د جدي شپږمه د تاريخ يوه نه هيريدونکي ورځ

F

ليکوال: يوسف انتظار

F

۱۳۹۷لمريز کال د جدي شپږمه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د سره يرغلګر او تيري کوونکي فوځ د نهه ديرشمې کليزې سره برابره ده.

دا يرغل په داسې شرايطو کې ترسره شو چې د سوسياليستي او پانګوالي دوو لويو قطبونو تر منځ سړه او تبليغاتي جګړه په اوج کې وه او د ځمکې د کرې د ويش پر سر يې تر منځ سخته سيالي روانه وه.

د شوروي فوځي يرغل په ترسره کيدو سره افغانستان د لوديځ او ختيځ تر منځ دوزلوبې په ډګر واوښت، د امريکا متحده ايلاتونه او لويديځ انډيوالان يې د افغانستان په مسله کې د شوروي سره ښکر په ښکر شول او نړيواله بڼه يې غوره کړه، د جګړې له پيله تر پايه په ميليونونو افغانان د پولي ها خوا په ګاونډيو هيوادونو کې ميشت شول د جګړې د پرمخ بيونې په موخه د وسلو، پيسو او د فوځي روزنې تدارکاتي لارې چارې پيل شوې، ختيځ او لوديځ يوه او بل ته د جګړې په ډګر کې د ماتې ورکولو په موخه د خپلو پوځي سلاکارانو او ماهرينو فعاليتونه په چټکۍ سره پيل او د جنګ جګړو د پرمخبيونې لپاره د پولې ها خوا تعليمي او روزنيز فوځي مرکزونه پرانستل شول، په هيواد کې د جګړې اور بل شو او خپل پراخ سيوری يې پر هيواد وغوړا ؤ، په ميليونونو هيودوال د دواړو لوريو څخه د جګړې په ډګر کې ووژل شول، زيات شمېر معيوب او معلول شول د هيواد په کچه ټول بنسټيز جوړښتونه په چورلټه توګه له منځه ولاړل، هيڅ لوری په جګړه کې پرېکنده بری ترلاسه نه کړ د جګړې د پای ته رسيدو څرک نه تر سترګو کيده يو لوری هم په جګړه کې ماتي منلو ته حاضر نه ؤ. جګړې ټول هيواد په سر اخيستی وو، د قدرت پر ګدۍ ناست مشر او يو شمېر نورو مشرانو د دې وړتيا نه درلوده چې په جګړه کې ښکېل هيواد د جګړې له ډګر څخه راوباسي او د افغان کشالې حل ته يوه معقوله او د منلو وړ مناسبه لاره ومومي، ګوندي غړو ته نور دا مړژواندی حالت نه دا چې د منلو وړ نه وو، بلکې د ګوند په مشرتابه کې يې د بدلون رامنځته کول، د هيواد د مثبت برخليک ټاکلو لپاره يې د مهمې اړتيا په توګه مطرح کوه.

له بلې خوا ګوندي غړو پر افغاني ټولنې د واکمنو دودونو او رواجونو په پام کې نه نيولو، د خلکو سره ناوړه چل چلند، د ګوندي غړو د کاري وړتيا نه شتوالی، د ټولنې د تکاملي پړاوونو څخه ټوپوهنه، د قدرت انحصار، پر افغانستان باندې د شوري يرغل په ترسره کيدو سره جوخت پر خلکو د ببرک کارمل ورتپل او يو شمېر نورو تيروتنو، د ګوند او دولت باور ته ستر زيان ور اوړولی وو، چې خلکو د نظام څخه ملاتړ ته زړه نه ښه کاوه او ورځ تر بلې د ولس او دولت تر منځ د بې باورۍ واټن مخ پر زياتيدو وو او ګوند دې ته اړ شو تر څو داسې مشر ومومي چې له يوې خوا يو متوازن او معقول سياست رامنځته کړي چې د افغان په کشاله کې ټولو ښکېلو غاړو ته د منلو وړ وي او بل دا چې دا درايت او وړتيا ورسره وي چې د دې سياست په شتون کې هيواد د اوسني بحران او کړکيچ څخه راوباسي د دې هدف د ترسره کيدو لپاره د هيواد پخوانی جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله غوره او هغه يې د ګوند د مشر په توګه ونوموه، نجيب الله چې د ښې سياسي پوهې، زيرکتيا، کاري وړتيا او نوښت څخه برخمن وو، د يو دراک او پوه سياستوال په توګه يې هيواد د دې ملي غميزې څخه د ژغورنې په موخه د ملي پخلاينې او روغې جوړې سياست چې په بشپړه توګه يې د افغانانو د هيلو او ارمانونو څخه سرچينه اخيستله او د افغاني ټولنې په واقعيتونو ولاړه وه، نه يوازې د خپل ګوند او دولت، د اوږد مهاله سياست په توګه، بلکې د هيواد د بيا رغونې په اوږده پړاو کې د ټولو افغاني ځواکونو د ګډ ملي سياست په توګه مطرح او دا يې څرګنده کړه چې د هيواد ستونزې د حل يوازې او يوازې د افغانانو تر منځ د بين الافغاني تفاهم د رامنځته کيدو د افغانانو په مشری د بهرنيانو د لاسوهنې پرته بله بديله لار نه لري.

ده خبرداری ور کړ تر هغې به هيواد کې سوله، امن او ثبات رامنځته کيدای نه شي تر څو ټولې افغاني ښکېلې خواوې په صادقانه او رښتيني توګه د يوه مېز تر شا راغونډې نه شي او ملي ګټې تر ګوندي، تنظيمي، شخصي، قومي، سمتي او ژبنيو ګټو لوړې ونه بولي. چې بيا وروسته د ده وړانديز په مکه مکرمه کې د روغې جوړې په اړه د ښکېلو خواوو د راټوليدو لپاره خورا مشهور شو.

نجيب الله د خپل واک په ټوله موده کې په يوه اړخيز ډول يوه شيبه هم د روغې جوړې او پخلاينې سياست څخه پر شا نشو. ده په هر اړخيز ډول هڅه او هاند وکړ چې د ملي روغې جوړې د پلي کولو، د جګړې د بندولو لپاره د ښکېلو ډلو، ځانګړو شخصيتونو د پخواني پاچا محمد ظاهر په شمول همدارنګه په لويديځ او د امريکا په متحده ايالاتو کې مهاجر افغان سياسيون او همدارنګه د ښکېلو نړيوالو هيوادونو د مثبتو او جوړونکو هلو ځلو لاره هواره کړي، چې بېلګه يې د ملګرو ملتونو د سولې لومړنۍ پنځه فقره ييز پلان ته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بنين سيوان له خوا پر مخ وړل کيدو اشاره وکړو.

نجيب الله د ژينوا د لوزنامو او افغان ولس د غوښتنې او د افغاني تنظيمونو د سرښيندنې په پايله کې د پخواني شوروي يرغلګر او تيري کوونکي فوځي ځواکونه له هيواد څخه وتلو ته اړ کړل.

تر څو په ۱۳۶۷ ل کال د سلواغې په ۲۶ نيټه د پخواني شوروي د څلوېښتمې تيري کوونکي پلې فرقې قومندان جنرال ګروموف د شوروي وروستی فوځي، د حيراتانو د پله له تيريدو وروسته چې د سره ښکيلاک سور بيرغ يې په ټيټ سر له ځان سره ليږدا وه، د يوه ځانګړي فرمان د توشيح وروسته دا ورځ د ملي نجات (ملي ژغورنې) د ورځې په نوم ونوموله، چې اوس دا ورځ د هيواد په تاريخ کې د نجيب الله د نامه سره نه شليدونکی پيوند لري او افغانان هر کال دا ورځ د هيواد په د ننه او بهر کې په شندارو مراسمو سره لمانځي او په ټول هيواد کې رخصتي ده. په ډېرې خواشينۍ سره چې د ملي روغې جوړې پلان چې د تطبيق وروستي پړاو ته رسيدلی وو، خو د يو شمېر وطن پلورونکو او په پرديو پورې تړلو کسانو او د يو شمېر بهرنيو هيوادونو په وساطت او ملتيا شنډ کړل شو او هيواد يو ځل بيا په اوږده جګړه کې ښکېل شو.

په افغانستان باندې د پخواني شوروي يرغل پايلې نه تنها افغانانو ته بلکې د تيري کوونکي هيواد لپاره هم په ډېره لوړه بيه تمامې شوې. د شوروي په اډانه کې ۱۵ جمهوريتونو او د ختيځې اروپا هيوادونو هر يوه خپله خپله خپلواکي ترلاسه کړه، د برلين ديوال ونړيده او د ورسا فوځي تړون دړې وړې شو.

د هغه شميرو له مخې چې اوس په ډاګه شوي دي، د دې جګړې پر مهال د لسو زرو په شاوخوا کې شوروي فوځيان وژل شوي، د ۷۰۰۰ په شاخوا کې معيوب، د ۴۷۵ تنو په شاوخوا کې ليونيان شوي، ۱۸۰ تنو ځانوژنه کړي، ۱۳۳۶ تنه په نشه يي توکو روږدي شوي، د ۴۳ تنو په شاوخوا کې شوروي فوځيان تري تم، ۱۲ تنه د شوروي د جاسوسې ادارې کې جې بې مامورين او سلاکاران په جګړه کې وژل شوي دي.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ويلي دي چې:

د افغانستان جګړه په نړۍ کې زموږ لپاره بايد وروستۍ جګړه وي، دا له هغو وروستيو ځانوژونکو ماينونو څخه يوه را وختله چې زموږ لوی هيواد پرې والوت او دړې وړې شو.

د شوروي اتحاد ړنګيدل د شلمې پيړۍ تر ټولو ستر جيوسياسي ناورين وو، د روسيې د خلکو لپاره دا يوه واقعي ډرامه شوه.

د شوروي د تيري ترڅنګ پر افغانستان باندې د ناټو د فوځي ځواکونو يرغل او ځای پر ځای کيدو سره په هيواد کې ۱۸ کلنې کور ورانونکي او وژونکي جګړې د افغان ولس څخه د ملي مفکورې او ملي ارادې ټولنيز احساس او اساس واخيست، د افغان ملت بنسټيز چوکاټ په عملي توګه دړې وړې شو، د افغانانو ملي يووالي ته ستر زيان ورواوښت او دا اتل ولس يې په مختليفو نومونو سره وويشل.

نو پر همدې بنسټ دا د هر وطنپال افغان ملي او اسلامي دنده ده چې په ولس کې د ملي مفکورې او ملي ارادې د پياوړتيا او غښتلتيا په زور ټولې کورنۍ او بهرنۍ توطيې او دسيسې چې د افغانستان د ويشلو لپاره په لاره اچول شوي دي، په غوڅ او پريکنده ډول سره شنډې کړي ځکه دا يوازينۍ الترناتيف دی چې کولای شي افغانستان د اوسني څلويښت کلن بحران او کړکيچ څخه رابهر او دې ملي غميزې ته د پای ټکی کيږدي.