F

F

انجینر نظر محمد 

۵ / تلی / ۱۳۹۷                                                                                            

 F

د وطن د اتل او سرلوړی شهید

او د افغانستان د پخوانی جمهور رئیس ډاکترنجیب الله

د شهادت د ۲۲ تلین په مناسبت

پیغام

پر خای ګڼم تر څو خپل پیغام  په دی ارزښتناک بیان سره چه وایی :( میړونه مری خو نومونه او کړنی ئی پاتی کیږی ) پیل کړم .                                                                                             

د سیاسی بصیرت خاوندان شاید زما ددی خبری تردید ونه کړی چه ووایم ،اروا ښاد ډاکتر نجیب الله د ځلانده استعداد خاوند ، با تد بیره ، زړوراو متفکر سیاسی شخصیت وو او د هغو ګټورو او ارزښتناکو کړنو په نتیجه کی چه د خپلی واکمنئ په دوران کی ئی تر سره کړیدی د افغانستان د خلکو په زړونو کی ئی ځای پیدا کړی او دا مینه د وخت په تیریدو سره ورځ تر بلی نوره هم زیاته شویده ، زموږ د هیواد اکثریت خلک داسی انګیری او په دی باوری دی چه د هبیواد دلار ورکی بهیر لارښوونه یوازی او یوازی د هغوی ( داکتر نجیب الله ) په وجود کی ممکنه وه او که چیری ژوندی پاتی شوی وای په باوری توګه ئی ددی توانمندی درلوده چه د خلکو دغو هیلو او امیدونو ته ئی مثبت ځواب ویلی وای .

دا یو منل شوی علمی اصل دی چه وایی :خلک د تاریخ جوړوونکی او دپیښو په بهیر ټاکونکی اثر غوزوی ، خو د ټولنو په تاریخ کی کله ناکله شخصیتونه هم د ټاکونکو تر بریده رول لوبوی اولوبولی  ئی دی ، چه په افغانی ټولنه کی اروا ښاد ډاکتر نجیب الله یو له دغو شخصیتونو څخه شمیرل کیږی . په پښتو ادب کی روایت دی چه وایی :(سل دی وومره خو د سلو سر دی مه مره ) په بشپړه توګه ددی اصل سره ډډه لګوی .                                                                                               

خدای بخښلی داکتر نجیب الله د یو لوی وطن دښمنه پلان په نتیجه کی چه اړخونه ئی ډیر پراخ او څو اړخیزه دی ، د انسانی ، اسلامی او افغانی اصولو او روایاتو خلاف په شهادت رسیدلی او زه په دی پوره باوری یم چه د وخت په تیریدو سره به ددی غم لړلی پیښی ټول څرنګوالی په پشپړه توګه روښانه شی ، او حتی دا اوس هم ټر ډیره حده داسی کره شواهد تر لاسه شوی چه دغو پوښتنو ته ئی خواب ویلی دی . د امریکایی ژورنالست مارک جیمز golden yellow ( زیړ طلائی ) نومی کتاب چه د انترنت له لاری په انګریزی ژبه خپور شوی او  یوه برخه ئی په دری ژبه هم ژباړل شویده د هغی د ځلورم فصل په دوهمه پرخه کی دا بیخی په ډاګه شویده چه ډاکتر نجیب الله او ورور ئی احمدزی د چا له خوا او څه ډول په شهادت رسیدلی . لیکوال په خپل کتاب کی ددی څخه پرده پورته کړیده چه نړیوالو او سیمه ایزو استخباراتی کړیو په څومره  بی شرمئ سره د نړیوالو نورمونو خلاف د اافغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه او تیری ځانته روا بللی دی .                                                     

د هیواد پیژندل شوی ملی او فرهنګی شخصیت او د وخت د جمهور رئیس لومړی مرستیال اروا ښاد عبد الرحیم هاتف د خدای بخښلی داکتر نجیب الله د شهادت په هکله داسی څرګندونی کړیدی :  ( د هیواد په تاریخ کی دا لومړی ځل نه دی چه خلک د یوی داسی سانحی سره مخامخ کیږی ، خو ددی ضایعی ځا نګړتیا په دی کی ده چه له بده مرغه په مینه داسی ځوک چه د مخ ور اوښتلو ارزښت ولری سمد ستی نه لیدل کیږی نو ځکه هم ددښمن دغه ګذار ډیر نادوده او ملا ماتوونکی بلل کیدای سی ، دښمن په کمپیوتری حساب پر خورا مهم هدف دداسی چا په لاس مرګونی ګذار وکړ چه پخپل نفس کی د باز پرس او حساب ارزښت هم نه لری ) .

خدای بخښلی هاتف صاحب د خپلو ځرګندونو په یوه بله برخه کی په همدی رابطه داسی وایی : ( د ډاکتر نجیب الله پر ضد غشی د ډیر لری څخه وار شوی او د داسی کسانو په لاس په هدف و لګیده چه شاید د خپلو کړو په ښو او بدو لا تر اوسه هم نه وی پوهیدلی  ).                                            

د خدای بځښلی ډاکتر نجیب الله د شهادت ۲۲ تلین د نورو کلونو په څیر سږ کال هم په داسی حساسو شیبو کی لمانځل کیږی چه د هیواد سیاسی ، ټولنیز او امنیتی حالت د نړیوال غوڅ ملاتړ د ځواکونو د موجودیت سره سره د جدی اندیښنی وړ او د هیواد ثبات او ملی ګټی ئی هم د ننګونو او ګواښونو سره مخامخ کړیدی ، د اقتصادی او ټولنیزی ودی چاری د نړیوالو ژمنو او مرستو سره سره په ډیره بی خوندئ سره مخته ځی  ، دبیکارئ او د خلکو دنادارئ او بی وزلئ ګچه د پخوا په پرتله ډیره لوړه شویده ، اداری فساد خپل اوج ته رسیدلی  ، بډی ، غلاوی ،شوکماری او دخلکو په مال او عزت تیری یوه عادی خبره ګڼل کیږی ، د مخدره موادو د کرنی ، تولید او قاچاق اندازه د تیرو کلونو په نسبت  څو برابره زیاته شویده ، دملی یووالی حکومت مشران د بی  باوریو او پخپلوکی د ناندریو او د یو اوبل د  ملامتولو له چوکات ځخه ندی راوتلی او داسی معلومیږی چه دخلکو سره کړی ژمنی ئی اصلأ په یاد هم نه وی ، د سیمی او نړی حالات هم چه تر ډیره حده زموږ د هیواد په  حالاتو نیغ په نیغه آغیزلری کړکیچن   ترینګلی او ویروونکی دی .                                                                       

حالاتو ته په کتو او د خدای بخښلی داکتر نجیب الله د انسانی او وطنی آرمانونو د پوره کیدو به خاطر اړینه بلل کیږی تر ځو ددی فرصت نه به ګټه اخستلو چه د هیواد په دننه او بهر کی وطنپال او په سوله مین افغانان او د دی اتل شهید د فکری خط ملګری او مینه وال د غونډو په جوړولو ، تحلیلی لیکنو او ارزونو سره دا ورخ لما نخی ، د ټولو ملی ، دموکرات ، هیواد پالو ، مترقی او سوله دوستو ځواکونو څخه یو ځل بیا ددی غوښتنه وشی ټر څو د هیواد او خلکو د لوړو ملی ګټو څخه د دفاع او موجوده ګواښونو سره د مقابلی په موخه خپلی ټولی ځانګړی هلی ځلی او امکانات په یوه واحد او نه ماتیدونکی ځواک او سنګر بدلی کړی .                                                                                      

                                                                                   

د وطن د لاری د ټولو ویاړلو شهیدانو نومونه او یادونه دی تل تر تله ژوندې وی