F

F

کابل – افغانستان

۲۶ / میزان /۱۳۹۷

F

د وطن د نومیالی او سرلوړی د قهرمان تورنجنرال عبدالجبار د شهادت

په مناسبت وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی

د خواخوږئ او ډاډګیرنی پیغام

F

پرون د ۱۳۹۷ کال د  تلی د میاشتی ۲۵ نیټه چه د ۲۰۱۸ میلادی کال د اکتوبر د میاشتی د ۱۷ نیټی سره برابره  وه د  د روان کال په ټاکنو کی  ولسی جرګی ته نوماند الحاج تورن جنرال عبد الجبار قهرمان د هیواد او خلکو د قسم خوړلو دښمنانو د یوی توطئی په نتیجه کی په شهادت ورسیده ( انا لله و انا الیه راجعون).                                                                                                 

خدای بخښلی عبد الجبار قهرمان  د هیواد ملی ګټو ته ژمن اوخپلی ورسپارل شوی پوځی دندی ئی په خورا میړانه او ایما نداری سره سرته رسولی دی چه د همدی خدمتونو په وجه د وخت د جمهور رئیس شهید دوکتور نجیب الله له خوا د قهرمانئ په لقب ویاړل شویدی . او همدا رنګه اروا ښاد قهرمان په ولسی جرګه کی د خلکو د استازی په توګه په پوره زړورتیا ، اخلاص ، پاکی او صداقت سره د هیواد د لوړو ملی ګټو په دفاع کی دریدلی او د هر ډول نا قانونه کړنو او اجرأتو پر ضد ئی د مخالفت غږ اوچت کړیدی.                                                                                                      

خدای بخښلی عبدالجبار قهرمان د شهید دوکتور نجیب الله د فکری خط ټینګ پلوې وو او په همدی وجه ئی تیر کال د وطن ګوند د غړو د انسجام په خاطر ملا وتړله او په خورا کمه موده کی ئی دا غږ د هیواد ګوټ ګوټ ته ورساوو او د وطن ګوند د غړو او مینه والو سره ئی د ګوند  د بیا قانونی حضور نوی هیلی او امیدونه را ژوندی کړل ، خو ددی تر څنګ ارواښاد قهرمان په دی پوره باور درلود چه د وطن ګوند بنیادی اصولو ته د ژمنو او باورمنو بیلا بیلو بنسټونو ، سازمانونو ، ګړیو او منفردو شخصیتونو د یووالی او همغږئ نه پرته په ټولنه کی د پیاوړی واحد وطن ګوند قانونی حضور ناشونی کار دی نو ځکه ئی هم د نورو بنسټونو او شخصیتونو سره په ګډه او حتی زیاته ونډه ( د وطن ګوند د غړو د پوهاوی ګډی کمیټی )  په نوم لنډ مهاله مرکزی ارګان جوړ او ګډ توافقات د یوی اعلامیی او طرزالعمل په نوم سندونو کی ځای پر ځای شول ، چه د همدی کال د مرغومی په ۱۵ نیټه د کمیټی د ټولو غړو له خوا چه په ترکیب کی ئی پخپله اروا ښاد قهرمان هم شامل وو لاسلیک او د یاد کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د ټولنیزو رسنیو له لاری د وطن ګوند د غړو او مینه والو د خبرتیا په موخه خپاره شول .                                                                                                             

اوس که څه هم اروا ښاد قهرمان په فزیکی لحاظ نور زموږ په منځ کی نشته ، خو خاطری او کړنی ئی تل پاتی او د هیواد په تاریخ کی ئی خپل نوم په زرین لیک ثبت کړیدی .                             

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټه په داسی حال کی چه د وطن د دی اصیل بچی شهادت د هیواد او خلکو د پاره نه جبران کیدونکی ضایعه ګڼی د لوی څښتن له دربار څخه خدای بخښلی ته د فردوس جنت او د کورنئ غړو ، خپلوانو او ملګرو ته ئی د جمیل صبر غوښتنه کوی .                

                

و من الله توفیق