د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډې کمیټې نوبتي ناسته ترسره شوه.


نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د میاشتې ۱۸ نیټه چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون د میاشتې ۸ نیټې سره سمون خوري د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډې کمیټې ناسته د
محترم انجینر نظر محمد په مشرۍ په داسې حال کې چې د افغانستان د ترقۍ ګوند مشر محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل هم برخه درلوده په کابل ښار کې ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د تیرې ناستې د سپارښتنو په تعقیب د محترم عبدالجبار قهرمان سره د شو
یو موافقو فورمول بندۍ په اړه اوږدې او هر اړخیزه خبرې وکړې چې په پایله کې د پنځو مادو په ترڅ کې د رایو په اتفاق هوکړه لیک تصویب کړ چې د مصوبی بشپړ متن به په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له لارې د وطن ګوند د غړو او مینه والو د خبرتیا په موخه خپور شي.

همداراز د غونډې ګډونوالو د وطن ګوند د غړو ګډ بهیر سره د محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل په مشرۍ د افغانستان د ترقۍ ګوند بشپړ یوځای کیدل یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د وطن ګوند د غړو د یووالي او همغږۍ د لا پیاوړتیا په لور یې بل ارزښتناکه ګام وباله او پریکړه وشوه چې دغه اقدام دې د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې خپور شي.

همدارنګه په غونډه کې له هیواد څخه بهر د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډ جوړښت د رامنځته کیدو په اړه لکه چې د دې ګمیټې د ۱۳۹۶ کال د مرغومي د میاشت په ۲۲ نیټې په اعلامیې او طرزالعمل کې ورته اشاره شوې او همدارنګه د روان کال ګډې پالټاکي ناستې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره ټول اړخیزې خبرې وشوې او په پایله کې په بهر کې میشت یو شمیر ملګري د حوزو او هیوادونو په تفکیک سره په نښه کړل او پریکړه وشوه چې په بهر کې د پوهاوې ګډ جوړښت رامنځته کیدل او ورسره د ګډې کمیټې پریکړه د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې د وطن ګوند د غړو او مینوالو د خبرتیا لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې نشر ته وسپارل شي.

د غونډې برخوالو د پوهاوې ګډ بهیر د لا خوځښت او غښتلتیا په اړه هم ټول اړخیزې خبرې وکړي او پریکړه وشوه چې د هغو سیاسسي جوړښتونو او انفرادي شخصیتونو سره چې له مونږ سره ګډه مخینه(ګذشته) او لیدلوری لري د تماسونو سلسله جاري وساتل شي او د ځانګړې مشخص کاري پلان په ترتیبولو سره دا بهیر ګړندی او د پایلو څخه یې د ګډې کمیټې راتلونکو ناستو کې یې راپور وړاندې شي.
باید یادونه وشي چې د ګډې کمیټې په بلنه په نننۍ غونډه کې بهر میشت ملګرو جمشید پایمرد او کبیر کمال چې هیواد ته راستانه شوي دي هم برخه درلوده. غونډه د هیواد د سوکالۍ او ښیرازۍ په هیله د بشپړ یووالي په فضا کې پای ته ورسیده.

و من الله توفیق

اجلاس نوبتی کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن تدویر یافت

 

امروز جمعه مورخ ۱۸ جوزای ۱۳۹۷ هجری شمسی که برابر است با ۸ جون ۲۰۱۸ میلادی اجلاس مشترک تفاهم اعضای حزب وطن به ریاست محترم انجینر نظر محمد در شهر کابل در حال تدویر یافت که محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل ریس حزب ترقی افغانستان نیز در ان اشتراک ورزیده بود.

شاملین اجلاس به تعقیب سفارشات جلسه قبلی روی فورمول بندی مطالب توافق شده با محترم عبدالجبار قهرمان بحث و تبادل نظر نموده و انرا به اتفاق ارأ در قید پنج ماده به تصویب رسانیدند که مصوبه کمیته مشترک در زمینه بطور جداگانه نیز از طریق رسانه های جمعی به اگاهی اعضا و هواخوان حزب رسانیده خواهد شد.

اجلاس مشترک همچنان روی پیوستن حزب ترقی افغانستان تحت رهبری محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل با پروسه مشترک تفاهم اعضای حزب وطن دست اورد بزرگ دانسته و انرا گام ارزشمند دیگر در جهت تحکیم هرچه بیشتر وحدت و همبستگی اعضای حزب وطن پینداشتند و فیصله به عمل امد تا این اقدام در چوکات اعلامیه مشترک جداګانه از طریق رسانه های اجتماعی به اګاهی اعضا و هواخواهان حزب رسانیده شود.

همچنان در اجلاس، روی ضرورت ایجاد نهاد مشترک اعضای حزب در خارج از کشور، با درنظر داست تاکیدات اعلامیه و طرزالعمل مصوب ۲۲ جدی ۱۳۹۶ کمیته مشترک تفاهم و سفارشات جلسه مشترک تاریخی ۱۴ ثور سال روان پالتاکی بحث همه جانبه صورت گرفت و در نتیجه تعداد از رفقا مقیم خارج به تفکیک حوزه ها و کشور ها تعین و فیصله به عمل امد تا تصمیم اجلاس و ایجاد نهاد مشترک تفاهم در خارج از کشور طی اطلاعیه جداګانه از طریق رسانه های اجتماعی به اگاهی اعضا و حواخوهان حزب رسانیده شود.

شاملین اجلاس به منظور تحرک و نیرومندی بیشتر پروسه تفاهم، پیگری تماس ها و تفاهمات با ساختار ها و شخصیت های که با هم گذشته و دیدگا های مشترک داریم امر ضروری پنداشته و ظیفه سپردند که با طرح پلان مشخص، کار تشدیدی صورت گرفته از نتایج به جلسات اینده گذارش ارایه گردد.
متذکر باید شد که در جلسه امروزی بنا بر دعوت کمیته مشترک تفاهم، رفقا هر یک جمشید پایمرد و کبیر کمال که از خارج به کشور برگشته اند نیز اشتراک ورزیده بودند. جلسه به دعائیه خیر و سعادت کشور کار خویش را در فضای همبستگی کامل به پایان رسانید.

و من الله توفیق

تذکر و یاداشت ضروری :
تصامیم اجلاس امروزی تاریخی
۱۸ جوزا ۱۳۹۷ کمیته مشترک تفاهم که بطور فشرده طی خبرنامه انعکاس یافته است تفصیل ان بطور جداگانه در چوکات مصوبه، اعلامیه و نیز اطلاعیه ترتیب و تصویب گردیده که بزودی از طریق رسانه های اجتماعی غرض اگاهی اعضا و هواخوان حزب بنشر میرسد.