سمیع الله خپلواک

ولسمشره ! هلمندیان انصاف غواړي



جلالتماب ولسمشره! هلمندیان له ډېر بد حالت څخه تیریږي. یوه ناوړه جګړه ورباندې تپل سوې ده. د ولسوالیو لارې یې بندې دي. زراعت له منځه تللی دی. بې روزګاري اوج ته رسېدلې ده او حتی غربت خلک دومره ځپلي دي، چې هر سهار ډلې ډلې خلک د سرې میاشتې، کډوالو چارو ریاست او نورو اړونده موسسو مخې ته ناست او خیراتونه غواړي.

په دې کې داسې خلک هم سته، چې په خوا به په خپلو زمیندارۍ کې بوخت وو او خپل اولاد ته به یې ډوډۍ پیدا کوله؛ خو نن د جګړې له وجې هرڅه ورڅخه پاتې دي. د جګړې په برخه کې تا نه ملامتوو، ځکه چې دا جګړه د هېوادونو او د نړۍ د استخباراتو جګړه ده. هو! یو شمېر بې کفایته چارواکو هم خپله دنده په اېماندارۍ سر ته نه ده رسولې. ستاسو د حکومت په راتلو سره دوه لوی بدلونونه تر سترګو سول، چې په محاکمو او څارنوالیو کې لازم اصلاحات وو؛ مګر د عدالت کور (د عدلیې ریاست) د دې پر ځای چې د هلمندیانو لپاره عدالت او انصاف په کې وسي، د بې عدالتۍ، ظلم او فساد په مرکز بدل سوی دی.

د هلمند د عدلیې ریاست رییس محمد طیب د کرزي صیب له حکومت څخه په نوموړي ریاست پاتې دی. تر دې مخکې یې پلار د دې ریاست چارې مخته وړلې. د عدلیې رییس د عدالت په نامه هېڅ نه پېژني او هغه په هلمند کې دومره بد بګرونډ لري، چې دا سپېڅلی ریاست د ده له نامه سره هېڅ نه ښايي. هغه یو ظالم او ټوپکمار کس دی.

یو ځل یې د والي ګلاب منګل په وخت کې د خپلو نږدې تربرونو سره جګړه وکړه او کوم کس یې چې و واژه، هغه یې له مرګ وروسته په موټر پسې وتاړه او کشاوه یې. دا موضوع ټولو هلمندیانو ته معلومه ده. د دې ترڅنګ دوه کاله مخکې کله چې فضل سلطان د استناف څارنوالۍ رییس و، هغه یو ځل له ژورنالیستانو سره یو ځای ښځینه محبث ته د لیدنې لپاره ولاړ.

په محبث کې یوه زنداني ښځه د څارنوالۍ رییس ته وايي، چې تاسو د انصاف په نامه څه پېژنئ؟ زما په ګېډه ماشوم دی او ستاسو د عدلیې رییس طیب خان راسره دغه ناوړه کار کړی دی. په دې موضوع ځینې ژورنالیستان هم خبر دي. فضل سلطان ساپي محمد طیب را جلب کړ او د دې موضوع په اړه یې ورڅخه پوښتنې وکړې. هغه رښتیا هم دا موضوع ډېره جدي تعقیبول غوښتل. له دې څخه وروسته د ولسي جرګې غړی معلم میرولي فضل سلطان ساپي ته ورغئ او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې موضوع کې د عدلیې رییس ډېر بدنامه کیږي، نو ستا څخه هیله کوم، چې دا موضوع رسمي نه کړې.

حتی له ساپي سره د دغې ښځې ویډیو هم وه، چې هغې دغه خبرې کولې. د دې ترڅنګ نوموړي رییس په کارېز سیمه کې تر زر جرېبه ډېره ځمکه غصب کړې ده او ټولو هلمندیانو ته معلومه ده، چې په خپل ریاست کې یې کوچنی اطاق جوړ کړی دی او یو شمېر خلک هلته بندیانوي.

کله چې د دوه کسانو تر منځ ستونزه وي او هغه ته ورځي، نو د هغه چا په حق فیصله کوي، چې پیسې ورکړي. یعنې په فساد کې ښه نوم لري. په دې شپاړلسو کلونو کې ډېرو والیانو هڅه وکړه، چې له دندې یې ګوښه کړي، خو وس یې نه دی پرې رسېدلی. هغه د بېلا بېلو نومونو څخه استفاده کوي او خپله څوکۍ ساتي. کله د مجاهد په نامه او کله د قوم په نامه ډله جوړوي. حتی والیان چلنجوي. تاسو د هلمند له تېر والي حیات الله حیات څخه پوښتنه وکړئ. هغه ډېره هڅه کوله، چې له دندې یې ګوښه کړي؛ خو ونه توانېده.

جلالتماب ولسمشره! که تاسو د دې خبرو د ښه ثبوت لپاره پلټنه کول غواړئ، نو فضل سلطان ساپی چې اوس په کابل کې د لویې څارنوالۍ د درنو جرمونو د عدلي او قضايي مرکز نوی عمومي رییس ټاکل سوی دی، در وغواړئ. نورې خبرې بیخي پرېږدئ، یوازې د زنداني ښځې کیسه ترې وغواړئ او قسم پرې کېږدئ، چې حقیقت به وايې. که هغه په خپله خوله درته اقرار ونه کړ، نو بیا زمونږ خبرې بې ځایه وګڼئ.

محترم ولسمشره! د وخت د یوه ولسمشر په توګه د هغې زنداني خور د پت پوښتنه چې ونه کړې، د قیامت په ورځ به خدای تعالی د دې حساب درسره کوي. په نورو ادارو کې که فساد او ظلم وي، نو ګذاره به وسي. خو د عدالت په کور کې چې انصاف نه وي، نو خلک چېرې لاړ سي او چاته وژاړي؟