F

سردار محمد همدرد

f

د نجات ائتلاف/ ګټې او که زیانونه؟

F

نن په کابل کې د افغانستان ژغورنې نوي سیاسي ائتلاف د یوې غونډې په ترڅ کې خپل موجودیت اعلان کړ. د دې ائتلاف مشري جمعیت ګوند کوله.

زیاتره یې پخوانۍ جهادي ډلې او یا په اوسني حکومت کې له واک څخه لیرې شوي کسان وو. زه دغه ډول غونډې او ائتلافونه د افغانستان په اوسني سیاست کې نېک فال ګورم. ځکه چې په دوی کې ډېر داسې کسان سته، چې پخوا یې د ټوپک په شپېلۍ باندې خبرې کولې. نن چې په سټیج باندې د ولسواکۍ او ټاکنو په اړه خبرې کوي، دا ښه ده. خو یوه خبره راته ډېره جالبه ښکاري، چې ځینې کسان هم په حکومت کې دي او هم په اپوزیسیوني ډلو کې ګډ دي، چې له دې جملې څخه د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق دی.

په نوروه نړۍ کې داسې ده، چې هغه څوک په اپوزیسیون کې برخه اخیستلی سي، چې په حکومت کې نه وي. زه نه پوهېږم، چې د دې سیاسونو سر نه خلاصیږي او که څوک ورته دا مشوره نه ورکوي، چې ته د دې هېواد د ولسمشر لومړی مرستیال، د اجرایه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یې، چې د ټول حکومت د ډيپلوماسۍ مشر یې، نو تاسو ولې په اپوزیسیون کې برخه اخلئ. مګر دا چې له حکومت څخه نا راضه دي، استعفا دې ورکړي. هغه کسان چې په حکومت کې دخیل نه دي، زه په هغوی نیوکه نه لرم، ځکه چې دا د دوی سیاسي حق دی؛ خو د موجوده ائتلاف په اړه یوه وړاندوېیه هم کوم.

هغه دا چې په دې ائتلاف کې زیاتره داسې کسان راټول سوي دي، چې هغوی یو فکري مسیر نه لري. حالاتو او شرایطو ته په کتو له دې ائتلاف سره یو ځای سوي دي. که همدا نن ورته حکومت امتیاز ورکړي، نه بیا افغانستان په خطر کې دی او نه هم د هېواد د نجات په اړه ورسره کوم فکر سته. مونږ تاسو په دې وروستیو کې ولیدل، چې د یو ځل د حراست او ثبات په نامه یو ائتلاف را منځ ته سو او بیا په ترکیه کې یو مثلث د همدغو کسانو له خوا جوړ سو، چې کومه پایله یې نه درلوده.

ائتلافونه هغه وخت بریالي کېدای سي، چې یوه مشخص تګلاره ولري. داسې نه کیږي، چې په حکومت نقد کوې، مګر اعمال دې تر هغه خراب دي. ته د حکومت پر پلان او ستراتیژۍ خبره کوې، خو خپله هېڅ پلان او ستراتیژي نه لرې. ته د ښې حکومتولۍ او اجتماعي عدالت خبره کوې، خو په تېرو کلونو کې چې د واک پر ګدۍ ناست وې، په دې برخه کې ولس ته وضاحت نه سې وکولای، چې زه په دغه برخو کې تر اوسني حکومت بریالی وم.

ما مخکې هم و ویل، چې زه نقد نه کوم. په دې وطن کې هر څوک د سیاست حق لري. خو د دې ترڅنګ د نظر حق هم لري. خو هماغه زما پخوانۍ خبره ده، چې په کله څوک په حکومت کې وي، د هغه لپاره په دغه ډول اپوزیسیوني غونډو کې ګډون سیاسي مرګ دی او هغه کسان چې له حکومت څخه د باندې دي، هغه کولای سي، چې هم ائتلافونه او هم اپوزیسیون جوړ کړي. د حکومت پر منفي کړنو نقد وکړي او مثبت کارونه یې تایید کړي. خو زمونږ لویه بدبختي دا ده، چې کله څوک په واک کې وي، هرڅه ښه وي، خو کله چې له واک څخه لري سي، هرڅه سرچپه سي، چې دا زمونږ له وطن سره د مینې او ملي ګټو ته د نه ژمنتیا په معنی دي.

زمونږ سیاسون او ګوندونه باید زغم او حوصله ولري. په تېرو ورځو کې څو ساسي ګوندونو د ټاکنو په اړه ناسته درلوده. په دغه ناسته کې ښاغلي حکمتیار د ټاکنو پر پروسې نیوکه وکړه. دا د ګوندونو او سیاسونو او د هر افغان حق دی؛ خو له حکمتیار صیب او له نورو ګوندونو څخه ولس په دې ګیله وکړه، چې دوی و ویل، که زمونږ غوښتنه ونه منل سي، له زوره به کار واخلو او د ټاکنو دفترونه به وتړو. اصلا خبره په دغه ځای کې ده. که غواړي چې ګوندونه رښتیني او پر ولسواکۍ باندې باور لري، د زور خبره دې نه کوي. دا دې و وايي، چې که حکومت زمونږ غوښتنه ونه مني، مونږ به احتجاجي غونډه وکړو او که په دې هم زمونږ غوښتنه ونه منل سي، ملګرو ملتونو ته به خپل شکایت وړاندې کړو، چې په دغه زغم او فکر سره ګوندونه خپل اعتماد او باور ټینګولای سي.

د زور، بدمعاشۍ او ټوپکسالارۍ خبرو سره ولس سخت حساسیت لري؛ ځکه چې د همدغه زور او د ټوپک د شپېلۍ تجربه د همدغو ګوندونو مخ ته تکرار سوه. لومړی باید دوی له دې څخه عبرته واخلي.

زه بیا هم وایم، چې دغه ډول ائتلافونه د ګوندونو او سیاسونو حق ګڼم؛ خو هغه کسان چې د دولت په چوکاټ کې د اپوزیسیون او ائتلافونو په غونډو کې کښينې، هغوی ته په کار دا ده، چې مخکې له مخکې استعفا ورکړي او که بیا ائتلاف او اپوزیسیون ته راځي، نو دا یې قانوني حق دی.