F

سرلوڅ مرادزی

F

ایا عطانور د یوه قومندان د ګمارنې او سلب حقوقي واک لري؟

F
کله چې عطا محمد نور د بلخ ولایت له مقام څخه ګوښه شو، اوس په حکومت کې نوموړی کوم حقوقي شخصیت نه ګڼل کیږي. همدارنګه که څوک د ولایت په مقام یا بل مقام کې دنده هم ولري؛ د حکومتي چارواکو بدلون رابدلون خپل پروسیجر لري او داسې مقام چا ته حقوقي واک نه ورکوي چې د چارواکو په ګمارنه او سلب کې دې د تنظیمي، سمتي او یا بلې خپلوۍ پر بنسټ لاس ووهي او واک دې ولري!
ګمان نه کیږي چې عطانور دې له داسې پروسیجره بې خبره وي، اوس پوښتنه دا ده چې نوموړی ولې د ځینو کسانو په ادلون بدلون سره چې حکومت کې قانوني چلند دی، په تېره بیا بلخ ولایت کې غبرګون ښۍ؟ ایا عطانور بلخ ولایت د افغانستان خاوره نه بولي او په خپل اند، ځان د د ې ټوټي ابدي واکمن بولي؟ ایا کوم بل هېواد ورته د مزارشریف د «وایسرای» دنده سپارلي؟
عطا نور ولي د مرکزي حکومت د پیاوړتیا او د قانون د پلیتوب په وړاندې، د دولت او نظام د نورو مخالفینو څخه مخکې، دریږي؟
ایا بلخ کې په داسې لاسوهنې سره، عطا یوازې خپلې تنظیمي او سیاسي ګټې په پام کې لري، که تر داسې ګټو خبره پورته ده؟
او په ټوله کې د بلخ په اړه عطانورڅه پلانونه په پام کې لري؟
څه مهال وړاندې د جرمني شپېګل مجلې د عطانور د ځینو پلانونو څخه پرده پورته کړې وه، هلته لولو«مجله شپیگل آلمان به اسنادی دست یافته است که نشان می دهد عطا محمد نور والی پیشین بلخ بهخاطر دست داشتن در قاچاق مواد مخدر مورد پیگرد ناتو قرار دارد.این نشریه آلمانی گزارش داده است که ناتو از سال 2010 به بعد عملکردهای آقای نور را تحت نظارت دارد و در مورد دست داشتن او در قاچاق مواد مخدر اسناد و شواهد کافی جمع آوری نموده است. شپیگل فاش نموده است که نام عطا محمد نور در لیست قاچاقبران مواد مخدر ناتو، در جایگاه 1722 قرار دارد. نظر به گزارش این نشریهآلمانی، عطا محمد نور تاکنون میلیونها دالر را از طریق قاچاق مواد مخدر در افغانستان به دست آورده است. منبع می افزاید، والی پیشین بلخ، علاوه بر سوء استفاده از مقام رسمی دولتی در قاچاق مواد مخدر، به قتل رقیبان سیاسی خود نیز متهم شناخته شده است
د حیرتانو بندر ګمرکي عواید او په بلخ کې د بیزنس نورې لارې چارې چې اسلامي جمعیت اوعطانور ته د پیسو پخه زیرمه جوړوي، حقیقت کې د مرکزي حکومت په وړاندې د عطانور د اختلاف اصلي لامل شمېرل کیږي. عطانور چې اوس په را روانو ټاکنو کې ډېرو پيسو ته اړتیا لري، نه غواړي بلخ کې هغه کسان له دندو ګوښه شي چې د دغو پيسو په ورکړه کې عطانور او اسلامي جمعیت ته ژمن دي.
بلخوا جرمني شپېګل مجله د عطانور د پلانونو بل اړخ هم راپه ګوته کوي او لیکي چې عطانور بلخ کې د خپلو سیاسي سیالانو په لمنځه وړلو هم صرفه نه کوي. د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشت کې عطا نور د بلخ د ولایتي شوراغړی اصف مومند د بلخ له هوايي میدان څخه ونیو او بیا يی خپل کور ته د جزا لپاره یووړ، امریکا غږ په دې اړه لیکي« محمد آصف مهمند، عضو شورای ولایتی بلخ ادعا می کند که طارق نور، پسر عطا محمد نور، والی بلخ، نصف گوش او رابا دندان گزیده و بُریده است.
آقای مهمند در یک مصاحبۀ اختصاصی با تلویزیون آشنا صدای امریکا همچنین ادعا کرد که سکرتر والی بلخ با تفنگچه بر فرق او کوبید و او را مجروح ساخت.
در این مصاحبه آقای مهمند که علایم ضربه خوردگی در چشم چپ اش دیده می شد، و سرش نیز با بنداژ سفید بسته بود، به گوش چپ اش اشاره کرد که نشانۀ دندان گزیدگی به صورت واضح در آن دیده می شد
احمد ضیا مسعود د اسلامي جمعیت مرستیال د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د وژنې د لومړي تلین په مراسمو کې ویلي ول« دا اوس چې په شمال کې زیاتره ډلې جګړه کوي، په جمعیت پورې تړلې دي. هغه ډلې چې په فاریاب یا جوزجان کې جګړه کوي یا په جمعیت او یا هم په جنبش پورې تړلي دي، BBC»
په همدې تړاو امریکا غږ سره، ضیا مسعود دا هم زیاته کړې وه« تنها طالبان عامل بر هم زدن امنیت و ثبات در افغانستان نبوده، بلکه به گفتۀ وی، بیشتر گروه های مسلح مخالف دولت در فاریاب و جوزجان، اعضای وابسته به حزب جمعیت اسلامی یا جنبش اسلامی اند»
په ټوله کې اسلامي جمعیت او عطا محمد نور، بلخ د کابل او مرکزي حکومت په وړاندې د یوې خوږې ګوتې او ضربې پتوګه کاروي. دا ډله مزارشریف ښار ته په خپل اند، د راتلونکي خراسان د پلازمېنې په سترګه ګوري. خوشې نه ده چې د افغان تذکرو د ویش په مخنیوي کې غږ له مزاره پورته کیږي. د افغان هویت، تاریخ او نورو ملي ارزښتونو سره مخالفت ته لومړی په مزار کې لمن وهل کیږي.
هغه کسان چې فکر کوي، د یوه چارواکي بدلون د کابل او مزار تر منځ په دومره کړکېچ نه ارزي، حقیقت کې د مرکزي حکومت په وړاندې د توطيې له ریښې نه دي خبر!
عطا نور د امنيې د یوه عادي قومندان بدلون د حکومت توطیه بولي، خو نوموړی په دې خبرو سره هغه لویه توطیه پټوي چې اسلامي جمعیت يي د مزار شریف څخه د کابل او ټول افغانستان په وړاندې په پام کې لري.
په ۱۹۹۲ کال هم په افغانستان کې د تنظیمي او کورنیو جګړو توطیه لومړی له مزاره پیل شوه او وروسته کابل او ټول افغانستان ته خپره شوه.
نن هم بیخي ورته سیناریو په پام کې ده، هڅه دا کیږي چې مزارشریف دې یو ځل بیا د مرکزي حکومت په وړاندې د بغاوت او اړودوړ په مرکز بدل شي.
خو د عطانور په وړاندې امرالله صالح بیا وايی«د بلخ امنیې قومندان ګوښه کېدل هیڅ ډول توطیه نه ده، بلکې ولسمشر دغه کار د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په پار کړی دی»
په دې منځ کې یوه بله خبره چې بیخي خواشینوونکې او د حیرانتیا وړ ده، هغه د مزار د یوه قومندان د بدلون په اړه، کابل کې د امریکا د سفیر ښاغلي جان بس څرګندونې دي!
نوموړي په چهارشنبه د مارچ په ۱۳ مه، په ټوټير لیکلي چې د شخصې ګټو لپاره د هغه پيسو، تجهیزاتو او نورو مرستو چې د امریکا خلکو افغانستان ته ورکړې، لګول او کارول «زموږ د وژل شویو اتلانو»سپکاوی دی.
لومړی خو د امریکا سفیر د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هیڅ حق نه لري، ځکه نوموړی یوازې د امریکا سفیر دی، نه د افغانستان«وایسرای»! 
بله دا، دغه وسایل چې افغان حکومت يي د امریکا په ګډون له بل هېواده رانیسي، هغه د افغانستان ملکیت دی او افغان دولت يي د خپلو ملي ګټو په پار چې څنګه وغواړي، لګولي او کارولی شي.
دغه وسایل یو هېواد هم افغانستان ته وړیا او خدای په جات نه ورکوي، بلکې د هغو تر شا د هېوادو ګټې پرتې دي او په دې لامل وړیا نه ګڼل کیږي.
د امریکا د سفیر دا ډول څرګندونې، په ښکاره د افغان مرکزي حکومت پرځای، د یوه جنګسالار او ټاکلي تنظیمې ډلې څخه چې په کور دننه، ټولو ګډوډیو او توطیو کې لاس لري، ننګه او ملاتړ دی چې په هیڅ توګه افغانو ته د منلو وړ نه دي او هغه غندي!
بلخوا که د امریکا سفیر د خپلو نااهله څرګندونو په اړه، له افغان دولت او افغانانو بخښنه ونه غواړي، پر افغان دولت غږ کوو چې نوموړی سفیر دې په ۴۸ ساعتونو کې له افغانستان وشړي!
افغانستان د امریکا په ګډون ډېرو هېوادو سره دوستانه اړیکې او متقابلې ګټې لري او هغه پالي، خو دا په دې مانا نه ده چې د یوه سفیر او یا بل چارواکې بې سره بوله څرګندونو ته دې چوپ او بې غبرګونه پاتې شي!
د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی