الف.م.الف
سترګې 
تتې شي ، ړندی شي د توبو سترګې 
کله چه راواړوی په مړو سترګې 
خوښ یم چی تل ستا په تومت بار یمه 
چا ویل چی درنې وي په لیمو سترګې 
هره شیبه لار دی د راتلو څارم 
ستړې شولې نوری د شیبو سترګې 
خوند چی ئی دا ستا د شونډو وڅاکه 
ګوره ملالۍ شوې د پیالو سترګې 
ګوری چی زما ګل ته په کاږه نظر 
غبرګی دی ړندی شی د ازغو سترګې 
یو آن ئی له ما نه نظر وانه وښت 
څومره بی حیا دي د غمو سترګې









