سرلوڅ مرادزی

منظور پښتین او د پنجاب وارخطايي!

منظور پښتین چې اوس په ټوله پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشري ورترغاړې ده، څه مهال وړاندې يي له اسلام اباده څو لنډې او اسانه غوښتنې کړې وې.

په قبایلو کې د ګرځبندیز ختمول، د ښخ شویو ماینونو پاکول، د قبایلو ورک شوي ځوانان خوشې کول او برخلیک يي مالومول او په ولسي سیمو کې د پوځي عملیانو بندول.

پښتین ویلي ول، پښتانه یوخوا د پاکستاني پوځ او بلخوا د ترهګرو منځ کې د یوه پلان له مخې راګیر شوي او له دواړو لورو ځپل کیږي او دا خونړۍ لوبه باید پایته ورسیږي. هغه زیاته کړې وه، ترهګرو ته د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مرکزونو کې ځای ورکړل شوی او هلته خوندي دي.

پښتین دا هم ویلي ول، موږ د هغه چا په وړاندې په ښکاره ولاړ یوو چې پښتون قوم سره بې انصافي کوي او له عدالت سترګې پټوي، که دا د ښه یا بد طالب په نوم یادیږي، ISI ،MI ، د پاکستان پوځ او یا د امن په نوم کمیټه وي!

د غورځنګ یادو غوښتنو ټولې پښتونخوا ته چې د پنجابي ښکېلاک په لومه کې د تېرو اویا کلونو راهیسې ښکېل او بندي ده، ملکوتي سا ورکړه او له غورځنګه يي هسې ملاتړ اعلان کړ، چې ساری يي پخوا نه یوازې په پښتونخوا، بلکې په ټوله سیمه کې نه وو لېدل شوی.

غورځنګ د پنجابي پوځ او ISI نه ماتېدونکی طلسم مات کړ او د منظور پښتین دې اعلان چې د اپریل په اتمه يي د پېښور په تاریخي غونډه کې وکړ او ويي ویل«د ISI او MI نوم اخیستل مخکې ګنا وه او چا له ډاره نه شو اخیستلای، نن يی په ډاګه نوم درته اخلم او په بربنډولو او اخیستلو يی ویاړ کوم.»

دلته پښتین پنجاب ته، د خوشال بابا هغه کلام ورتازه کړ چې مغلو ته يی په خطاب کې ویلي ول:

د جهان ډېرې خبرې

لور تر لوره يي لښکرې

زړه مې نه ښوري له ځایه

غر خو هسې وي کنه

په داسې لوړه روحیه، پښتین د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اسلام اباد اتومي وسله لري، تاسو څه وایاست، وايي چې د پښتون قوم سینه خو له هغې هم پنجابي څېرې کړې ده، پنجاب تر دې زیات پښتنو سره نورڅه کولای شي؟!

د منظور پښتین په ډاګیز او څرګند پیغام او د قامولۍ او پښتونولۍ په ریښتیني کلام او هوډ سره، پښتون قوم خپلو ملي موخو ته په رسېدو کې د څو لسیزو مزل، په څو اوونیو کې وواهه او پښتین د رحمان بابا دغه کلام:

چې په یو قدم تر عرشه پورې رسي

ما لېدلی دی رفتار د درویشانو

د یوه ځیرک او لایق سیاسي درویش په جامه کې، په قومي او سیاسي ډګر کې پلی کړ!

د پښتون ژغورنې غورځنګ، لوی کمال دا دی چې پښتون قوم يي په یوه لیکه کې ودراوه. پښتون قوم کې يي د تورو سپین، کیڼلوري اوښيلوري او لرو بر توپیر ایسته وغورځاوه او ټول يي هغه خطرونو ته چې پښتون ورسره د یوه قوم په توګه مخ دی، متوجه کړل.

اوس د منظور پښتین سره ټوپۍ د پښتون قوم او ټولو افغانانو، نر او ښځې پر سر د یووالي او پیوستون په سیمبول بدله شوې ده.

برو افغانانو نه یوازې په مشرانو جرګه، ولسي جرګه او دولت کې د غورځنګ ملاتړ ته ورودانګل، بلکې د اروپا په لویه وچه، امریکا او اسیا کې میشتو افغانانو د غورځنګ په ننګه لاریونونه راویستل او د هغه د موخو په پلیتوب کې د غورځنګ تر څنګ ودرېدل.

د پاکستاني رسنیو د چوپتیا او د سکوت توطیې سره سره، نړیوالو رسنیو د پښتون ژغورني غورځنګ ملي او انساني موخې خپرې کړې او د غورځنګ د مشرانو په تېره بیا د منظور پښتین، علي وزیر او اندړ په وړاندې يي د اسلام اباد ګواښونو ته غبرګون وښود او د داسې ګواښونو د پایلو په اړه يي د اسلام اباد د واکمنو غوږونه ورخلاص کړل!

دې سره په تړاو، وزیرو قومي پریکړه وکړه، که د منظور پښتین او یا علي وزیر یو ویښته هم بې ځایه شي، یو پنجابی پوځي به هم دلته ژوندی پرېنږدي!

بلخوا د غورځنګ په ځواک، په کوزه پښتونخوا کې هغه ګونګي مشران په خبرو راغلل چې ISI او پوځیانو يي پر خولو مهرونه لګولي ول او یا دوی خپله ځانونو ته د وېرې تعویذونه تر بالښتو لاندې ایښي ول.

«محمود خان اڅکزی په سوات کی جوړی شوی غونډی ته وویل چی مونږ خو لیوني نه یوو چی د پاکستان د دومره ظلمونو څخه وروسته هم شین بیرغ راواخلو، زمونږ د میرمنو، ماشومانو، مشرانو, کشرانو، ځوانانو او پیغلو د تری تم کولو وروسته د پنجاب استبلیشمنټ دې زمونږ نه دا هیله نه لري چی ستا شین بیرغ راواخلو او پر تاپسی روان شوو، د دی لپاره بل کوم لیونی وګورۍ.

نوموړي همدا راز وویل چی تاسی مونږ ته ووایاست چی د قبایلو 1200 قومي مشران چا ووژل؟

په قبایلي سیمو کی په لسګونو زره پښتانه چا ووژل؟

چیچن، ازبک، عرب او چینایی جګړه مار چا راوستل؟

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چی پاکستان اوس د 1977کال حالت کی نه دی، اوس یې حالت ډیر خراب دی. که خپلو کړنو ته همدا رنګه ادامه ورکړي، نو خدای خبر که پاکستان روغ پاتی شي.خبریال پاڼه»

البته باید هېره نه شي، اسلام اباد هم کرار نه دی ناست. د ISI او پوځیانو څخه نیولې، د پنجابي ملایانو، امامانو، ګل خانانو او رسنیو پورې ټول په ګډه د پښتون غورځنګ په تخریب لګیا دي.

په دې تخریب کې د پښتنو په نوم ځیني ګل خانان هم ورګډ دی. په سوات کې ګل نصیب ملا، د سپین خان په نوم یو بل ګل خانی، عایشه ګلالۍ چې ځان په وزیر قوم ورګډوي او نور نور. ګلالۍ خو لا دا هم ویلي ول«د پښتون غورځنګ اوسنی ځوان او انقلابي مشر منظور پښتین د افغانستان او هند د استخباراتو لپاره کار کوي، څو ځلې يي له (را) یا د هند د استخباراتو سره کتنه هم کړې ده.»

ویل کیږي «خیبر ایجنسۍ کې د ISI جنرالانو هم د غزا ډول ته لاس واچاوه او هم یې په جوماتونو کې د جهاد اعلان وکړ، خو هیڅوک ورسره یو خای او همغږي نه شول، وروسته اړشول چې خپله ملېشه په شخصي او عامو جامو کې د عام ولس په بڼه تمثیل او ډرامې ته راوباسي»

بلخوا پر ډیورنډ استعماري کرښه، د پرنګي د لوی درستتیز پاتریک کارتر تر لمسونکي ګزمې وروسته، اسلام اباد وغوښتل پوځ کې یو شمېر کوز پښتانه ولمسوي چې ګوندې پر دې کرښه له بر افغان لورې هندي پوځیان، پاکستان سره جنګیږي، نو د خوست ولایت د ځاځي میدان پر سیمه يي پوځي یرغل وکړ چې پای يي د پنجابي پوځ ماتې او رسوایي وه او کورونه ته يي د خپلو مړو جنازې یووړې!

تر جګړې مخکې پنجابي پوځ قبایلو کې  وسلې هم ویشلې وې چې کوز افغانان له برو افغانانو او ورور د ورور سره وجنګوي.

په بله پرمختیا، په بنو کې پښتنو په وچ زور او میړانه پنجابی وحشي پوځ له سیمې وتلو ته اړکړ او په ښار کې يي د لروبر یو افغان نارې سر کړې.

اوس چې د پښتون ژغورني غورځنګ د غوښتنو څو میاشتې تیریږي او اسلام اباد يي په پلیتوب کې پاتې راغلی، د غورځنګ مشر منظور پښتین وايی، د نړیوال ضمانت او ژمنې پرته، نور د پاکستان سره خبرو اترو ته نه کيني «اوس به د پاکستان د حکومت سره خبرې هغه وخت کوو چې نړیوال يي منځگړتوب وکړي»

منظور پښتین مخکې هم ویلي ول چې که پاکستاني محکمې (اداره) د دوي د غوښتنو په پلیتوب کې پاتې راغلې، دوی به د ملګرو ملتو ټولنې ته مراجعه کوي.

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

خوشال بابا

د ۲۰۱۸ کال د اپریل ۱۹ مه

سرلوڅ مرادزی