران مرستو ته سترګې نیولي، د ولسمشر غني په مشرۍ د راټوکېدلي نویتوب او پرمختګ په وړاندې يي سوګند خوړلی او په ټول ځواک هڅه کوي چې له بریا مخکې يي رانسکور کړي!
د سقاو لمسیان د ولسمشر غني تګلار او اقتصادي پلانونه د امریکا او نړیوال بانک د دندو د مهال فکر بولي، کټ مټ لکه پخوانو سقاویانو چې د غازي امان الله اصلاحي پروګرامونه پردي ګڼل او د هغو د پلیتوب په مخنیوي کې يي د جهل او تورتم له لښکره ګټه پورته کړه، نن هم د نویو تګلارو په اړه د پخوانو ورته لارو او په مخنیوي کې يي د جهل او تورتم له لښکر او د لنډه غرو له مافیا ګټه پورته کیږي.
د حیرانتیا وړ دا ده، د ولسمشر غني د سیاسي تګلار او اقتصادي پلانونو په وړاندې بدیل نه ښودل کیږي، سموونکی او اصلاحي وړاندیز نشته، ټوله هڅه دا ده چې دا پلانونه افغاني ټولنې ته پردي وپېژندل شي او د غازي امان الله خان تر مهاله سل کلونه وروسته هم ټولنې ته مخکې له وخته وګڼل شي او د هغو په وړاندې ټولنه راپاڅوي!
په دې اړه امرالله صالح خپله تازه لیکنه کې «چرا شعار فصل ناتمام امان الله خان به دل ها نمي نشیند» ترسر لیک لاندې لیکي«امان الله خان د اروپا له سفر وروسته، د هغو هېوادو د پرمختګ څخه اغیزمن شوی وو. د نوموړي په فکر د افغانستان خلک په فکري ډول ډېر وروسته پاتې ول. امان الله په اجماع باور نه درلود او د خلکو د ذهنونو له سمون وړاندې يي د بنسټونو په سمون پیل وکړ. اوس اشرف غني غواړي د خلکو له اجماع پرته، په افغانستان کې هم د امریکا او نړیوال بانک د دندو د مهال فکر وکړي او په افغانستان کې د امان الله خان نیمګړی فصل بشپړ کړي»، پښتو ژباړه
که د غازي امان الله خان او ولسمشر غني د تګلارو او د خلکو اجماع په اړه نیوکه، له یوه روغ او جوړوونکي دریځ وشي چې خیر او ګټه يي افغاني ټولنې ته ورسیږي، ستونزه نشته، خو که داسې نیوکه له رنځور او د پردیو د مزدور ذهنه څڅیږي چې نه یوازې واقعیتونه سرچپه ښۍ، بلکې غواړي د داسې پلانونو او تګلارو په نیوکه ټولنه د حکومت له تګلارو او پلانو بې برخې کړي او د خلکو د اجماع په نوم د جهل او خرافاتو له لښکر ملاتړ وشي، نه بخښل کېدونکې نیوکه او عمل دی!
ولسمشر غني د خلکو اجماع ته د ژمنتیا په پار، ګټلې ټولټاکنې له عبدالله عبدالله سره نیمايي کړی. ولسمر غني فکر کاوه، که د عبدالله عبدالله ډله د اپوزیسیون او د حکومت د مخربې قوې پرځای حکومت کې راګډه شي، د حکومت کښتۍ به د ژغورنګ ساحل ته روغه ورسیږي. اوس هم په بنسټیزه چارو کې ولسمشر د افغانانو د ټولو قشرونو سره سلا کوي او په دې اړه نیوکې د نورو غرضونو لپاره کیږي چې شکر دی افغانان، ټول پرې پوهیږي او په دې اړه ځانګړي سپيناوي ته اړتیا نه لېدل کیږي.
د افغانانو د اجماع په اړه د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونه چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځې په مراسمو کې يي کړې وه، دلته رااخلم«موږ په سوله باندې ملي اجماع کوو، ځکه یقین لرو چې دا وطن سولې ته اړتیا لري او دا د لوی خدای لارښوونه ده او موږ يي تعقیبوو»
د امرالله صالح د غوږونو د پرانیستیا لپاره باید وریاده کړم، موږ د غازي امان الله خان او نورو پښتنو واکمنیو سربېره د بچه سقاو، حبیب الله کلکاني او په ۱۹۹۰ کلونو کې د برهان الدین رباني په نوم له پښتنو پرته، دوه نورې واکمنۍ هم درلودې. هلته د افغانانو اجماع په کوم حال کې او چیری وه؟ هلته د ټولنې د پرمختګ لپاره تګلار او پلانونه څه وو؟ ایا ښاغلی امرالله په دې اړه د کومې علمي تګلار او پلان درک ښودلای شي؟
دا چې د سقاو پلانونو او تګلارو افغانستان ویجاړ او شاړ کړ او د امان الله خان د نویتوب او مدرنیتې مخه يي ډب کړه او د رباني پلانونو کابل او ټول افغانستان کنډر کړ، امرالله صالح دا یوهم نه یادوي! پوښتنه دا ده، د دغه پیرد وحشتونو او بربریت په اړه، امرالله صالح د کوم ملي مصلحت په لامل چوپ دی او خوله يي ولې په امبور نه وازیږي؟
امرالله صالح خپله لیکنه کې په ولسمشر غني او غازي امان الله خان نږدې لس دغسې بې سروټه نیوکې یو بل پسې لړ کړې دي چې ټولې تکراري او په ځواب ویلو نه ارزي.
د سقاو لمسیان دغسې تکراري نیوکې هغه وخت زیاتې کوي چې څوک د غازي امان الله خان د پلانونو او تګلارو په اړه څرګندونه وکړي او یا هېواد کې د ابادۍ او د افغانانو د سوکالۍ په اړه کوم ګام واخیستل شي!
د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۴ مه
سرلوڅ مرادزی