F

سرلوڅ مرادزی

F

ریښتینی دوه مخی څوک دی؟

F

د نن ټکی اسیا په یوه خبر کې چې د طالبانو ویندوی بریښناپاڼه ګڼل کیږي، لولو« پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان حکومت او امریکا څخه غوښتي چې د سولې روانو هڅو په وړاندې دې د خپلې دوه مخې او متناقضې پالیسۍ څخه ډډه وکړي. کرزي د امریکا او حکومت له لوري د نظامي عملیاتو زیاتوالی او بمبارۍ د سولې د روانو هڅو سره په تضاد کې ګڼلي». نوموړې بریښناپاڼه دا هم زیاتوي چې طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیل راوروسته د طالبانو په خلاف چاپې، بمبار او نظامي عملیات زیات شوي او دې سره سم د ملکي تلفاتو شمېر هم ډېر شوی.

کېدای شي د حامد کرزي، طالبانو او د دوی د نورو حامیانو په اند، د طالبانو په وړاندې عملیات د سولې هڅو سره اړوپیچ وي، خو د ډیری افغانانو په نظر د سولې د هڅو تر څنګ پرلپسې عملیات چې طالبان يی افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره نه وي چمتوکړی، اړین دي؛ باید نورهم شدت پیداکړي او لا تهاجمي بڼه غوره کړي.

باید په ډاګه وویل شي، طالبانو سره د سولې خبرې چې د پنجاب پشان بهرني ملاتړي تر شا لري، په زارۍ او ننواتو نتیجه نه ورکوي، دلته پوځي عملیات باید د سولې د خبرو د بریا او بشپړندوی په توګه وګڼل شي.

که ښاغلی کرزی د سولې خبرو کې امریکا په دوه مخۍ تورنوي، کېدای شي خبره يي تر یوه بریده په حق وي . خو دلته هم په امریکا د کرزي نېوکه د هغې سولې لپاره چې د هېواد او افغانانو په خیر وي نه تر سترګو کیږي، کرزی د جهادي مافیا له ګټو سره  یو ځای د خپلو ګټو د زیان په غم کې کړیږي.

امریکا سره په یوه تله کې د حکومت وراچول او د سولې په هڅو کې يي دوه مخی ګڼل، حقیقت کې خپله د کرزي دوه مخي راسپړي.

د کرزي موخه دلته هم د حکومت له دوه مخۍ څخه یوازې ارګ دی. اسلامي جمعیت، نظارشورا او په یوه خبره ټوله جهادي مافیا چې په ورته وخت کې د حکومت غوړه برخه جوړوي او له حکومت بهر بیا کرزي سره په یوه ټلواله کې شریک دي، د کرزي په اند په دې دوه مخۍ کې برخه نه لري. کرزی همدغه شریکباڼو سره یوځای، د ارګ خلاف طالبانو سره ماسکو کې ګوري او په قطر کې خپلو طالبي یارانو سره د ارګ د ځایناستي په توګه ځان ځلوي.

کرزی او حواریون يي ارګ سره د موازي حکومت چلند کوي. دوی په دې توګه ځان سیوری حکومت راپېژني.

د کرزي د حوارینو او شریکباڼو داسې دریځ، طالبانو ته فرصت او پلمه لاس کې ورکړې چې حکومت سره له مخامخ خبرو ډده وکړي او د ارګ پرځای دې جهادي مافیا سره دلته، هلته وګوري.

دا چې کرزی او مافیايي حواریون يي د حکومت د پوځي عملیاتو بولاله هم تکراروي، طالبانو سره په  زدوبند کې، ترسره کیږي. طالبي رسنۍ ځکه د کرزي او جهادي مافیا، حکومت ضد څرګندونې په ډول و سرنا خپروي!

حکومت د روژې او کوچني اختر په ورځو کې طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه، خو هغوي په بېشرمۍ سره رد کړه. حکومت د ښه نیت په موخه د کوچني اختر په ویاړ او وروسته ۸۸۷ تنه طالبان له زندان خوشې کړل چې ګروپ وار به خپلو کورونو ته لاړ شی، خو کرزی او مافیايي په دې اړه پټه خوله دي!

کرزي طالبانو سره د ناڅرګنده اړیکو او ژمنو په لامل د سولې په مشورتي لویه جرګه کې هم ګډون ونه کړ او هغې سره يي پرېکون وکړ.

حکومت سره له مخامخ خبرو ډده چې په کور دننه د کرزي او جهادي مافیا لخوا طالبانو ته ډالۍ شوې، حکومت اړکړی چې طالبانو سره د سولې خبرو تر څنګ چې د مشورتي لويي جرګې د لارښوونو په رڼا کې مخې ته ځي، پوځي عملیات هم له پامه ونه غورځوي.

دا عملیات په روژه او اختر کې د اوربند په اړه د طالبانو د ملي ضد دریځ وروسته، ښه په بریا سره مخ په وړاندې روان دي.

د جون په ۲۵ مه، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې ۱۳ وسلوال طالبان چې دوه يي مشران ول، ووژل شول او ۳ يي ژوبل شول، دغه عملیاتو کې یو شمېر وړې او لويې وسلې هم ترلاسه شوي. په همدې نېټه د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر ۲۰ ډېر طالبان نېول شوي.

بل پلو«افغان کمانډو ځواکونو د زابل میزانې ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور نظامي مسوول او د هغه لس ساتونکي وژلي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، ملا الفت خطرناک قومندان و
و چې تیره شپه یې پر پټنځای ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې او له خپلو ۱۰ وسله والو سره یې وژلی دی.تاند»
همدارنګه د دغو بریالي عملیاتو تر څنګ د افغان کماندويي ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې د طالبانو له زندانونو څخه یو زیات شمېر افغان خوشې شوي او زندانونه دړې وړې شوي.

د افغان امنیتي ځواکونو د همداسې بریاوو په مهال کرزی او جهادي مافیا چیغې وهي چې افغان حکومت دوه مخی دی او سولې ته ژمن نه دی.

د اجراییه ریاست واکمن عبدالله عبدالله هم کرزي سره غاړه تاووي او ارګ ته په اشاره وايی چې طالب بندیان د سولې خبرو پیل لپاره د ښه نیت ښوودلو په خاطر خوشې شوی او له دې کار څخه باید کمپایني ګټه وانه خیستل شی. البته ټول خبر دي چې ارګ دا بندیان د سولې د مشورتي لويې جرګې په لارښوونه خوشې کړي، چې عبدالله عبدالله د خپلې ډلې سره یوځای هغې سره پرېکون وکړ. تر اوسه چې سوله نشته اتل يي هم نشته، خو چې سوله راځي اتل به يي هم افغان ولس وي، طبعآ ارګ چې د ولس استازولي کوي په دې بریا کې به بې برخې نه وي.

طالبانو په دې وروستیو کې بزګرانوته امر کړی چې خپلو ځمکو کې کوکنار وکري او دوی يي د ساتنې ضمانت کوي.

کاشکې چې کرزي په دې اړه هم خپله غاړه خلاصه کړی وايی او خپل وروڼه يي له دې اسلامي ضد عمل څخه راګرځولای وايی.

بلخوا کرزی د حکومت د دوه مخۍ خبره داسې مهال کوي چې ارګ وايي امریکا د سولې خبرې د ارګ د دریځ سره سمې پرمخ وړي.

په نورو هېوادو کې چې ولسمشران متقاعد شي، کورونو کې کښيني او ځیني د ژوند او کار خاطرې لیکي، خو کرزی هیڅ ارام نه لری، په یوه پښه ګډیږي او لکه د شړومبو مچ ځان به هر څه کي ورګډوي!

د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی