انجنیر عبدالصبور ساپی

یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب

پنځمه او روستۍ برخه

په تېرو څلورو برخوکې تاریخی،سیاسی، ټولنیزاو تیوریکي مسایلو، د پاڅونو او انقلابو بریاوی او ناکاميګانې د یوې تجربې په حیث، د پښتنوناورین، دانګریزانو دسیسې د پښتنوپرضد، دپاکستان منځته راتک و عدم تشدد مبارزې بریا او ناکامي ته کتنه وشوه، اوس راځو روستۍ برخې ته۰

غورځنګ مخته پرتې ستونزې

د زورواکو او فوځواکو مخته درېدل او دهغو کړنو ته <نه> ویل دومره ساده او دهروزګار خبره نده، دا دهغه لوړو څهرو او په حق وعدالت مئینو کار ده چې د انسان او انسانیت د تحفظ لپاره په ابلوپښو د تېږو په تېروڅوکو پل ږدي او دمرګ سیوری ئې لکه چتر پرسرنیولی وي، ترڅومظلوم  د ظلم و ظالم د خونړیومنګولو وژغوري، بې له شکه چې پښتون ژغورنې غورځنګ هم په همداسې  لاره قدم ایښی چې پوځي ځورواکانو ته ئې  برداشت ګرانه خبر ده  خامخا به د غورځنګ د ځپلو او یا تضعیفولو لپاره ستر ګامونه اخلي نو ځکه پي ټي اِم باید ترهرڅه مخکی ترې ځان خبرکړي:

·        ۱- ترهر څه داهمیت خبر فوجي ادارې ته دا ده چې څنګه غورځنګ خپلو کې ووېشي، او یا ورته نوې ډلې ټپلې جوړې کړي ترڅو د غورځنګ آغېزکم کړي۰

·        ۲- د غورځنګ پرضد داسې شعارونه مصورې ډرامې، تصویرې ټوکې ټکالې برابرول پټ او برالا خپرول چې د غورځنګ مشرتابه دسپکاوي او بدنامي سبب شي۰

·        ۳-پاکستاني استخبارات به کوښښ وکړي چې خپل اجنټان دغورځنګ مشرتابه کې ځای پرځای کړي او یا له رهبري کسان ځانته جذب کړي۰

·        ۴- ځنې استخباراتی لوبې او مزاحمت د غورځنګ رهبران او کادرونه ته جوړول چې دوۍ باید په  پوره حوصله مندي سره ځواب ورکړي اودستوماني احساس ونکړي۰

·        ۵- فزیکي تهدیدونه  او وېرَونه د جوړو ډلو په مټ یا د فوج له خوا پټ او برالا، یو سترد پام وړ ګواښ ده د غورځنګ مشرانوته چې تل باید دا ټکی په پام کې ولري۰

بلوچستان کې د کلوکلو  د آزادي ِغوښتنې مبارزه روانه ده مګر د دې  مبارزې غږ نه چندان جهان ته رسي او نه په خپله پاکستان کې ئې انګازې او اثرات زیات ښکاري، هېڅ ژورنالست اجازه نلري چې دغه سیمو ته سفروکړي او یا ترې رپوټ برابرکړي په ۲۰۰۶زکال کې د نیویارک تایمز دوکسه ژورنالستان په پټه بلوچستان ته سفروکړچې له پاکستان نه ووېستل شول، «ملک سراج اکبر» یو پاکستانی ژونالست چې بلوچي اخبار ته ئې کارکاو تبعید ته مجبور شو چې اوس امریکا کې ده وائي؛ چې پاکستان کې یو نالیکلی قانون موجود ده چې وائي: «هرڅوک چې د بلوچ په هلکه لیکل کوي د ملی امنیت پرضد فعالیت کړي»  پښتون ژغورنې غورځنګ باید دې داسې فضا را منځته کېدونه په ټینګه مخنیوی وکړي خپل ارتباط د خلکو او نړۍ واله سوشیل میډیا سره ټینګ وساتي او له مدې لار خپل غږ نړیوالوته ورسوي۰

افغانستانته څه کول پکار دي:

نن ورځ جهاني سیاست د استخباراتي کړیو د معلوماتو، کشفیاتواو لوبو زېږنده ده، فعال اوبریا سیاست هغه ده، چې ښه استخباراتي شبکه واک کې ولري  ترڅو د تکنالوژي نه نيولې بیا ترهررنګه سیاسي، نظامي، ټولنیز او اقتصادي فعالیت د سيمې اونړۍ په هکله ترذره بین لاندې ونيسي کره او باوري معلومات راټول او د خپل دولت سیاسی مشر تابه په واک کې ورکړي چې د دغو معلومات په استناد سیاسی پرېکړې وشي، خو دا خبرزیات  شتمنوملکو، پاور او سوپرپاور قوتو لپاره الزامي ده مګر دا پدې معنی نده چې روسته پاتې او درېیمې نړۍ هیوادونه په تېره هغه هیوادونه چې دافغانستان په شان د سيمې په استخباراتي جګړه کې ګیرپاتې چې دغسې یوې جګړې ته نظامي قوتونه باید د استخباراتو په سترګو ځواب ورکړي، پرته له دې پوځ په یوه [ورَسته وُنکې] یا فرساېشي جګړه کې نابودېږي پوځیانوکې ناامیدي او په مشرانو بې باوري منځته راوړي۰ په خواشینۍ سره باید ووایم چې افغان دولت خپل وخت ولې ضایع کوي!  ځوانان مرګ ته ورکوي دا ورسته وُنکې جګړه ده باید د دې جګړې ريشې وټکول شي همدا اوس افغان ملي امنیت د بلوڅو آزادي بښنونکې غورځنګ له مبارزو خبر نده بلوچستان  پاکستانته د مرۍ ارزښت لري ولی باید دغه مرۍ نَه زبېښل کېږي؟

که خارجیان دې ته خنډ جوړه وي باید ورته قناعت ورکړشي، د دې لپاره چې خبره اوږده نشي د افغانستان ملی امنیت ته پکارده چې د غورځنګ ټولې کړنې  ترنظرلاندې ونیسي او اړیکې ټينګې کړي که داسې ونکړي پاکستاني استخبارات لا له وخته پدې کار پیل کړی ده، همهغه سې چې د مولانا فضل الرحمان ، مولانا سمیع الحق، لشکرطیبه، پاکستاني طالبان، داعش،  حرکت المجاهدین،  حزب الانصار، نصرت الجهاد، اونورې مذهبپالې تروریستی ډلې ئې جوړې او خپل واک کې نيولي؛  کولی شي دا غورځنګ هم واک کې ونیسي! بیابه وخت تېروي افغانستان به هم موقعه اوهم کوز پښتانه داسې دلاسه ورکړي لکه کریمیا چې وکراین له لاسه ورکړه۰

په مسئولیت سره او په زغرده وایم هرهغه څوک چې په خوله وائي ډیورند نه منو؛ دا یوه پوچه، غولونکې او بې معنی خبر ده! ځکه:

·        ۱-که موږ پدې سيموکې خپل امنیتي،سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اثراو رسوخ ونه ساتو!

·        ۲-که مونږ په دې سيمو کې قوي ګوندونه، ډلې اوعلمې ټولنې په واک کې ونلرو!

·        ۳-که مونږ پدې سیموکې ځوانانو په روځنه او پالنه چې له افغانستان سره مينه وال شي خپل مسئولیت په صحیح توګه سرته ونه رسو!

دا خیرات نده چئ افغانستان ئې دې سيموته ورکوي د ورونو قومونوسره  مرسته ده ترڅود پنجاب له ښکېلاکه خلاص شي او هم افغانستان د سیاسي، اقتصادي اوامنیتي پلوه خوندي شي، که چېرې افغان دولت دپښتنو مسئلې ته ځان متعهد او ژمن بولي او غواړي چې د پاکستان له ورانکاري او احتیاجه تل لپاره ځان خلاص کړي، د بلوڅو آزادي بښونکي نهضت  ملاتړ او په تېره د پښتون  ژغورنې غورځنګ سره  چې هم له فکري لحاظه ځوان او هم له فزیکی لحاظه ځوان با احساسه ځوانې څېرې او قوت پکې راټول شوی ده؛ په واک کې ونیسي،  البته نه په پټوسترګو بلکې د ملي امنیت مسلکي او باوجدانه کسانو ترنظر او څارنې لاندې آن د هندوستان سره په  همغږۍ کې ضروري او الزامي شرط ګڼل کېږي، دا ملاتړ سره له دې چې غورخنګ ته یوستره ستونزه پېښولی شي  مګر که کار مسلکي کسانوته په واک کې وورکړشي هر څه به سم په مخ ولاړشي اوهم غورځنګ  ته ښه ده چې له ډېرو بلاګانو خوندي  اوبریا ته  لارخلا صَوی شي۰

لرو بریوافغان یا ،،یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب،، دا هغه آوازده چی نن ورځ د پښتونخوا په غرو رغو کې د ځوانانو له خوا وچت او پنجاب ئې په لرزه راوستی ده، دې غږ سره لېوالتيا ښودل، غښتلی کول او عام کول ئې بې له شکه په پښتنو کې به ستر پاڅون رامنځته کړي او پښتانه به د پنجاب له سِتَمه وژغوري، څرنګه چې پورته مې وویل د کوزو پښتنو ژوغورل د افغانانو د ورونو قومونو ژغورل او په کل کې د افغانستان  ژوغرل دي چې هم د سیاسي هم د اقتصادي لحاظه ستر اهمیت لري، د پښتون ژغورنې غورځنګ او د[انقلاب د بریا] ترمنځ دومره لنډ واټن چې نن رامنځته شوی ده، د پښتنو په ټول تاریخ کې هم نه و راغلی، پکار ده چې لږ نورهم تلاش وشي ترڅوخلک لا یوموټی او ذهناً په بریا باوري شي، د دې واټن د لمنځه وړولو پخاطر د افغانستان ملی امنیت اود اړتیا په صورت  د هند سره په همآهنګي  په دې برخه کې څرګند او فعال رول ولوبوي۰

کمه دعدم تشدد پالیسي چې ننPTM خپله کړې او په تېربحث کې مې توضیح کړې باید وساتي، ځکه وسلواله مبارزه د یو کورني او قدرت جنګ سبب کېدی شي، دغورځنګ مشرتابه خلاقیت پورې دا هم اړه لري چې څنګه لمړی، قدم  په قدم د آزادۍ او پښتنوته د خود مختارۍ غږ، غښتلی او عام کړي ترڅو له اسلام آباد را چارپېراو د یو مخملي انقلاب په بڼه راڅرګند او بریا ته ورسوي، دغه وچت شوی آواز دظلم او وحشت خلاف تش غږ ندی، سترپاڅون د پښتنودی کولی شي پښتانه له سرهٔ تنارهٔ  نه دیو شین آسمان ترچتر خپلواکي او دعزت  دنیا کې خوندي کړي؛ له دې موقعې ګټه وچتَول د عاقلانو کاردی،  خدای بخلي باچاخان ډېرې نارې وکړې چې پښتنو ورکېږۍ که یو نشئ خونن ګورو چې د پښتنو ورکاوي ته څنګه فضابرابره ول غواړي، د همدې عیسوي کال په لمړیوکې د انګلستان د دمسلح قوتونو لوی درستيز جنرال«نیکولاس پاتریک کارتر» پاکستان ته سفرکوي او له  اغزن سیم د ډیورند په فرضي کرښه دیدن کړي او د پاکستان اقدام په دې هکله ستائي،  نن ورځ   FATA یا قبایلي سیمې په ډېره بېړې سره د روژې په مبارکه میاشت کې په یو اړخیځ ډول پرته دافغانستان له مشورې چې د ۱۹۲۱زکال تړون خلاف او د قبایلو د ارادې خلاف ظاهراً پختونخوا کې  مګر په اصل پاکستان کې ادغامېږي او د افغانستان اعلامیه په دې هکله خپلو کورنیوچاروکې لاسوهنه بولي، بیا په ۳ د جون ۲۰۱۸زکال «وانه» کې د پښتون ژغورنې مومنت یومشر،،علي وزیر،، په کورد طالبانو او کرنیلانو چاپه، پښتون پاڅون په نطفه کې خپه کولو په معنی  ده،  دا عمل خپل ذاتکې دې هغه توطئې یوه ستره برخه کېدی شي چې پاکستان د پښتنو دځپلو، ترواک لاندې راوړلو، غلامولو او په سیموئې قبضه کولو یا په یوه خبر دپښتنو د ختمولو یا [ژینوساید]  په خاطر په لاره اچولې ده، پښتانه باید وښیار وسي او لا سره یومټي شي، د FCR تور قانون هېچاته د منلو وړ ندی مګر دا پدې معنی نده چې یوتورقانون ختم او پرځای ئې بل تورپنجابی قانون نافذشي پکار وه چې قبایلو په خوښه دا کارترسره شوی وای لاکن دا د ۱۸۰زره فوج په زور ترسره کېدل پښتنوته سترزنګ د خطرګنل کېدی شي، د PTMمشرانو په ډېر درایت سره خپل دریځ چې  دپښتون ژغورنې عام شموله دریځ ده په دې هکله روښانه کړ، ښه به وي تل هم همدا دریځ وساتي، نن هغه وخت رسېدلې چې د باچاخان خان عبدالغفارخان  او په آزادي مئین ستر پښتون خان عبدالصمدخان اڅکزي آرمانونه  د پښتون ژغورنې غورځنګ په وجود کې غوټۍ وکړي او پښتون قام سره یوموټی یو قدم او یو آواز شي او د غلیم په خوله لکه تندرګذارشي، دا به د پښتون ژغورنې ته سترګام  او پنجاب  د ناورین وار وي هم به د پنجابي ترهګرۍ له شره  افغانستانته د تل لپاره د خلاصون لار شي که افغانستان پدې هکله رغنده ګامونه وچت کړي۰

یوشور پښتنخواکې دظلم او د حساب راغلی

خاموش یو ترکله، په کلومو سېلاب  راغلی

دا ژوندبه تېرېږي ترڅوهسې پردوپه عتاب

پاڅئ پښتنو چې وخت نن د انقلاب  راغلی

                                                                                  [ساپی]

پای

https://www.facebook.com/Shamshadtvnews/videos/1049330228553558/

یوقدم یو آوازانقلاب انقلاب شعار

اخځلیکونه

·         (۱) دچین تاریخ د «شسنوژان» لیکنه او د ،،محمد پارسي پور،، ژباړه د بین الاقوامي سیاسي چارو سترڅېړونکي ملک ستیز له یادښتو نه۰

·         ۲- مرورکوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیهٔ پشتونستان ، لیکوال: عتیق پاڅون۰

·         ۳-حق یعنی څه؟ لیکوال نجی الله قاسمی ۱۳۸۴ل کال۰

·         ۴- عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره، د احمد تکل خپرونه آزادۍ رادیو۰

·         ۵-د منظور پشتین مرکې له  بی بی سي تلویزیون سره۰

·         ۶-ډیوه تلویزیون عکسونه ترلاسه شوي اونوربرېښنائي ماخځونه۰

·       