F

سرلوڅ مرادزی

په شمال کې ګډوډۍ ته څوک لمن وهي؟

F

داسې ښکاري چې یو شمېرطالبانو سره د افغان دولت د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو خبرې چې په وروستیو کې يي نوې بڼه او تمه پیداکړې، شمالټلواله وارخطاکړې او غواړې دا ځل بیا د روغې جوړې او سولې بهیر، په نويیمه لسیزه کې د ډوکټور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې پلان پشان، سبوتاژ کړي.

هغه مهال هم ټلوالې د هېواد شمال کې بغاوت پیل کړ، د مرکزي حکومت د سولې او روغې جوړې پلان يي شڼد کړ او هېواد يي داسې لوی ناورین ته ټېل واهه چې په بېلا بېلو بڼو تر ننه ادامه لري!

بېځایه نه ده چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د وژنې د لومړي تلین په مراسمو کې چې کابل کې ترسره شول، د اسلامي جمعیت مرستیال او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود ویلي ول« دا اوس چې په شمال کې زیاتره ډلې جګړه کوي، په جمعیت پورې تړلې دي. هغه ډلې چې په فاریاب یا جوزجان کې جګړه کوي یا په جمعیت او یا هم په جنبش پورې تړلي دي، BBC»

امریکا غږ سره په دې تړاو، ضیا مسعود دا هم زیاته کړې وه«که تنها طالبان عامل بر هم زدن امنیت و ثبات در افغانستان نبوده، بلکه به گفتۀ وی، بیشتر گروه های مسلح مخالف دولت در فاریاب و جوزجان، اعضای وابسته به حزب جمعیت اسلامی یا جنبش اسلامی اند»

د ضیا مسعود خبرې هغه مهال سرسري وګڼل شوې او زیات ارزښت ورنه کړل شو، خو په شمال کې د پېښو وروستۍ پرمختیاوې ښۍ چې اسلامي جمعیت نه یوازې خپله د مرکزي حکومت، اساسي قانون او نظم په وړاندې جنګیږي، بلکې د دوستم اسلامي جنبش او د محقق په سرخېلۍ یو شمېرهزاره هم لمسوي او د دولت په وړاندې يي وسلوالو شخړو او جګړو ته هڅوي!

جمعیتیان نه یوازې د مرکزي حکومت په وړاندې چې د حکومت غوړه برخه هم دوی جوړوي، د پرلپسې چلوټو مسولیت پرغاړه لري، بلکې د یو شمېر ازبیکانو او هزاره وو د لمسون ګنا هم د دوی ترغاړې ده.

که په ۱۹۹۲ کال کې اسلامي جمعیت او نظارشورا د احمدشا مسعود په سرخېلۍ د جبل السراج په تړون کې، پورته یادې ډلې د هغه مهال مرکزي حکومت په وړاندې بغاوت ته ولمسولې؛ نن مهال د اسلامي جمعیت اجراییوي مشرعطامحمد نور او مرستیال يي ضیا مسعود، د محقق او دوستم سره په ګډه د ترکيي په انقره کې ورته دنده لوبوي.

۲۶ کاله وروسته، زاړه لوبغاړي تقریبآ په زړه او ورته سناریو د مرکزي دولت په وړاندې بیا بغاوت ته لمن وهي او وسلې ته لاس اچوي.

دا ځل په فاریاب کې د دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري، د ۱۹۹۲ کال د بغاوت د پیلګړي جنرال مومن په دریځ کې لوبول کیږي او تر شا يي همغه زاړه کفنکشان او سړیخواره ولاړ دي!

د جولای په درېیمه د افغانستان د ملي نجات په نوم ټلوالې چې په سر کې يي عطا محمد نور، رشید دوستم، محمد محقق، صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود ځای لري اعلامیه خپره کړې؛ هغې کې ویل کیږي چې د مرکزی حکومت لخوا د قیصاري نېونه (چې شمال کې نوموتي ډاکو دی)، دوی ته د منلو وړ نه ده. دوی همدارنګه حکومت ته ګواښ کړې چې نوموړی ازاد کړي، ګني دوی به په ټولو ولايتونو کې پراخه لاريونونه وکړي او ګډوډي به رامنځته شي. قیصاري څه مهال وړاندې په یوې ویډیو کې د فاریاب والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی وو چې که جمعه بازار سقوط شي او کسان یې طالبان محاصره کړي، نو دی به ټول چارواکي ووژني. نوموړي همداراز ولسمشر محمد اشرف غني ته خاین هم ویلي وو او تر دې وړاندې يي د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تورن شوی.

امنیتي چارواکي وايي« قیصاري وړاندې هم غیر قانوني کړنې کړې، خلک یې ځورولي او یوه میاشت وړاندې یې د فاریاب نظامي مسوولان په مرګ ګواښلي وو.

همداراز ویل کیږي قیصاري سلګونه ناقانونه وسله وال لري او وړاندې يې هم څو ځله دولت د نیولو هوډ کړی وو، خو بریالی شوی نه وو،BBC»

د نجات ټلوالې د اعلامیې سربېره، دوستم په یوه جلا خبرپاڼه کې هم خبرداری ورکړی وو چې د قیصاري په نیونې سره به شمال کې نارضایتي ډېره او د ټاکنو په ګډون به د دولت ټول پروګرامونه د ننګونو سره مخ شي چې پړه به یې بیا د خبرپاڼې په وینا د همدې کړکېچ زېږوونکو پرغاړه وي.

اوس پوښتنه دا ده، داسې لنډه غر چې د حکومت لخوا د قانوني پوښتنې او ګرویګنې لاندې نېول کیږي، له هغه څخه په ملاتړ کې ولې یوه ټلواله چې ځان د «افغانستان د ملي نجات جبهه» هم بولي، دریږي او حکومت ته ګواښ کوي چې که نوموړی تر پوښتنې ګرویګنې مخکې خوشې نه شي، دوی ته د منلو وړ نه ده او ګډوډي به رامنځته شي! او یا دا چې دوستم ګوتڅنډنه کوي چې د یوه کس (قیصاری) په نېونه او له هغه څخه په ګرویګنه به د ټولټاکنو په ګډون د دولت ټول پروګرامونه د ننګونو سره مخامخ شي.

په عمل کې د ټلوالې همدغې اعلامیې او د دوستم څرګندونو د قیصاری ملاتړو لنډه غرو ته لار اواره کړه چې نن د جولای په څلورمه، د فریاب ولایتي ودانۍ ته ننوځي، ودانۍ يي وسوځوي او هلته ټوله شتمني او اسناد چورکړي!

اوس د افغانستان ملي نجات په نوم ټلواله او رشید دوستم، د روانې ګډوډۍ له پایلو ځان نه شي ژغورلای او د قیصاري تر څنګ  دوی هم د ګډوډۍ او بغاوت دروند مسولیت پرغاړه لري.

د تاند بریښناپاڼې د خبر له مخې په ورته بله پېښه کې، افغان کمانډو ځواک د هېواد په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې یو مشهور لوټمار، نادرشاه، ونیو او لاس تړلی یې کابل ته راوست.

ویل کیږي چې ښاغلی نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازې، مېرمن فوزیې کوفي، ورور دی چې د لاجوردو او زمردو په ناقانونه کیندنو او قاچاق تورن دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ډاکتر رمضان بشردوست هم په خپله فیسبوک پاڼه د کمانډو ځواک له خوا د نادرشاه نیول تایید کړي دي.

ښاغلي بشردوست لیکلي، «زړورو کمانډویانو د بدخشان د لاجوردو او زمردو د قاچاقچي لاسونه ولچک کړل او کابل ته یې را انتقال کړ. نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د وکیلې فوزیه کوفي ورور وو.»

دلته به هم شمالټلواله سبا ته لاریون راباسي او د نوموړي لنډه غر د خلاصون غوښتنه به کوي او که نه د بدخشان ولایت ودانیو ته به اور اچوي!

د شمال روانو پېښو، د شمالټلوالې دا ادعا چې له کلونو راهیسې يي کوله او هغه دا چې ګوندې مرکزي حکومت شمال نااراموي، سرچپه وښوده. خپله شمالټلواله شمال نااراموي او پړه يي پر مرکز ور اچوي.

د هېواد د شمالي ولایتونو په پرتله، په سویل او پښتنو سیمو کې د طالبانو په لاس زیاته مرګ ژوبله هم ښۍ چې شمالټلواله د ISI  سره په پوهاوي کې یو شمېر طالبانو سره په ګډه داسې توطیه پرمخ وړي. که نه څه مانا لري، طالبان چې د شمالټلوالې په ادعا پښتانه دي، خو بیا هم زیاته د پښتنو سیمه ویجاړوي او ډیری پښتانه وژني، په داسې حال کې چې شمال په نسبي توګه د طالبانو له ناسوره خوندي دي. دلته هم شمالټلواله تر بوسو لاندې اوبه تېروي او له هغه پټ اېتلاف څخه چې د پښتون قوم او پښتنو سیمې د ویجاړۍ لپاره يي د ISI او یو شمېر طالبانو سره کړی، ځان بېخبره نیسي او برعکس دلته هم مرکزي حکومت د ISI او خپلو ملګرو طالبانو سره په ملاتړ او مرسته تورنوي.

په پښتنو سیمه کې د یو شمېرطالبانو په لاس د جګړې وروستی شدت د ISI، شمالټلوالی او یو شمېر طالبانو ترمنځ د کوم سیاسي پروتوکول شتون څرګندوي!

په کندز ولایت کې هم کله کله د جګړې شدت د داسې ایتلاف په شتون دلالت کوي.

که څه هم له بده مرغه ۲۶ کاله وروسته په شمال کې افغانان بیا د یو څو لنډه غرو په لاس د ورته برخلیک سره مخ کیږي، خو لنډه غر باید وپوهیږي چې اوس هغه مهال نه دی، وخت او حالات بدل دي. که هر ډاکو او لوټمار وغواړي د افغانانو امنیت او شمتني د هېواد په هر ګوټ کې وګواښي، د نظام الدین قیصری او نادرشاه کوفي په برخلیک به اخته شي!

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۴ مه

سرلوڅ مرادزی