F

سرلوڅ مرادزی

F

وسلوال ګوندونه باید بې وسلې شي

F

د حکومت لخوا په فاریاب کې د یو محلي ملیشه يي قومندان نظام الدین قیصاری نېول کېدا چې په بېلا بېلو جنايی جرمونو او مرکزي حکومت ته په ښکنځا، وسلوال ګواښ او عملي پوځي برید تورن او مسوول دی، د شمالټلوالې لپاره چې سر کې يي عطا نور، رشید دوستم، محقق، صلاح الدین رباني او ضیا مسعود لوبیږي، د خپلو سمتي او تنظیمي ګټو لپاره لنګه غوا ګرځېدلی.

شمالټلواله چې په تېرو څو لسیزو کې د ګډوډیو او بحرانونو په رامنځته کېدا او بیا يي مرکزي حکومت پورې په تپلو کې پخه تجربه او دنده لري، دا ځل بیا يي وغوښتل د حکومت لخوا پر یوه عادي قومندان د تورونو څېړنه، د هېواد په شمال او که وکولای شي په ټول هېواد کې د یوه بغاوت او اړودوړ کچې ته پورته کړي.

بلخوا دا ټلواله څونه چې په ملي کچه د حکومت لاسته راوړنې او بریاوې زیاتیږي او په تېره بیا کله چې د یو شمېر طالبانو سره د روغې جوړې خبرې رنګ راوړي او د دایمي اوربند او سولې په موخه لوری خپلوي، هومره یاغي کیږي او د نورو ترهګرو او داعش په څېر د مرکزي حکومت او ولسونو په وړاندې دریځ نیسي.

دا چې د اسلامي هېوادو د همکارۍ سازمان په یوه لیک کې د افغانستان او پاکستان دیني پوهانو ته لیکي« افغانستان کې د حکومت پر وړاندې  ټولې جګړه مارې ډلې ترهګرې دي، روهي بریښنا پاڼه»، سره د دې چې پرځای خبره ده او موخه يي البته بهرنۍ ترهګرې ډلې لکه داعش او پاکستاني طالبان دي، خو که دې سره یوځای څوک په کور دننه د مرکزي حکومت په وړاندې، د شمالټلوالې ویجاړوونکي دریځ او اقدامات له پامه وغورځوي او هغه د داعش او نورو ترهګرو سره همغږی او تړلی ونه ګڼي او یا ترهغو لږ ارزښت ورکړي، یوازې د حقیقت یو اړخ بیانوي او د ستونزې د حل پرځای هغه لا پېچلې کوي.

هغه هېوادونه او بنسټونه چې داعش او نور ترهګر سمبالوي او وسلوال کوي يي، په ورته وخت کې د شمالټلوالې یاغیان باغیان هم په شا ټپوي او دوی سره په هر اړخیزه مرسته، مرکزي حکومت پښو درېدو ته نه پریږدي.

په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله بروکسل ته د ناټو غونډه کې د ګډون لپاره سفر کړی، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان سره د ناټو غړو هېوادو د ملاتړ ژمنه پخه کړي؛ په ورته وخت عطا نور، رشید دوستم او محقق په اصطلاح د «افغانستان ملي نجات ټلوالې» په استازیتوب ناټو ته لیک لیکلی چې یوه برخه کې يي داسې کښلي«رییس جمهور غني و حکومت مرکزي تحت نام پروسه صلح، همواره سعی کرده تا زمینه نفوذ ګروهای دهشت افګن را بر سایر مناطق فراهم سازد و ازین طریق امیال شوونیستی خود را تقویت بخشند.چنانکه عناصر فاشیستی در داخل دستګا حکومت بر شخصیت ها، متنفذین و کادرهای اقوام مختلف باسوی استفاده از اصطلاح حاکمیت قانون دوسیه میسازند، ترور فیزیکی، شخصیتی و سیاسی میکند و نفاق را بین اقوام ساکن افغانستان و احزاب سیاسی دامن میزنند. این حلقات حتی نیروهای دهشت افګن را که قاتلین مردم افغانستان و متحدین بین المللی ما هستند، مکافات میدهند و کسانی را که برای دفاع مردم و وطن شان قربانی میدهند تجرید وحتی با تزویر و نیرنګ به حبس میکشند و شکنجه میکنند»، دوستان بین المللی ما باید بدانند که: .....مردم ما دیګر تحمل ادامه برخورد فاشیستی حکومت مرکزی را ندارند و به همین هدف هزاران تن از اهالی در ولایات مختلف به تظاهرات و حرکت های مدنی دست زده اند، که این فقط یک اغاز است»

له هغه ځایه چې د ناټو غونډه کې روسیه، ایران او پاکستان غړیتوب او ګډون نه لري چې د شمالټلوالي لیک ته ارزښت ورکړي، د ناټو والا به دا لیک ترلاسه هم نه کړي، څه رسیږي دیته چې څوک يي ولولي!

دې لیک کې ټلواله د مرکزي حکومت د نیرنګ او تزویر خبره کوي او طالبانو سره د حکومت په وروستي اوربند يي زړه تڼاکې ښکاري. د «احزاب سیاسي» او «مدني حرکت» کلمې هم کاروي، له اساسي قانون څخه هم غږیږي او د وطن د دفاع دعوه هم لري.

خو دا هېروي چې سیاسي احزاب یوازې سیاست کوي او وسلې نه لری او نه يي کاروي. د افغانستان اساسي قانون له مخې هم ګوندونه وسله نه شي لرلای او نه يي کارولای شي.

د دوستم د ډلې د قیصاري کسانو میمنه کې «د مظاهرې په ترڅ کې د ولایت پر ودانۍ حمله وکړه او یوه برخه یې وسوځوله. په مظاهرو کې۳ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول» ویل کیږي چې یوازې قیصاري په فاریاب کې د اووه زره په شاوخوا کې وسلوال لري. اوس پوښتنه دا ده، دوی د کوم مدني حرکت په اړه لاپې وهی!

ایا دوستم د ښاغلی ایشچی سره چې یو مهال يي مرستیال او هم ټبره دی، تر انساني سلوک وراخوا زیاتی ونه کړ؟ ایا دوستم چې مرستیال ولسمشر دی، په داسې کړنه باید مجازات نه شي؟ ټلواله ناټو ته د کوم اساسي قانون خبره کوي؟

ایا عطا نور د بلخ د ولایت په مقام د اصف مومند غوږ لکه د.... پشان ونه داړه؟ ایا د ناټو غړي هېوادونه چې افغانستان کې مېشت دي، دا هر څه پخپلو سترګو نه ویني!

د رشید دوستم د دفتر مشر عنایت الله فرهمند امریکا غږ ته دا هم وايي« حکومت د خلکو د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه پاتي شوی او بې تفاوته دی او داسې حالت خلک پراخو او جدي اعتراضونو ته هڅوي. که دا ځلې حکومت د خلکو په وړاندې له وسلې کار واخلي او ډزې وکړي، بیا دې د ورته عمل انتظار ولري.»

که د دوستم تنظیم وسله نه لرلای او دا وسله يي په ناقانوني لارو نه وای تر لاسه کړی، فرهمند څنګه حکومت ته د وسلې کارونې ګواښ کوي؟

د حکومت په وړاندې د قیصاري، دوستم ، داعش او نورو ترهګرو ترمنځ توپیر په څه کې دی؟

ایا رشید دوستم او فرهمند حتی د خپلو کسانو د وژنې له پړې ځان خلاصولای شي. ایا دوی د ولایت د سوځونې له مسوولیته ځان بچولای شي!

دوستم د کاموال افغان کومندو، اتل خطاب ګل د شهادت پړه هم پرغاړه لري. خطاب ګل خپله تنکۍ ځواني د حکومت په ملاتړ کې له لاسه ورکړه، خو دوستم چې ځانته د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د خپلو پلویانو په مټ د حکومت په وړاندې بغاوت کې خطاب شهید کړ او د هغه تنکۍ ځواني يي خاورې کړه!

د اتل خطاب ګل اروا دې ښاده وي!

اوس که دا د یوه سرتېري اتلي او د یوه جنرال ملي خیانت ونه بولو، بل څه نوم ورکولای شو!

د سرخط ورځپاڼې په وینا اوس وروستي مالومات دا دي چې يوازې په تېرو دوو شپو کې په بلخ او فارياب ولايتونو کې لس قرارګاوې له جګړې او دفاع پرته يو په بل پسې سقوط شوې او د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. د وړمې شپې له ماښامه راهيسې د دغه ولايت له المار څخه تر ميمنې ښار پورې د المار، قيصار او ميمنې اړوندې شپږ لويې پوستې او قرارګاوې له جګړې پرته سقوط شوې دي.

« کسانی را که برای دفاع مردم و وطن شان قربانی میدهند!» اوس چیری دی؟ ایا له دې بل غټ نیرنګ او تزویرشته؟

شمالټلواله په یو لاس، د عبدالله عبدالله په تن کې خپل استازي بروکسل ته په غونډه کې د ګډون لپاره لږي، خو په ورته وخت او بل لاس د مرکزي حکومت سره په مخالفت او دښمنۍ کې لیک هم ناټو ته لیږي.

دې ته وايي «نیرنګ و تزویر»!

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ډګرجنرال اختر ابراهیمي وايی، ټول هېواد کې به نامسووله وسلوال له توپیر پرته، ونیسو او د قانون منګولو ته به يی وسپارو.

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی