F

د خليل زاد د سولې ماموريت، جلا جلا غوښتنې او اندونه

F

ليکنه او شننه: يوسف انتظار

F

د سولې، روغې جوړې او ډیالوګ منظور او هدف يوازې او يوازې د جګړې ختمول نه، بلکې د عدلانه سولې تامين او بسيا کول، د ملي يووالي ټينګښت، د متقابل باور او اعتماد رامنځته کول، د ملي خپلواکۍ، ملي حاکميت، د خاورې بشپړتيا ساتل، د هيواد په چارو کې د ملي مشارکت او د يوې شفافې حکومتوالۍ رامنځته کول، د قانون تطبيق او حاکميت ته د لارې هوارول، د وران ويجاړ هيواد د ټولو اړخونو رغول او ورته د امکاناتو برابرول، هيواد د ترقۍ او پرمختګ پر لور رهبري کول او بلاخره، د يوې پرمختللي او مدني ټولنې رامنځته کول چې د ولسواکۍ پر ارزښتونو ولاړه وي عبارت ده.

د سولې راوستل او په لاره اچول له ستونزو ډک کار دی، د سياسي لارو موندل او بيا د هغې په لاره اچول د ټوپک اخيستلو او جګړې کولو ډېر سخت او دروند کار دی، هر څوک د ټوپک ماشه کشولی شي، جګړه کولای شي خو د سولې او پخلاينې په کار اچول او راوستل د هر چا کار نه دی، هر څوک کولای شي چې د زور ژبه وښوروي او د زور خبرې پرې وکړي، خو د هغو کسانو شمېر ډېر کم دی او دا هر څوک نه شي منلی چې د خپله لوري د تيريدنې، زغم، حوصلې او بل د منلو اواز راوچت کړي، نو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ګوند په څير د وسلوالو طالبانو او په جکړه کې د نورو ښکېلو ډلو چې عملاً د جګړې يو لوری جوړوي د يوه عملي ميکانيزم په رامنځته کولو سره چې افغانانو، افغان دولت او په جګړه کې ټولو ښکېلو غاړو ته د منلو وړ وي، زموږ د هيواد ملي ګټې، د خاورې بشپړتيا ونه ننګوي رامنځته شي، تر څو افغانان وکولای شي د جګړې د ډګر څخه يوه سوله ييز او د امن څخه ډک چاپيريال ته وروګرځي او روانه ملي غميزه چې څلور لسيزې يې د هيواد ټولې برخې نيولي دي ورته د پای ټکی کيښودل شي او د سولې او پخلاينې په لار کې ټول تخيلي تصورات چې مخالف لوری يې د خپلو سياسي موخو په منظور په کار اچوي له مينځه يوړول شی، ځکه ملي روغه جوړه او پخلاينه د هغو ټولو انديشو، ذهني ګريو افکارو، ايډيالوژيو او پروګرامونو سره په مخه ښه کول دي، چې د افغاني ټولنې د ټولنيزو واقعيتونو، ملي عنعناتو او ملي ارزښتونو سره توپير ولري. دا په داسې حال کې چې په هيواد کې د سولې او امن په راوستو او د افغان کشالې حل ته د يوې معقولې او مناسبې لارې د پيدا کيدو په غرض افغان دولت، د سولې عالي شورا مشرتابه، د هيواد په دننه او بهر کې د افغان په کشاله کې د ښکېلو هيوادونو له چارواکو او طالب مشرانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه ليدنې کتنې ترسره شوي خو په خواشينۍ سره چې دا خبرې د يو شمېر هيوادونو د مغرضانه او ځانګړو نامشروع غوښتنو له امله کومه د پام وړ مثبته پايله نه ده درلودلي او د افغانستان ستونزه او کشاله ورځ تر بلې لا پسې پيچلي شوي او نوي ابعاد يې پسې خپل کړي دي. همداراز هيواد ته د سولې او امن د نه راتلو په تړاو يو شمېر نور لاملونه هم شته چې غواړم څولاملونو ته يې ځغلنده کتنه وکړم.

۱- که له يوې خوا د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر ۱۱ نيټې پېښې په افغانستان کې ژورو بدلونونو ته لاره پرانسته خو له بلې خوا زموږ د ټولنې سياسي جريانات ژور او خورا پيچلي شول او د ترهګرۍ پر خلاف د جګړې تر نامه لاندې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو ځای پر ځای کيدو سره جوخت بهرنيو هيوادونو په خپلو کې د افغانانو پر سر د خپلو راتلونکو ګټو د خونديتوب په خاطر د يوه او بل سره د سيالۍ په ډګر کې ښکر په ښکر شول او د افغانانو تر منځ د تنګ او تياره چاپيريال او نورو ستونزو د شتون سره سره يې د هغې لاژورتيا ته لمن ووهله او هر هيواد په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د خپلو ګټو د لاسته راوړولو او ساتلو په خاطر په افغانانو کې ځانته خپل خپل کسان پيدا کړل، چې دا په هيواد کې د سولې او امن د نه راتلو په لار کې مهم علت او چلينج ګڼل کيدای شي.

۲- د افغانستان د نړۍ د هيوادونو په محراق کې واقع يو هيواد دی، چې جيوپوليټيک شتون يې هميشه د جيوستراتيژيک ارزښت قرباني شوی ؤ او دی. د تاريخ په ټوله دوره کې د نړۍ امپراطوران او نيواکګر تل په دې فکر کې وو او دي چې افغانستان طلايي چرګ دی او جيوپوليټيک موجوديت يې د دې سيمې د هيوادونو او د هند د نيمې لوې وچې د اشغال او د منځنۍ اسيا او کسپين بحيرې پر طبيعي غازو او تر ځمکې لاندې پرپريمانه زيرمو د لاسبري او د افغانستان معدنونه چې ارزښت يې د اټکل له مخې زرګونو ميليار ډالرو ته رسيږي د ستر اهميت جيوستراتيژيک ارزښت لرونکی دی. بل دا چې په هيواد کې د روانې جګړې فوځي، سياسي، اقتصادي او روزنيز اړخونه هم نړيوال شموله ګرځيدلي دي، نو ځکه هيواد ته د هميشنۍ سولې، امن او ثبات د راتګ اړخونه هم نړيوال شموله بڼه خپله کړي ده. دا نشي کيدای او ممکنه هم نه ده چې افغانان په يوازې توګه دغه نړيوال دروند بار تر منزله ورسوي او بهرنيان په اوس کې چمتو نه دي او نه غواړي دې درانه بار ته تر پايه اوږه ورکړي.

۳- په افغانستان کې د سولې، امن او ثبات د نه راتلو بل لامل د بن د لومړي کنفرانس او ورپسې لويو جرګو کې د ولس د رښتيني ارادې د نه تمثيل پوښتنه ده چې د هيواد سياسي او فوځي ډګر يو لړ مهم اړخونه په لوي لاس د پامه وغورځيدل او اسلامي ګوند او طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه او د دې کنفرانس د پريکړو د تطبيق انحراف ځانګړي تاثيرات اوس روښانه د ورايه ښکاري.

دا د هغو کسانو د ځانګړي ذهن محصول دی چې د شخصي او ځانګړو ګټو څخه يې د هيواد ملي او عليا ګټې قرباني کړې.

۴- کله چې په ۱۳۵۸ ل کال د جدي په شپږمه نيټه پخواني شوروي اتحاد د ټولو نړيوالو اصولو موازينو، کنوانسيونونو او ګاونډيتوب د اصل پر خلاف افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوست، نو د افغانستان مسله د دې يرغل په پايله کې نړيواله بڼه غوره کړه او دا د دې لامل شو چې په سيمه او نړۍ کې نورو هيوادونو ته د دې موقع په لاس ورکړي چې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې حق ور په برخه کړي، په ځانګړي ډول پاکستان او ايران ته. دا دې لامل شو چې اسلام اباد او تهران د هميشنۍ لاسوهنې په پايله کې په افغانستان کې د سولې راوستو پروسه د خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي ده.

۵- په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د نه راتلو بل مهم علت د ګاونډيو هيوادونو د وسلوالو ځواکونو سره د افغان وسلوالو ځواکونو د فوځي ځواک د نه انډول پوښتنه له يوې خوا او له بلې خوا په هيواد کې د يوه کاري، مسلکي او اغېزمن حاکميت نشتوالی، پرفساد ولاړ نظام چې له امله يې په دولتي ادارو کې په ځانګړي ډول په امنيتي او دفاعي ادارو کې وظيفوي نظم او فوځي دسپلين له منځه تللی او د افغان وسلوالو ځواکونو په ليکو کې يې د دولت وسلوالو مخالفينو ته زمينه برابره کړي ده.

۶- له بده مرغه په افغانستان کې يو شمېر افغاني کړۍ او څيرې چې د بهرنيانو په سياسي لوبو او لومو کې ښکېل دي او پر هيواد هر ډول معاملې ته تيار دي له يوې خوا او په سيمه او نړۍ کې يو شمېر هيوادونه له بلې د يو شمېر بې بنسټه انديښنو په لرلو او خپلو ناوړه موخو ته د نه رسيدو له امله د افغانستان د روانې ستونزې د حل په لار کې په قصدي او عمدي توګه خنډونه رامنځته کوي او د نورو ناامنيو رامنځته کيدو ته لمن وهي او موخه يې دا ده چې د افغانانو د بې وسۍ او د روانې جګړې په اوږديدو کې هغو اهدافو ته ورسيږي کوم چې هغوی يې خوبونه ويني او دا له هغو لاملونو څخه يو دی چې په وجود کې يې د افغان سولې د راوستو حل پيچلی او ستونزمن ګرځولی دی.

اوس تر کومه چې د خليلزاد د سولې ماموريت خبره ده، افغانستان ته د رسيدو سره جوخت يې د طلوع تلويزیون د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې زه د افغانستان د کشالې په موخه په دې وروستيو کې د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس ډونالډ ټرامپ او د هغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير په سپارښتنه د ده په وينا د نويو پلانونو او نوښتونو سره سيمې ته راغلی يم، که وکولای شم د افغان کشالې د حل لپاره مناسبه لاره بيامومي. خو ده په احتياط سره په افغانستان کې د سولې ژر راوستو هيله څرګنده کړه. خليزاد د يوه امريکايي تلويزوني کانال سره په افغانستان کې د سولې راوستو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په افغانستان کې د جمهوري رياست د ټاکنو د مخه بايد د طالبانو سره د سولې د پروسې د ژر ترسره کيدو خبرې بشپړې شي تر څو طالبان هم وکولای شي د جمهوري رياست د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي خو دا يې څرګنده نه کړه چې د سولې د راوستو دا پروسه به څومره وخت ونيسي او د لنډمهالي ادارې د رامنځته کيدو په اړه يې هم څه ونه ويل.

يو شمېر کتونکي پدې باور دي چې د خليلزاد د سولې راوستو دا ډول ماموريت د نه راوستو په معنی تعبيريدای شي او امريکا غواړي په دا ډول اپراتيفي او سياسي لوبو او چل ول سره په افغانستان کې د جګړې بڼه بدله کړي او روانه جګړه تر هغې جاري وساتي چې دوی يې په نظر کې لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د جينوا په کنفرانس کې د خپلې وينا پر مهال د نورو څرګندونو تر څنګ د خليلزاد د څرګندونو پر خلاف وويل چې د جمهوري رياست ټاکنې به د مهال ويش سره سمې ترسره شي او د طالبانو سره د سولې په اړوند خبرې او ډيالوګ دوام به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونيسي. د دوی له څرګندونو داسې معلوميږي چې د سولې د راوستو په اړه يې دريځونه سره ليرې بريښي او د افغان دولت او د امريکا د متحده ايالاتو دريځونه د سولې په راوستو کې د يوه او بل سره په ټکر کې دي.

که دا دريځونه بدلون ونه مومي او يا بله بديله لاره پيدا نکړي نو زما په اند چې د کرزي په څېر به يې تر منځ ناندرۍ او مخالفتونه رامنځته او د سولې د راوستو په پروسه به منفي اغېزې ولري.

نوموړي د خپل ماموريت پرمهال افغان چارواکو، د ښکېلو اړخونو د مشرانو او په قطر او عربی اماراتو کې د طالب مشرانو سره وکتل خو ده په دې سفر کې تر اوسه د چين، ايران، روسيې او هند هيوادونو سره نه دي کتلي، په داسې حال کې چې ياد هيوادونه هم په يو نه يو ډول د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.

داسې ويل کيږي چې سيمې ته د خليلزاد د سفر وړاندې ډونالډ ټرامپ او تيرزا مې سره کتلي او ده ته يې سپارښتنه کړي ده چې د سولې په راوستو کې د پاکستان غوښتنې له پامه ونه غورځوي. که چيرې يادې څرګندونې حقيقت ولري کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان  او طالبانو سره د افغان کشالې حل په يوه اړخيزه توګه نه دا چې سوله او ثبات رامنځته کولی شي، بلکې سيمه د لا بحراني کيدو لور ته بيايي. ځکه د افغانستان په کشاله کې ښکېل هيوادونه بېلابېلې غوښتنې لري خو دا هم بايد هير نه کړو چې پاکستان په سيمه کې د امريکا د متحده ايالاتو او بريتانيا ستراتيژيک انډيوال دی او د امريکا متحده ايالاتونه د خپلو اوږدمهاله پلانونو د عملي کيدو په موخه چې په سيمه کې يې لري د پاکستان همکارۍ ته اړ دي، نو د پاکستان سره د افغانستان پر سر هرې معاملې ته تيار دی.

داسې ويل کيږي چې د امريکا ځانګړي استازي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پرمهال د ښاغلي ټرامپ او ترزا مې نظريات شريک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ويکيليکس په نامه بريښناپاڼې د يو شمېر استخباراتي سرچينو له قوله ويلي وو چې، د امريکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، د بريتانيا صدراعظم توني بليير، د امريکا د سنا مجلس څو تنو سناتورانو د افغانستان په پخواني ولسمشر حامد کرزي فشار راوړی ؤ، چې د سولې په بدل کې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کيږدي. دوی د پاکستان غوښتنې په دا ډول په ګوته کړي وې.

۱- افغان حکومت بايد ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني.

۲- د افغانستان څخه پاکستان ته د بهيدونکي اوبو د محارولو څخه ډډه وکړي.

۳- په افغانستان کې د هند د زياتيدونکي رول او اغېز مخه د ډب شي.

۴- د افغانستان په مرکزي حکومت کې پاکستان ته زياته ونډه ورکړل شي.

امريکايي او بريتاناوي چارواکو يادې غوښتنې ولسمشر کرزي ته په داسې شرايطو کې کړي وې، چې افغان دولت د ګڼو سياسي، فوځي او اقتصادي ننګونو سره لاس او ګريوال ؤ، نو امريکا او بريتانيه غوښتل چې ولسمشر کرزی د ورپيښو ننګونو او مجبوريتونو له امله له خوږ ګوتې ونيسي او پر واشنګټن او لندن لازياتې ملتيا ته يې اړ کړي، تر څو خپلو او د پاکستان د اوږمهاله غوښتنو پلي کيدو ته لاره پرانيزي خو ولسمشر کرزي نه دا چې دا ډول فشار ته غاړه نه وه ايښي بلکې هغه يې د افغانستان د ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت پر خلاف بللي وې او څرګنده کړي يې وه چې افغانان به کله هم دا ډول سولې ته غاړه کښېنږدي چې له امله يې افغانستان او سيمه د لا نورو بحرانونو او بې ثباتيو په لور بوزي. که د امريکا متحده ايالات او بريتانيا په رښتيا هم په افغانستان کې سولې راوستو ته ژمن وي نو دوی ته په کار ده او دا يې مسؤليت دی چې د بهرنيو هيوادونو د هر ډول لاسوهنو مخه ډب کړي او د افغانستان د ملي خپلواکۍ د خاورې بشپړتيا او ملي حاکميت ته درناوی وکړي، همدا لامل ؤ چې د امريکا سره د ښاغلي کرزي مخالفتونه راپيل او تر دې کچې ورسيدل چې د امريکا سره يې د امنيتي تړون د لاسليک څخه هم ډډه وکړه، چې په پايله کې د کرزي او اوباما په يارانه کې بنګړي مات شول.

اوس پوښتنه دا ده چې که امريکا او بريتانيا د تېر په څېر يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې راوستو په بدل کې، خپلې او د پاکستان غوښتنې په پام کې نيسي نو د کومو ګټو پر بنسټ؟

ولې يې هغه مهال د پاکستان غوښتنو ته ځواب ونه وايه، چې پاکستاني چارواکو په ډاګه دا خبره کوله، تر څو طالبان د بن په غونډه کې د ګډون اجازه ترلاسه نه کړي او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې ونډه ونه لري، پاکستان به د طالبانو په رضا کولو کې کوم رول او اغېز ترسره نه کړل شي.

ولې يې له اوله د دې حالت د رامنځته کيدو وړاندوينه نه کوله، ځکه چې د بن له غونډې رانيولي بيآ تر دې مهاله چې سلګونه زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په لکونو افغانان مهاجر او معيوب شول او کنډواله هيواد لا نور هم په کنډواله واوښت او په خپله د زياتو مالي او ځاني زيانونو سره مخامخ شول اوس امريکا او بريتانيا دغو وژنو او ورانيو ته کومه پوزه جوړولی شي؟

ځواب منفي دی.

دا د هيڅ افغان څخه پټه نه ده او هر څوک پوهيږي چې دا لوبه له اوله بيا تر ننه د دوی ګډه ډرامه ګڼل کيږي نه نور څه؟

بل پوښتنه چې راپورته کيږي دا ده، چې د کوم وجدان او انسانيت پر پريکړه د لسګونه زره افغانانو وژنه مطرح شوي وه؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې بايد ووايو چې امريکايان او انګريزان په افغانستان او سيمه کې غېرې اغېزمنې ستراتيژۍ او ناکامې پاليسۍ پر مخ بيا يي نو ځکه ناوړه پايله يې هم تر دې مهاله هرې خوا ته تر سترګو کيږي.

افغانان په دې ښه پوهيږي چې امريکايان، بريتاناويان او يو شمېر نور لويديځوال يې تر اوسه په خپلو کې د افغان کشالې د حل او سولې راوستو په تړاو نه کومه ځانګړي ستراتيژي او کړنلاره لري او نه هم په خپلو کې واحد دريځ او نه هم په افغانستان کې سولې راوستو ته ژمن دي.

تاريخ د دې شاهد دی چې حماقت مصيبتونه رامنځته کړي او دا حالت اوس په افغانستان کې راروان دی، نو کله چې بد نيت سړی دوزخ ته بيايي نو دا خبره اوس په افغانستان کې رښتيا کيږي.

که امريکايان او انګريزان د افغانانو څخه مشوره غواړي او په افغانستان او سيمه کې سولې او ټيکاو راوستو ته ژمن وي نو دوی دواړه بايد په افغانستان کې د سولې د راوستو په پلمه له هغو غوښتنو لاس په سر شي چې زموږ د ملي ګټو د افغانانو د غوښتنو او د لر پښتون افغان د خود اراديت مسلې سره په ټکر کې وي او نور وخت په دا ډول اوتو باوتو ضايع نه کړي، که دوی د افغانستان جغرافيه د سولې په پلمه د خپلو او پاکستان د ستراتيژيکو غوښتنو لپاره قرباني کول غواړي نو دا په حقيقت کې د زاړه غوايي په څېر په خوب کې د کنجاړي خوړل دي.

امريکا او بريتانيه بايد حقايقو ته په پام سره د سيمي فضا درک کړي د سيمو هيوادونو انديښنې چې په سيمه کې د دوی د شتون له امله رامنځته شوي دي ورته قناعت ورکونکي ځوابونه ووايي ځکه دا هيوادونه انديښنه لري چې امريکا او بريتانيه د دوی د هيوادونو د بې ثباتۍ او د دوی د پرمختګ د مخنيوي لپاره راغلي دي. افغانان دا نشي منلی چې هيواد يې د امريکا او بريتانيه د پاکستان په ستراتيژيکو غوښتنو سره د جګړې تل پاتې ډګر وي. امريکايانو نن د افغانانو لاسونه او پښې تړلي او پر داسې پاڼ يې درولي دي چې له امله يې ګاونډي هيوادونه چې د اتومي او زروي وسلو د درلودلو نيشه يې په سر کې ده په خپلو جامو کې نه ځائيږي په دغه تودو سياسي غوښتونو کې افغانستان يواځې امريکا بريتانيه او پاکستان ته سپارل او د نورو هيوادونو پر غوښتنو سترګې پټول سيمه د نړيوال کړکيچ او بحران پر لور بيايي نه نور څه، او که د ټولو هيوادونو غوښتنې او فرمايشونه منل کيږي نو څرګنده خبره ده چې د دغو څو قصابانو تر منځ به هرو مرو دا غوا مرداريږي د دې لامل دا دی چې د يادو هيوادونو غوښتنې د يوه او بل سره په ټکر کې دي چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې د هند او پاکستان نامستقيمه جګړه ده. دلته په سيمه کې د ميشتو هيوادونو متضادې غوښتنې او په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د امريکا او بريتانيه غوښتنې په يوه پلاټفورم راټولولو د سيمې د هيوادونو سياسي پاليسيو ته په کتو سره ناشوني خبره ده  د دې پر ځای ښه به دا وي چې د افغانانو غوښتنې ياد هيوادونه، امريکا او بريتانيه ومني، چې دا به له يوې خوا د افغانستان ملي حاکميت، د خاورې بشپړتيا او ملي ګټې خوندي کړي او بلخوا به د سولې سيمه ييز او نړيوال تضمين ته لاره هواره شي او لر پښتانه افغانان به هم خپله برخليک پخپله وټاکي او که امريکا او بريتانيه په خپلو ړندو پاليسيو غير عملي او نامعقوله تګلارو ټينګار کوي نو دوی بايد په دې وپوهيږي چې د دوی غوره کړي لار د ناکامۍ کندې ته د ورلويدو پر لور روانه ده. که د خليلزاد د سولې ماموريت يوازې او يوازې د افغانستان د ستونزې د حل په اړه د پاکستان هغه غوښتنې وي چې د مخه ورته اشاره وشوه نو دا لار ترکستان ته تللي ده او ګرانه به وي چې خليلزاد دا ميښه پر دغه لوړ او ستغ کنډو ور وخيږوي. ښه به دا وي چې خليلزاد امريکا ته د بيرته ورګرځيدو پر مهال له جمهور رئيس دوانلد ټرمپ څخه وغواړي چې د پاکستان د غوښتنو پر ځای د افغانانو غوښتنو ته غاړه کيښږدي، ځکه د افغانانو په غوښتنو کې د روانې کشالې رښتيني حل پروت دی چې هم د افغانانو، سيمه والو او نړيوالو درې واړو په خير دی. د افغانانو غوښتنې دا دي:

۱- کله چې نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول ناټو او ايساف ځواکونو څه د پاسه اتلسو کالونو په موده کې د خپل ټول ځواک په کارونې او کړيو ژمنو سره سره افغانستان ته سوله امن او ثبات رامنځته نه کړل شو نو د افغانستان د دې اوږدې ملي غميزې يواځينی د حل مؤثره لار دا ده چې د افغانستان د چارو واګي دي نور په صادقانه او رښتيني توګه افغانانو ته ور وسپارل شي.

۲- که د امريکا محتده ايالات او بريتانيه په افغانستان کې سولې راوستو ته ژمن وي نو امريکا دې افغان وسلوال ځواکونه زموږ د ګاونډیو هيوادونو د وسلوالو ځواکونو سره په انډول کې رامنځته کړي دا به له يوې خوا ناټو ځواکونو ته د افغانستان څخه د وتلو زمينه برابره کړي، مالي لګښتونه به يې راکم کړل شي او په سيمه کې د پرتو هيوادونو انديښنې چې په افغانستان کې د دوی د نظامي حضور له امله رامنځته شوي دي له منځه لاړې شي او د افغانستان د ستونزو هواري ته به لازمه ډاډمنه فضا رامنځته شي ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا به يې خوندي شي. خو حقيقت دا دی چې امريکا او بريتانيه کله هم د افغانانو غوښتنو منلو ته حاضر نه دی دا ځکه چې د افغانانو په غوښتنو سره دوی په سيمه او افغانستان کې هغه اوږد مهاله پلانونه نه شي پلي کولی کوم چې دوی يې په پام کې لري زما په اند که امريکا د جمهور رئيس او بريتانيه صدراعظم په سپارښتنه يوازې د طالبانو او پاکستان سره سوله وکړي او په جګړه کې نورې ښکلي خواوې له پامه وغورځوي دا به په افغانستان کې د يوې بلې کورنۍ جګړې اور بل کړي چې دابه نه يوازې سيمې بلکې د نړۍ امنيت هم له ګواښ سره مخامخ کړي چې پایلې به يې خورا ناوړه او نه اټکل کيدونکي دي.