:

سرلوڅ مرادزی

طالبانو سره اوربند، د افغانانو د خوښۍ اوښکې وبهولې!

.

په یوه وېډیو کې چې د «کابل ټکی کام» په مټ خپره شوې، په کندهاري ویینګ(لهجه) د سولې یو ارمانجن ځوان په ژړا او چیغو طالبانو او د هېواد پوځي ځواکونو ته سوال او زارۍ کوي چې «جنګ بند کړۍ او سوله وکړۍ. نوموړی وايي څلور زامن مې دي ټول قتل شي، خو چې ستاسو جوړه او سوله وشي»

په ژړه غوني غږ، د دغه ځوان د روغې جوړې او سولې سوال ته، داسې افغان نه شي موندلای چې ونه ژاړي او اوښکې توی نه کړي!

د اوربند او دایمي سولې په اړه د ټولو افغانانو د زړه غږ یوشان دی، ټول د سولې ارمانجن دي او تر خوراک او څښاک مخکې سوله غواړي!

د افغانانو همداسې تندې او هیلې ته په درناوۍ، د هېواد ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې میاشت له ۲۷مې د اختر تر پنځمې او پرون يي تر نا مالوم مهاله طالبانو سره اوربند اعلان کړ. طالبانو هم چې سینه کې افغان زړه لري او ځان د افغانانو په دردونو او کړاوونو دردمن بولي، د ولسمشر غږ ته هرکلی ووایه، د اختر درې ورځې يي اوربند پلی کړ او تمه ده چې دا اوربند لاپسې وغځیږي او په پای کې هېواد ته دایمي سوله راوړی!

د اوربند په اړه د افغانانو خوښي او خوشالي هیڅ حد نه لري. په تېرو څو لسیزو کې دا لومړی کوچنی اختر دی چې افغانان يي بې جګړې تېروي او د اوربند له برکته د جګړې د تورې او اوږدې څمڅې په بل سر کې د سولې د رڼا څرک ویني.

د کندهار ۵۰ کلن خوږه پخوونکی شمس الدین د خپلو دوه زامنو سره خوږه پخوي، وايی کله چې ما د اوربند په اړه د دواړو لورو او خلکو خوښۍ ولېده، هیڅ باور مې نه راته او له ډېرې خوښۍ مې کړايي وسوځید او اوبو ته مې وغورځاوه. همداراز فیض الله د کندهار د هوايي ډګر سرتیری، وايی خپل کلي ته شپږکاله وروسته ولاړ.

د ننګرهار د خوګیاڼو په میمله کې ولس، سرتیري او طالبان چې ګاډي کې ګډ سپاره دي، وايی چې دا اختر غبرګ اختر دی او موږ ټول سوله غواړو.

د طالبانو سرګروپ (زرقاوي) وايی په کامې ولسوالۍ کې مو شیریخ وخوړ او په ټوله لار ځای پرځای راته د سرتېرو لخوا هرکلی او د اختر مبارکۍ وویل شوه.

د اختر په دوهمه ورځ هم  ولسمشر غني په خپله وینا کې د اعلان شوي اوربند ملاتړ وکړ او ویې ویل، «څو ورځې مخکې چې د اوربند لپاره يي امادګي نیوله، اکثرو شک درلود او فکر یې کاوه چې اول به طالبان دا ونه مني، بل به دا څنګه عملي کېږي؟ خو له اوربند سره دا شکونه او ابهامات ختم شول او همدارنګه له اوربند سره د ډېرو سیاسیونو او تحلیلګرانو فرضیې غلطې ثابتې شوې»

همدا راز ولسمشر زیاته کړه« د افغانانو دغه ابتکار ثابته کړه چې استثنايي خلک دي او ډېر هغه کارونه چې په نوره نړۍ کې ناممکن دي دلته واقع کېدای شي.»

د اوربند او سولې په اړه، له بده مرغه ځینې کړۍ اوس هم دې بهیر ته د شک او دښمنۍ په سترګه ګوري او وايي چې په دې اړه ملي او نړیواله اجماع نشته. له دې ډلې یو هم امرالله صالح او بل يي عبدالرب رسول سیاف دی. ځینې دا هم وايي« فریب نخورید، اتش بس بهانه است. هردوطرف جنگ را پشتون ساخته اند، هم طالب و داعش پشتون است و هم حکومت در اختیار پشتونها! در این میان فقط دیگر اقوام به نابودی کشانیده شده اند، افغان پيپر»

د خبرې رسنۍ جمهور، د رپوټ له مخې امرالله صالح وايی« ما آگاهی از بحث ستراتیژیک، منطقوی و دلایل اجماع جهانی مبنی بر اینکه به یک بارگی طرفدار آتش بساند نداریم. او با طرح 13 نکته و پرسش درباره آتشبس کنونی در کشور، نسبت به آن به دیده شک و تردید نگریسته است.»

امرالله صالح دا هم زیاتوي« همین اکنون سخن از سه پرچم و سه بیرق است. بیرق ملی که از آن دولت دفاع میکند و حرمت میکند. پرچم طالبان که از آن نیز با سلاح حراست میشود. استفاده از پرچم مخلوع حکومت مجاهدین نیز به عنوان نماد ضد طالب در حالت گسترش است، دا لیکه ما پنډه کړې ده»

بل پلو سیاف هم وايي «د دواړو لوریو تر منځ پر شوي اوربند خوښ نه یم ، طالبان باید به سملاسي توګه وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي. کابل ټکی کام»

خو ولسمشر غني وايی« د سولې په اړه په ملي کچه اجماع موجوده ده» او زیاتوي«د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتي افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دي. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوي. په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دیني علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړي دي.»

خو د اوربند او سولې په اړه د امرالله صالح او نورو مخالفینو د ادعا په توپير، نړیواله اجماع هم شتون لري.

د علماوو نړیوالي ټولني (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين) «د افغانستان اوربند ملاتړ وکړ، هغه یې یو مبارک اقدام وباله. او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل چې افغانستان کې د سولي او امن لپاره دې دا اوربند تر سولې پوري وغځوي او دا یې موجوده وخت کې د افغانستان لپاره خورا مهم بللی دی

د دې ټولني مسوول شیخ علي محيي الدین القره داغي له دولت او طالبانو په ټینګار غواړي «دا اوربند باید په سوله بدل کړي، کابل ټکی کام»

بلخوا اروپايي ټولنې، امریکا، برتانیه او د ملګرو ملتو ټولنې ټولو په یوه غږ له اوربند او افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی.

د امرالله صالح د دې غولوونکې ادعا په اړه چې وايی«چرا هیچ یک از شخصیتهای مهم و مطرح حوزه ضد طالبانی در جریان جزییات این آتش بس قرار ندارند؟ او یا د نوموړي د دې ادعا په اړه چې وايي «همین اکنون سخن از سه پرچم و سه بیرق است. بیرق ملی که از آن دولت دفاع میکند و حرمت میکند. پرچم طالبان که از آن نیز با سلاح حراست میشود. استفاده از پرچم مخلوع حکومت مجاهدین نیز به عنوان نماد ضد طالب در حالت گسترش است» د سولې شورا مشر کریم خلیلي وايی«د طالب مشرانو سره مو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي، په کراتو د جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا له خوا هم دا اعلان شوی، چې مونږ یوه باعزته سوله غواړو، د طالبانو تسلیمیدل نه غواړو، په کراتو مو ویلي، هرڅوک چې، د طالبانو د تسلیمیدلو شعارونه ورکوي، هغوی ورته لاره ورکوي، مونږ د دواړو غاړو عزت غواړو، که هغوی د کوټه سنګي د پل په ساحه کې د ټوپک پرته خپل بیرغ اوچت کړي، ایا دا کوم برترې ده، زه په دې باور یم چې دا حق ورکړو هرطالب چې د طالبي جنګي سیاست یا د جنګي سیاست څخه لاس واخلي، خپل بیرغ که په هرځای کې پورته کړي، مونږ باید پرې اعتراض ونه کړو. په کابل کې ټول سیاسي جریانونه خپل خپل بیرغونه لري.»

امرالله صالح د «پرچم مجاهدین در حالت گسترش است و شخصیتهای مهم و مطرح حوزه ضد طالباني» له لمسوونکو ادعاوو وراخوا، خپله ۱۳ ماده یزه لیکنه کې نورې ادعاوې هم عرضه کوي او زیاتوي« من اطلاع دارم که مردم با ناامیدی از روش دولت خود تلاش به مسلح شدن و مقاومتهای مردمی دارند»

اوس نو خبره ښکاره شوه، د اوربند او سولې په وړاندې امرالله صالح  او هغه ته ورته کسان لکه ضیا مسعود به په شمال کې اسلامي جمعیت او نورو ډلو ته وسلې ویشي او د دوی په ژبه« مقاومت های مردمی!» ته به هڅول کیږي او بلخوا ننګرهار کې به د سولې نور دښمنان د اوربند په مهال عام ولس وژني. دا ځل به جمعیت شمال او داعش به ختیځ او سویل کې جګړه مخ ته وړي.

خو دواړه ډلې باید وپوهیږي افغانان به په دواړو جګړه مارو ډلو بریالي شي او دایمی سوله او امنیت به خپل کړی.

د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی