ښاغلی پوهنمل راز محمد فیضي
پاکستان؛ د افغانستان په سیاست کې د لاسوهنې اوږده سیوري
او د زلمي خلیلزاد دریځونه
لنډیز (Abstract)
دا څېړنیزه لیکنه د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر اوږده او پېچلي تاریخ تمرکز لري، په ځانګړې توګه په هغه رول چې اسلاماباد د افغانستان په ناامنۍ او سیاسي بېثباتۍ کې لوبولی دی. په لیکنه کې د زلمي خلیلزاد څرګندونې د یوې مهمې سرچینې په توګه څېړل شوي دي، ځکه نوموړی د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان د سیاسي بهیر له نږدې شاهد پاتې شوی او د پاکستان دوهمخې پالیسۍ یې په ښکاره توګه بیان کړي دي.
څېړنه څرګندوي چې د پاکستان ضد دریځ د افغان سیاسي فرهنګ یوه تاریخي برخه ده، په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوریت پر مهال چې د پاکستان پر وړاندې دریځ نیول د سیاسي مشروعیت یوه وسیله ګڼل کېده. همدارنګه، د طالبانو پر وړاندې د پاکستاني طالبانو (TTP) جګړې د دواړو هېوادونو اړیکې نوره هم پېچلې کړې دي.
په لیکنه کې دا هم روښانه شوې چې اسلاماباد د ویزو محدودیتونو، د کډوالو جبري ایستنې او سیاسي فشارونو له لارې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپلې موخې پلې کړي، چې دا کړنې د اسلامي اخوت، ګاونډیتوب او انساني اصولو خلاف دي. د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره د سیاسي خبرو اترو، او د افغانستان د کورني ثبات او ځواک لوړول بلل شوي دي، نه یوازې د شعارونو او اعتراضونو تکرار.
دا څېړنه د سیمهییز سیاست د درک لپاره مرسته کوي او څرګندوي چې د بهرني فشارونو پر وړاندې د افغانستان د داخلي ځواک پیاوړتیا بنسټیز ارزښت لري.
له پنځو لسیزو را په دېخوا پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو، سیاسي ګډوډۍ رامنځته کولو او د ملي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره بېلابېل ډولونه هڅې کړې دي. دا یوه تاریخي او څرګنده خبره ده چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د اسلاماباد مداخلې یوازې د سیاسي ګټو لپاره وې، نه د اسلامي اخوت، ګاونډیتوب او انساني اړیکو پر بنسټ.
په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د پاکستان په اړه څرګندونې وکړې او د اسلاماباد دوهمخې چلند یې را برسېره کړ. وروسته له هغې چې راپورونه خپاره شول چې پاکستان د طالبانو د مخالفو سیاسي فعالانو د غونډې کوربه توب کوي، خلیلزاد په ښکاره توګه د پاکستان پر ویجاړونکي رول ټینګار وکړ. دا څرګندونې ځکه مهمې دي چې خلیلزاد د پاکستان له سیاستونو سره له نږدې بلدتیا لري او په خپله اعتراف کوي چې اسلاماباد هیڅکله د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی نه و، بلکې برعکس، د ناامنۍ دوام یې خپله ستراتیژي ګرځولې ده.
که څه هم پاکستان د دې غونډې ځنډ د تخنیکي ستونزو په نوم توجیه کړ، خو د سیاسي څېړونکو او زما په باور، دا ځنډ د سیاسي ملاحظاتو او ځانګړو موخو پایله ده، ځکه اسلاماباد د هرې موضوع په اړه هڅه کوي چې عامه افکارو ته د دروغو پرده وغځوي.
په افغان سیاست کې د پاکستان ضد دریځ تل یو مهم عنصر پاتې شوی دی. د اسلامي جمهوریت پر مهال، د پاکستان ضد تبلیغاتو ته دومره پراخ ځای ورکړل شو چې کله به یو سیاستوال د خلکو په نظر بدنام و، یوازې د پاکستان پر وړاندې په کلکو څرګندونو سره به یې خپل حیثیت یو څه بېرته اعاده کاوه. حتا داسې به ګڼل کېدل چې د اسلاماباد ضد دریځ د وطنپالنې مترادف دی. که څه هم اوس د تېر په څېر دا روحیه دومره پیاوړې نه ده، خو لا هم د افغان سیاسي فرهنګ یوه برخه جوړوي.
اسلاماباد په وروستیو کې هڅه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستاني طالبانو (TTP) جګړې د پلمې په واسطه د طالبانو له اسلامي نظام سره خپله شراکت بېرته ټینګه کړي. که دا ستونزه نه وای راپورته شوې، ښایي د افغانانو په منځ کې د پاکستان ضد روحيه لا هم هماغسې توده پاتې شوې وای. خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې که د پاکستان دښمني د افغانستان پر وړاندې رښتیا همدومره ژوره وي، د هغې د بدلون یا کنټرول یوازینۍ لاره سیاسي مذاکرات دي، نه د رسنیو له لارې د اعتراضونو تکرار.
پاکستان په تېر کې او همدا اوس د ویزو بندیزونه، د افغان کډوالو جبري ایستنه او سیاسي فشارونه د یوې وسیلې په توګه کاروي څو په افغانستان کې خپله غوښتل شوې فضا رامنځته کړي. دا کړنې نه د مسلمانۍ، نه د ګاونډیتوب او نه هم د انسانیت له اصولو سره اړخ لګوي.
زلمی خلیلزاد، چې د افغان سیاست په یوې مهمې مرحلې کې د امریکا رسمي استازی و، د پاکستان دوهمخې پالیسۍ ډېر ښه پیژني. د هغه څرګندونې یوازې د شخصي تجربو نه، بلکې د اوږدې څېړنې او نږدې مشاهدې له مخې دي. د ډېرو افغانانو په باور، د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په واک ته رسېدو کې د خلیلزاد ونډه له پامه نشي غورځېدلی. خو خلیلزاد هڅه کوي چې د خلکو نارضایتي د پاکستان پر ضد په څرګندونو سره جبران کړي، څو په یو ډول خپل سیاسي تصویر ترمیم کړي.
په ټوله کې، د افغانستان او پاکستان اړیکې د یو پېچلي تاریخ استازیتوب کوي؛ داسې تاریخ چې په کې سیاسي مصلحتونه د اسلامي او انساني ارزښتونو ځای نیولی دی. افغانان یوازې هغه وخت کولای شي د پاکستان د فشارونو په وړاندې بریالي شي چې په کور دننه خپل سیاسي ثبات، اقتصادي ځواک او ټولنیز یووالي ته وده ورکړي. د بهرني فشار د کمزوري کولو تر ټولو قوي وسیله همدا داخلي ځواک دی، نه یوازې د اعتراضونو د شعارونو تکرار.
ماخذونه
1. Rashid, Ahmed. Descent into Chaos: The U.S. and the Disaster in Pakistan, Afghanistan, and Central Asia. Viking, 2008.
2. Coll, Steve. Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden. Penguin Press, 2004.
3. Rubin, Barnett R. Afghanistan from the Cold War through the War on Terror. Oxford University Press, 2013.
4. Thomas H. Johnson & M. Chris Mason. No Sign until the Burst of Fire: Understanding the Pakistan–Afghanistan Frontier. International Security, Vol. 32, No. 4, 2008.
5. د افغان رسنیو او څېړنیزو راپورونو ټولګه (طلوع نیوز، پژواک، سلام ټایمز، ۲۰۱۰–۲۰۲۵).