F

سرلوڅ مرادزی

F

نوی ملي اېتلاف او د زور او کړکېچ زوړ دریځ

F

د روان کال د جولای په ۲۶ مه څو تنو پخوانو او ازمایل شویو څېرو چې سر کې يي محقق، رشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، انوارالق احدي، همایون همایون، ظاهر قدیر، ضیا مسعود، رحمت الله نبیل او زلمی رسول ځای لري، د کړکېچ او زور په زاړه دریځ یوه ټلواله وزېږوله چې نوم يي ورته د افغانستان نوي او ملي اېتلاف کېښود.

د دې ټلوالې تر نیمايي زیات اصلي بنسټګر او پلویان د حکومت برحاله غړي دي چې د حکومتي څوکۍ او امکاناتو څخه په ناوړې ګټې، هم د مرکزي حکومت مخالف کوي او هم د اپوزیسیون دنده چلوي.

دوی يی«هم به نعل میزند هم به میخ!»

د دې ټلوالې یو مرکزي غړی چې ورته وخت کې د اجراییه ریاست دوهم مرستیال هم دی، محمد محقق وايي«دا ځل دې حکومت د دوی رامنځته شوی ائتلاف او غوښتنې بابیزه نه ګڼي، ځکه په خبره یې دوی له مشروع سیاسي لارو د خپلو حقونو ترلاسه کولو ته ژمن دي او که ورنه کړل شي په زور به یې تر لاسه کړي. ازداۍ راډیو»

ښاغلي محقق، صلاح الدین رباني او رشید دوستم ته چې ورته وخت کې د حکومت جیګپوړي چارواکي دي ښه سلا دا ده چې لومړی دې له خپلو موجوده حکومتي دندو تېر شي، استعفا دې وکړي او بیا دې د یوې علمي، عملي او ملې تګلار پر بنسټ چې هېواد شموله وي، ټاکلي سمت، مذهب او قوم پورې نه وي تړلي او د افغانستان اساسي قانون سره ټکر کې نه وي، د حکومت د اپوزیسیون په ډول رامخته شي. په هېواد دننه د مشروع سیاسي غوښتنو لپاره، اساسي قانون ټولټاکنې په پام کې نېولي او د داسې غوښتنو ترلاسه کولو لپاره زور ته چې محقق يي لاپې وهي او مرکزي حکومت پرې ګواښي، قانوني او مشروع جواز نشته!

کله چې یوه ډله ځان د افغانستان نوی ملي اېتلاف بولي، هغه باید خپلې سیاسي غوښتنې د قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي او په هغه لارو چارو چې اساسي قانون او د دې قانون په رڼا کې نورو قوانینو بیان کړي او توشیح شوي، مخته ولاړ شي. هیڅ ډله او اېتلاف ځان له قانونه پورته نه شی ګڼلای او په داسې حالاتو کې د مرکزي حکومت او دولت سربېره افغان ملت د اساسي قانون د پلیتوب او خوندیتوب دنده پر غاړه لري.

که نوی اېتلاف د حکومت په وړاندې چې د ټولټاکنو په پایله کې رامنځته شوی او انتخابي حکومت دی، د زور او وسلې کارولو ګواښ کوي، بیا حکومت او افغانانو ته دا بیخي ښکاره خبره ده چې د دې اېتلاف او د داعش او طالب ترمنځ کوم توپیر نشته. په دې صورت کې نوی اېتلاف، داعش او طالب درېواړه د قانوني حکومت په وړاندې وسلواله جګړه کوي او توپېر يي دا دی چې نوی اېتلاف هم د حکومت برخه ده او هم يي وسلوال مخالف، خو داعش او طالب بیا د حکومت برخه نه، بلکې یوازې د حکومت په وړاندې وسلواله جګړه پرمخ وړي.

بلخوا که محقق، رشید دوستم او عطا نور هغه ګډوډیو او وسلوالو نښتو او مانورونو ته چې په فاریاب، جوزجان، بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې د یو لنډه غر نظام الدین قیصاري په ملاتړ وشوې او پایله کې يي د فاریاب ولایتي مقام ته اور واچول شو، لارې او شمال کې د هېواد بندرونه وتړل شول او د شمال ولسونو ته لوی تاوان او سرخوږی پېښ شو، مدني خوځښت او مشروع سیاسي لارې بولي، داسې چلند سربېره پر دې چې له قانون ښکاره سرغړونه ده، د ملي او عامه شتمنیو په وړاندې هم ښکاره لیونتوب او یاغیتوب دی چې په هیڅ شان د منلو نه دي او د سختو مجازاتو وړ دی.

حکومت حق نه لري چې د ولس د ښېګڼو او عامه ګټو په وړاندې هر لیونتوب او بغاوت ته د مدني خوځښت په نوم زغم وکړي او له څنګ يی بې پوښتنې او بې مجازاتو ښویه تېر شي.

له رشید دوستم پوښتنه ده، پر احمد ایشچي جنسي تیري چې د دوستم هم توکمه او مرستیال تېر شوی او یوه بشپړه جینايي قضیه ده، څنګه د هغه په وړاندې خپل غبرګون ته د مدني خوځښت نوم ورکوي او حکومت ګواښي چې د نوموړی دوسیه دې نه څېړل کیږي او له مجازاتو دې نوموړی خوندي پاتې شي.

د نوي اېتلاف ازمایل شوې بله څېره عطا نور وايی«تاسو پوهیږۍ چې فقر او جګړه، قومي تعصبات، د یوې ځانګړې کړۍ له لورې د ځانغوښتنې هڅه، د قدرت انحصار د څو کسانو په لاس کې دا هرڅه په دې هېواد کې چیغې وهي او هېواد یې له کړکېچ سره مخامخ کړی دی نو د دغه وضعیت سمون زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی»

که ټول دولتي واک د اسلامي جمعیت، نظارشورا او په تېره بیا د پنجشیر درې سره وي، لکه د بن تر کنفرانس وروسته؛ قومي تعصبات، د قدرت انحصار او هېواد د کړکېچ سره مخ نه دی، بویه د ۹۰ ومې لسیزې مدنیت راغلی او دیموکراسي واکمنه شوې؛ خو که په حکومت او دولت کې د پخوانیو تنظیمي او مافیايي کړیو د جګړه مارو، لوټمارو او لنډه غرو پرځای د هېواد د هرې سیمې او قوم د ځوان او روزلی نسل استازي په خپل څانګیز او پوهنیز بنسټ ګمارل کیږي، هېواد د سولې او مختګ لار نیسي، بیا نو د قیامت ورځ ښکته کیږي، هېواد د لوی کړکېچ سره مخیږي او په پای کې نوی اېتلاف بویه اړوځي چې زوراو وسله وکاروي!

کله چې نوی اېتلاف خپل موجودیت حکومت ته په خبردارۍ، زور او ګواښونو اعلانوي، په حقیقت کې پر افغانستان او کابل د ۹۰ ومې لسیزې خپل ناورین افغانانو ته بیا وریادوي. په دې اېتلاف کې همغه تنظیمونه او څېرې ځلیږي چې افغانانو ته يي ویجاړ او کنډر کابل او د ۷۰۰۰۰ زره کابلیانو جسدونه په میراث پریښي.

کابل کې د دې اېتلاف تازه غونډه، سړي ته د جبل السراج هغه تړون وریادوي چې پر بنسټ يي مافیايي تنظیمونه لکه الوتونکي پیشقابونه پرهېواد راتوی شول چې وروستيو کلونو کې له نورو سيارو څخه د ځمکې پر ځينو برخو د هغو د ښکته کېدو او لېدو په تړاو، د نړۍ په رسنیو کې زيات شورماشور جوړ وو او يا سړي ته د لرغونې زماني نا اشنا او عظیم الجسه موجودات، دېوان، پېريان په زړه کوي چې د زړو رواياتو له مخې يي پخوا هم د ځمکې پر سر پاچايي کړې او دا ځل يی د خپلې پاچايۍ لپاره زمونږ د هېواد ځمکه مناسبه ګڼلې وي!

همدغو توره بان دېوانو او پېریانو په ۹۰ لسیزه کې هېواد لوټې لوټې او ملت تالا ترغۍ کړ. هېواد کې يي کورنۍ جګړه لا په غرغنډو کړه او لکه د نوح توپان هر څوک او هر څه يي تر اوبو لاندې کړل، زيروح او بې روح يی یو شان له منځه یووړل او د پخواني ژوند ټول اثار يي د نيستۍ کندې ته ورټيل وهل!

څه ښه يي ویلي«ازموده را ازمودن خطا است»

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی