F

انجنیرعبدالصبورساپی

F

دمسکو ناسته د پاکستان لاسته راوړنه!

F

د مسکو ناسته که دهرچا لخوا جوړه شوې وي خوبې شکه د استخباراتو ترنظرلاندې یوه پلان شوې غونده ده که روسیه هرڅومره هم دا خبره رد کړي او خپل ځان بې پرې ونیسي، مګردا د پاکستان د استخباراتو سره  یو ګډ کاردی چې هریوپدې کې خپلې موخې تعقیبوي، روسیه امریکا سره په ټکرکې ده دهرفرصت نه په دې عرصه کې ګټه پورته کوي له افغانانوهم نه په همدې مقصد سود اخلي، خومونږ ته ترهڅه دمخه د پاکستان دریځ د اهمیت وړده، آی اِس آی ښه پوهېږي چې کولی شي، نفاق اچولو، شخصیتونو بدنامولو یاترور او د افغانستان خرابولوکې له چانه څنګه موثره ګټه پورته کړي،  دا کسان ځنې تنظیمونه اوډلې دي چې تېرو کلو کې د پاکستان جیره خواره لوی شوي او اوس د ډاکتراشرف غني لخوا له قدرته عزل  او یا صلاحیتې کم شوی ده، دا کسان اوس د ډاکتراشرف غني نه د کسات اخیستلو لپاره حتی ملی نوامیسوخرڅولو معاملې ته هم تیاردي، له بلې خوا طالبان د یوې مُهرې په حیث دسیاست په دغه استخباراتي شطرنج کې د آی اِس آی لخوا کارولکېږي، خودوۍ (طالبان) بیاځان یوه مستقله اوخپلواکه ډله ګڼي مګرد پنجاب له اجازې پرته قدم نشي اخیستلی، کومې افغان ډلې ټپلې اوڅېرې چې پدې غونډه کې ګډون کوي د ښاغلي حامد کرزي ټوله پخوانۍ مفسده ډله آن د کرزي د دفتررئیس په ګډون برخه اخیستې ده۰

پرون د حامد کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې وېل شوي دي، چې  د حامد کرزي په مشرۍ له سياسي (ګوندونو!؟)، سياسي (شخصيتونو!؟) او سياسي جريانونو يوه ډله د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.(پژواک)

د دغې ډلې نوملړ چې د حامدکرزي دفتر په رسمي مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم استول شوى، په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى.

په دغه نوملړ کې اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېرمحمد اخوندزاد، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمى هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجنير يوسف پښتون،  عبدالجبار تقوا،  ضرار احمد عثماني، رنګين دادفر سپنتا او ډاکتر زلمى رسول شامل دي.  

دغه راز قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو غوڼدې ته ځي.

پرون د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر هم پژواک اژانس ته ويلي و چې دى هم له نورو سياسي مشرانو سره د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د حزب اسلامي ګوند مرستيال وياند فضل غني حقمل پژواک ته وويل، چې ددوى يو لوړ پوړى پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي، خو نوموړي د پلاوي نومونه په ډاګه نه کړل خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويلي چې د حکمتيار زوى حبيب الرحمن او ډاکتر غيرت بهير به د حزب په استازيتوب په ياده غونډه کې ګډون وکړي، دغه راز د پير حامد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ګوند غړي هم مسکو ته ځي او د صبغت الله مجددي زوى ډاکتر نجيب الله هم ويل کېږي په دغې ناسته کې ګډون کړي۰

په ټوله نړي کې اصول دادي چې سیاسی احزاب او ډلې که د دولت سره هره ستونزه لري مګر په بهرکې د ملي ګټود خوندي ساتلوپه خاطر د دولت د سیاست ملاتړکوي اوس د دغوشخصیتونو اوپه تېره احزابو ګډون په دغه ناسته کې ستره تېروتنه  او د ملت سره ستره جفا ده ځکه دغه ناسته د افغانستان د (واکمنۍ سبوتاژ) ده، له بله خوا د دغې ډلې ګډون په دغه ناسته کې حقوقی ځای نلري ځکه  دوی د څه په حیث دغه غونډه کې ګډون کړی د دولت استازي و یا د مخالفیونو په حیثیت، د اپوزیسیون یا عادي اشخاصو په حیث که وائي د ملي شخصیتوپه حیث؛ نو دا خوملی څېرې ندي بیا ملی شخصیتونه د چا استازيتوب کوي؟!

په داسې حالیکه چې طالبان بیا د دولت سره په تقابل کې قرار لري او وائي چې دولت سره خبرې نکوي او په رسمیت ئې نه پېژني نو دغو ډلوسره به د دوی ناسته د دولت په رسمیت پېژندل وی یا به دډلوتسلیمی طالبانوته پرته له دې د حقوقي لحاظه دغه ناسته څنګه تعریف شي؟!

دا ډلې په هره بهانه یا څهره چې وي خویو څه چې روښانه ده هغه دا ده چې دا ناسته فقط د څوکۍ اود قدرت  د بیا لاسته راولړو پخاطر کوښښ ده  او د دوۍ خپلې شخصي ګټې خوندي کېدل ، اوکه د دولت نه ملاتړ وکړي نو طالب سره به بیا دا د منځګړي توپ په معنی وي چې یو ارزښتناکه خبر ده پرته له دې  به طالبانوته د تسلیمی په معنا ده اوبس۰

د پاکستان ګټې له دې ناستې!

پاکستانی استخبارات بیا پدې کې بله موخه لري په لمړي قدم کې په تاکتیکي توګه طالبانوسره  د کرزي په شمول د دغې ډلې او شخصیتونو پټ یا برالا ائتلاف رامنځ ته کول، فعالیتونه کوردینه کول او د کابل ضعیفول۰ 

په دوهم  قدم کې موقت حکومت رامنځته کول د  فعلی نظام، اردو، پوليس، ملي امنیت، ټول اداري سیستیم لړنګول، دیوشمیر څېرو محاکمه کول او وژل شامل دي۰

دریم قدم کې پاکستان له ډاکترغني نه ډار لري نه د حامد کرزي نه د طالب او ګلبدین نه جمعیتانونه نوځکه هره هڅه کوي چې ډاکترغني نه ځان خلاص کړي او د اسلامي امارت بڼڅت کېښودل شي!

اوس پښتنه دا ده که دا ټول د پاکستان او طالبانو لخوا لړنګ شي آیا طالبان دعلمي، اقتصادي اوتخنیکي لحاظه داسې وړتیا او امکانات لري چې دغه ټول سیستیم دې بیا جوړول او په پښو و دروي او که د پنجاب مشاورینوته غوږ شي؟!

حتی که طالبان دا امکان او وړتیا هم ولري په هېڅ صورت دا د یو روځ یوکال کارنده وخت او زمان غواړي، نودلته ده د پاکستان اصلي خواست اومقصد به پوره شي او یو بیچاره، غریب ناتوان او احتیاج افغانستان یا د پاکستان پنځمه صوبه منځته راشي، هغه خوب چې اخترعبدالرحمن او جنرال حمیدګل لیده به محقق شي، کله چې داسې وشول بیا د دې ډلو او تنظیمو وهل او رټل د طالبانو په وسيله لکه ۱۳۹۶ش کال په څېر د چای څښلوپه شان ساده وي، له بده مرغه افغانی سیاست وال دا فکرنکړي چې موقته اداره دحل لاره نده صلحه راوستل قدرت تسلیمول طالب ته نه بلکه ځانته یومیکانیزم لري چې ملی ارزښتونه او د ټولو غاړو ګټې پکې خوندي وي، د عباس  ستانکزي خبرې چې وائي: «موږ چې راغلو اردو منحلو۰۰۰ داکوهغه کو» یعنی طالب فکرکوي چې قدرت ټول دوۍ ته تسلیمېږي او دوۍ د مُلک مَلکان تعین ېږي نو هرڅه چې غواړي هغه به کوي باید طالبان له دې خوبه را ويښکړل شي، د مسکوګډون وال باید فکر وکړي دوی څنګه کولی شي چې په طالبانو دا باور وکړي چې دغه ډله به بیا لکه د کرزي په شان دوی ته امتیازات ورکړي اوخلک به هم بشپړآزادي ولري دا یو خوب ده ، اوس خبر دا ده چې ټول ملی او وطنپال ځواکونه باید د ډاکتراشرف غنی په شاوخوا ټول شي او د ده له پلانونه دفاع وکړي ترڅو تل پاتې سوله راشي که نخو افغانستان به د اسلام او دین په نوم د  د جهل اوفقر ځای او دپنجاب ښکارځای وي اوبس۰

                                                                       پای