انجنیر عبدالصبور ساپی

 

یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب

 

دریمه برخه

 

په لمړۍ او دویمې برخه کې مو د حق او د هغه اړخونه، د انګرېزانو کړنې او پښتنوسره ظلمونه، نارواوې اوهم د پښتنو بېسواد او له تمدن نه محروم ساتلو کې د انګرېزانو ستر رول او پاکستانته ئې په دې هکله سپارښتنوته د تاریخ دیوې تورې برخې په توګه کتنه وکړه، په دغه برخه کې د فخرافغان باچاخان د عدم تشدد مبارزو او د هغو پایلو دا چې څه عامل د عدم تشدد د غورځنګ د نه بریا سبب شول او پدې اړوند یوشمیر مسئلوته نظر واچول شو، اوس راځو پاتې برخې ته!

د پښتون ژغورنې موومنت یا غورځنګ PTM:

ناسیونالستي، لیبرالیستي، دموکراتیک د استعمارضد، د ظلم، اشغال ضد او د اپارتاید خلاف ملي غورځنګونه، تحریکونه، نهضتونه پاڅون او قیامونه چې په ملي مبارزوکې د تاریخ ځلانده څپرکي جوړوي په آسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې غوړېدلي او د دویمې نړۍ والې جګړې او فاشیزم له ماتې وروسته ئې قوت اخیستی او په یو ستر استعماري ضد ځواک بدل شول۰

د تاریخ هر پاڼه د نيولو، اشغلولو، استثمار، استعمار او غلامولو سترې افسانې لري چې انسان ئې په لوستو هکپک شي، چې دا څه وحشت و بربریت د خوارو انسانانو ژوند سره ئې څه لوبې شوي، د یادونې وړ ده چې اشغالګروملکونو د اشغال شوو سیمو له نارینه ونه غلام او ښځونه کنیځې جوړې کړي او د اشغال شوي ملک ټولې شتمنۍ ئې لوټ کړې دي، د خلکوسره ظلم او وحشت روا بلل کېده دا لړۍ ترتېرې پېړۍ پورې هم روانه وه، مګر د وخت په تېرېدو اوس استعمارګرو قوتو څېره بدله کړې ده او نوې تږلارې ئې خپلې کړي او مدرنه طریقه ئې غوره کړې ده، استعمارګر د خپل اهدافو د لاسته راوړو پخاطر هرظلم اوجنایت و ناروا ته لاس اچولی او په هېڅ شي صرفه نه نده کړې اونکوله ، نو ځکه ملتپالو ځوانانو د خپل خلکو او شتمنیونه د دفاع لپاره د تاریخ په اوږدو کې په وار وار په پاڅونو او قیامو لاس پورې کړی چې ډېره ئې مسلحانه قیامونه ول، لکه د الجزایر د خلکو قیام روسته له۱۳۲ کالو دفرانسې له اشغال او استعماره، د فلسطین آزادی بښونکي نهضت چې مبارزه ئې لا روان ده او په ظالمانه شکل د فلسطین د خلکو حقوق ترپښولاندې کېږي، آزادي ئې صلبېږي او د ژوند له ټولو ارزښتونو بېنوا پاتي مګر نړۍ پرې چپه خوله ده، د هندوستان د نیمې وچې استقلال غوښتونکی پاڅون ۱۹۴۶-۱۹۴۷ زکال کې ترسره شو او ننه نی هندوستان زېږنده ده، او داسې نور آزادي بښونکي نهضتونه اوغرځنګو په آسیایي افریقایي ملکو اولاتینه امریکا کې موجود ول او دي۰

څنګه چې پورته مې د پښتنو ژوند ته یوځغلنده نظر واچو چې د پاکستان فوجي واکمنۍ کې له کومو کړاونو، تېرویو، ترور او تښتونو سره لاس او ګریوان دي او په خلکو ئې ژوند تورتم ګرځولی،   پدې ترڅ کې غواړم له داسې یو غورځنګ دروپېژنم چې په بې سارې او ناببره توګه د پاکستان پدې ناتارکې راوچت شو و د پښتنو ځوانانو د علاقې محور وګرځېده، په سلهاو زره پښتانهٔ ئې په یوآواز میدانته ودانګل، داسې وتل اويه یو آواز خپل حق غوښتل د پښتون با شهامته قام د ستر او وچت فرهنګ او کلتور تجلا وه چې پاکستانۍ مېډیا د فوجیاو په دستور دنیاته ترهګر معرفي کړي ول، چې جهان ئې یودم په پښتنو قام د شوي ظلمونو لړۍ ته زیرکړ، نن ورځ د هغه ستر غورځنګ خبره کوم چې د پنجابي فوجیانو دظلم، وحشت، ترور او بربریت د دوړو په فضا کې سر را چت کړ، نن دهغه غورځنګ خبره کړو چې په تېرو اویا کلوکې پښتنو په یوه خوله یو آواز را وچت کړ، نن د هغه غورځنګ خبره کړو چې بې له تعصب و توپیر ئې ښځې، نر، زوړ، ځوان، د هرګوند او ډلې وګړي ئې د عزت په ټغر یوې نارې ته راټول کړل [پښتونته ژوندون غواړو]، نن د هغه غورځنګ خبره کړو که خدای کول د پښتنو د آزادي بیرغ به وچت په سردروکړي، دا د پښتون ژغورنې موومنت یا د PTM غورځنګ ده چې د پاکستان فوجې واکدارانو خوب ئې حرام کړی،

څرنګه چې واشنګتن پوست لیکلی لاندې عکس:

پښتنود پاکستان فوجی واکدارانو ته (ژړق / جړق) ورکړ۰ عکس د VOA  له ډیوه تلویزیونه،

دلته مقصد دخلکو له تصویر نه بلکې له هغه لیکنې ده چې واشنګتن پوست په وب پاڼه لګېدلی. پښتون ژغورنې غورځنګ هم یو له هغه په آزادي مئین غورځنګونه دې چې د پاکستاني فوج د ظلم، دهشت، وحشت او بربریت پرضد ئې چې له کلوکلو په پښتون او بلوڅو سیمو کې په لار آچولی دی د سترځوان منظورپښتون چې یا په صواتۍ لهجه منظور(پشتین) په مېړانه او مشرۍ را پاڅېدلی ده۰

هرهغه غورځڼګ چې د خلکو له منځه را وچت شي د خلکو بشپړ ملاتړ ورسره ملګری وي بېشکه چې د بریا جنډه به ئې هم وچتېږي، دا غورځنګ چې یوناڅاپه د هغه پښتون ځوان چې نقیب الله مسود نومېدهٔ او په کراچۍ کې د پولیس په ډزو کې شهید شو په داسې یو سترقوت را پاڅېد چې د پاکستان فوجي اداره او ISIئې له سختی وېرې او اندېښنې سره مخ کړل، پاکستاني استخباراتو فوراً یوڅو ګوډا ګایان چې هغه هم د پښتون قام پورې تعلق لري خو(ګلخانان(۱)) دي دَ غورځنګ پرخلاف را وچتېدو هدایت وکړه مګر خلکو لخوا ئې څرنګه چې استخباراتو ګنړه هغه سې ملاتړ ونشو او په سوشیال مېدیا کې سخت بې عزته شول، پاکستانی فوجیانو ټولو ورځپاڼو او تلویزیونوته هدایت کړي چې د دغه غورځنګ د فعالیت په هکله هېڅ خبر نشرته ونه سپاري، او دولتي کارکونکوته هدایت شوی چې د دغه غورځنګ غڼډوته دې نه ځي، که څه هم فوجیانوسخت تلاش وکړچې د دغه غورځنګ د فعالیت مخه ډب کړي مګر سره سره له ټولو مخنیویو تراوسه څوسترې جلسې په پښور، لاهور، صوات، بنو او کراچۍ په ښارونوکې د دې غورځنګ لخوا جوړې شوي چې ډېرې بریالۍ او له شور او ولولو ډکې وې۰

په پاکستان کې یو ځوان ووژل شو خو بل راپاڅېد او د یوه غورځنګ مشرۍ ته یې اوږه ورکړه، دا د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یوه مطلب سرلیک دی چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه یي خپور کړی۰

واشنګټن پوسټ لیکي: (د دې غورځنګ ځانګړتیا په دې کې ده چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان پښتانه د یوه مشترک هدف لپاره یوه خوله شوي، ورځپاڼه زیاتوي ډېر شمېر پښتانه له پاکستانه د هغو سیمو د بېرته ترلاسه کولو هیله لري چې یوه پېړۍ وړاندې برتانیا له افغانستانه جلا کړې وې.

رپوټ داهم وائي د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرمختګ په پاکستان کې دودیز پښتانهٔ سیاستوال او سیاسي ډلې هم اندیښمن کړي، ځکه هغوی اوس په سیاسي ډګر کې یو بل سیاسي پیاوړی سیال پيدا کړی).

په دغه عکس جالبه جمله لیکل شوې وېلولئ، عکس د VOAډیوه تلویزیون نه

دې عکس کې پښتانهٔ ځوانان په شوق سره په یو مبایل کې د کراچې جلسې بهیر او د منظورپښتون خبرو آورېدولو ته ناست دي چې د غورځنګ آغېز په ځوان نسل کې سرګندوي۰

دودیز پښتانه سیاستوال چې په واشنګتن پوست کې ورته اشاره شوې د زمان په دغه اساس وخت کې باید داسې تګلارې خپلې کړي چې هغه د قام او خلکو د کړاونو او زخمونو مرحم جوړشي اود پښتنو ارمانونه چې د فخر افغان باچاخان او خان عبدالصمدخان اچکزي سترو ارمانو سره شریک دي؛ پرځای شي، ترڅو د خان عبدالغفارخان او خان عبدالصمد خان اچکزی روح آرامښ ته ورسېږي۰

 

منظور پښتون څوک، اود ده ژوند ته کتنه:

منظور پشتین جنوبی وزیرستان کې په یوې روښن فکره کورنۍ کې زېږېدلی او لوی شوی ده، دا هغه سیمه ده چې د دې سیمې ټولې آزادي، مادي او معنوي شتمنۍ یا د فوج او یا له وسلوالو ډلولخوا په ګرو اخیستل شوي اویا نابود شوي دي، څرنګه چې د منظور پښتون پلار ښونکي (معلم) دنده درلوده نو ځکه دی د زده کړو خاوند دی، د ده پلار د ده په روزنه کې ستره ونډه لري، منظور وائي چې پلاربه ئې کورته میوه نه راوړه خو کتابونه به ئې رانیول او راوړل، کله چې بمبارئ زیاتې شوې او دوۍ کورنه خوشې کړل نو د ده په خبر چې پلاره ئې ترهرڅه زیات تل کتابوته په فکر کې و او ویل بې «چې هغه کتابونه ونسوزئ» نو ځکه منظورپشتین د ښې پوهې خاوند ده د پښتو ژبې سربېره په اردو او انګلیس ژبو په روانه توګه خبرې کولی شي اوتسلط پرې لري، ۲۰۱۰زکال کې چې کورنۍ ئې وزیرستان ترک کړ دهٔ خپلو زدکړوته دوام ورکړ منظور پښتون څرنګه چې دی خپله بی بی سی سره په یوې مرکه کې وائي:

په ۲۰۱۴ ز کال کې چې دی، د قبایلو د محصلینو سازمان مشر وټاکل شو، د قبایلي سیمو په ټولو محصلینو وګرځېد او یوازينۍ پوښتنه به يې همدا ترې کوله:

''ایا ژوند همداسې وي، لکه زموږ د قبایلي سیمې پښتانه چې ئې تېروي؟ ''

منظور نه یواځې خپل غم کړېدهٔ بلکې د ټولو پښتنو غم ورسره و، دده په خبر ''هغه مهال خلکو داسې فکر کاوه، چې که د بې انصافي، ګواښونو، یا سوليز ژوند غوښتنه یا پوښتنه وکړي، ښايي ووژل شي. ''

منظور پشتین وايي، په ۲۰۱۴م کال کې يې د خپلې قبیلې د ځورولو پر ضد د 'مسید ژغورنې غورځنګ ' په نامه فعالیت پېل کړد چې په همدې به د ده مور پلار ته اکثره وخت یو نه یو کس راتلو او د ده له دې فعالیتونو د لاس اخیستلو به يې ورته ویل، د ده په خبر چې وائي:

''زموږ کور ته چې به څوک هم راغلو، زما پلار ته به يې ویل، د خلکو زامنو زدکړې بشپړې کړې او اوس په لویو لویو څوکیو ناست دي، یو ستا زوی دی، چې سیمې او ستا کور ته بدي راوړي. ''

عکس لهVOA ډیوه تلویزبون نه

خونن دامریکا CNN تلویزیون وب سایت باندې د منظورپشتین تصویرلګېده لی اوتېلاندې لیکل شوی:   «د پښتنو اتل منظور پشتین د پاکستاني واکدارانو ژوند د مشکل سره مخ کړی ده» ،

منظورپښتون یو کال له کوره ځان لرې کړ نه ئې غوتل چې مور او پلارئې دخلکو له خبرو اذیت شي او یا مورپلارئې ترې د فعالیت بندولو غوښتنه ونکړي چې دی به بیا انکار ترې نشي کولی، منظور پشتین چې وپوهېد له خپله قام ئې خبره لویه شوې وه، د صوات، باجوړ، ژوب او نورو کړاو ځپلو سیمو ځوانان یې په غږ پاڅیدلي له (مسیدۍ) تیر او پښتونولۍ ته ېې ملا وتړله ‌، لر او بر یو افغان ئې د خپل ټوټه ملت دکوشیر شعار د بابا له کتابه راژوندی کړ او پسې نورو ېې هم ملا وتړ وکړ، په وروستۍ ورځ د ده احساسات او لیونۍ پښتنه مینه هله څرګنده شوه چې ملاتړو ېې ده ته د ویاړ پګړۍ په سروله او دی ورته ناجوړ ولاړ و او نه یې غوښتل نمایشي ګام واخلي  ‌ویل ېې ویاړ؛ بری دی چې ورته لا لار پاتې.

منظورپشتین خبره یې له جوماتونو او حجرو پیل کړه، تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډار ماتونکی منطق ېې دا و چې ویل ېې خلک د واکمنیو او نظامونو د پایښت لپاره په خپل مرګ غلي پاتې کیږي عجیبه ده زه  دې مرم لوټ دې شم بې عزته دې شم خو پوځ او حکومت پسې څه مه وایه ، موږ ژوند غواړو د هر وژل شوي پښتون لپاره حساب غواړو، که په هر نوم وژل شوی وي نور به د چا د پوځ او ریاست (دولت) خاطر د مرګ او بې عزتۍ په بیه نه کوو.

دی د ډېروخلکو او کورنیو د وژنو او بمباري شاهد ده، دی په خپله مرکه کې یو زړه بوږنونکې حادثې ته اشاره کوي چې په تېر اکتوبر کې دوې ونۍ مخکې د ده د بندي کېدولو منځ ته راغله، دی وائي:

یو پاکستانی سرتېری د بم په یوې چاوندنه کې و وژل شو په منطقه کې عسکري حکومت اعلان شو او ټول خلک له کورونه بهر ووېستل شول نارینه یوخوا او ښځینه بله خواته کېنول شول فوجیانو هر نارینه به ئې دښځو او کورنۍ مخکې ډباوهٔ او سپکاوی به ورته کاو، خویو ځوان هلک چې (صرع(۲)) درلودله د ده مور و پلار سترګو مخته دمره شکنجه کړ چې ځای پرځای مړ شو، منظورپښتون بی بی سي ته په خپله دې مرکه کې وائ “ وزیرستان اوس د هغو تصرف شوی ځای ده ۳۰کاله وخت ئې واخیست چې زمونږ قبایلي کسان پوشلو چې روسانو سره نه دې اسلام له پاره بلکه د امریکې ډالرولپاره وجنګېدلو۰۰۰۰۰

له مست اباسینه، تر امو پیوستون غواړو
پښتون ته ژوندون غواړو پښتون ته ژوندون غواړو

د دریمې برخې پای

نوربیا

  • (۱)هغه پښتنوته ویل کېږي چې د پاکستان د فوجیانو او پنجاب ملاتړ کړي او د پښتنوضد کسان دي خلک ورته ګلخانان وائي۰
  • (۲)صرع، د عصابو ناروغي ده چې انسان ته تشنج ، درد، او د ناسم حرکاتو سبب کېږي