ښاغلی پوهنمل راز محمد فیضي
په پاکستان کې د ا.ا.ا مخالفینو د غونډې ځنډېدو تر شا پټ رازونه
سریزه
زمونږ په جغرافیه کې، الله دا ډول یو هېواد رامنځته کړی چې د جوړېدو له شېبې راهیسې نه یوازې مونږ ځوریږو، بلکې زموږ ګاونډیان هم د دې هېواد له ثبات څخه نارامه دي. پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان په سیاسي معادلو کې د خپلو ملي ګټو لپاره لاس وهنه وکړي. د ا.ا.ا مخالفو افغان څېرو د بلل شوې غونډې ځنډېدل، چې تمه کېده د اګست په ۲۵–۲۶ ترسره شي، د څو سیاسي او استخباراتي محاسبو څرګندونه کوي. دا مقاله د دغې ځنډېدلې غونډې پټې اجنډاوې او احتمالي سناریوګانې څېړي.
۱. د ګډونوالو د نوملړ پراخول
لومړی دلیل د ګډونوالو د نوملړ زیاتول دي. پاکستان هڅه کوي د افغانستان د تېرو کلونو مختلفو سیاسي او جهادي ډلو استازي راټول کړي، څو غونډې ته مشروعیت ورکړي او د “موازي استازیتوب” فضا جوړه کړي. په دې توګه پاکستان غواړي نړۍ ته دا انځور وړاندې کړي چې د افغانانو یوه پراخه برخه د ا.ا.ا پر ضد ده.
له ارواپوهنیز اړخه، پاکستان غواړي ا.ا.ا هیجاني کړي او د غبرګون ښودلو لپاره یې مجبور کړي، څو ووایي چې “موږ هم ستاسو مخالفان غونډولې شو.” دا ښيي چې TTP په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان د څارنې تر اغېز لاندې دی، چې بیا اسلاماباد نړیوالو ته دا وښيي چې مخالفین د افغانستان په خاوره دننه فعال دي او د پاکستان لخوا تمویل او تجهیز کېږي.
۲. د فشار ـ فرصت سیاست
دوهم دلیل، د پاکستان دوهمخیز سیاست دی. اسلاماباد غواړي ا.ا.ا ته داسې پیغام ورکړي: “موږ د مخالفینو غونډه هم کولای شو او هم یې لغوه کولای شو.” دا د فشار وسیله ده چې د ګاونډي هېوادونو د ډيپلوماسۍ برخه ګڼل کېږي. ا.ا.ا نوښت باید دا وي چې د رسنیو له لارې نړۍ ته ورسوي پاکستان هېڅکله نه غواړي یو با ثبات افغانستان رامنځته شي، او پنځوس کاله یې هڅه کړې چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو ارام نه شي.
۳. د جهادي رهبرانو د شبکو ازمویل
درېیم احتمال د پخوانیو جهادي رهبرانو او سیاسي څېرو شبکو بیا فعالول دي. د غونډې ځنډېدل ښيي چې پاکستان غواړي هغه کسان وارزوي چې لا هم د دوی تر نفوذ لاندې دي. دا د استخباراتي پیغام یوه برخه ده، چې ا.ا.ا ته وښيي د افغانستان دننه لا هم د دوی پخواني متحدین فعال دي.
ا.ا.ا باید د دې لېست استازي په نښه کړي، د افغانستان د اصلي دښمنانو په توګه یې رسنیز کړي او امنیتي ارګانونو ته هدایت ورکړي چې د دوی شبکه په نطفه کې خنثا کړي.
۴. د سیاسي امتیاز اخیستلو هڅه
څلورم دلیل، د سیاسي امتیاز اخیستل دي. پاکستان د ا.ا.ا پر حکومت فشار زیاتولو لپاره دا غونډه د یوې وسیلې په توګه کاروي، څو ا.ا.ا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د TTP په اړه د پاکستان غوښتنې ومني او د خبرو مېز ته کښېني.
په حقیقت کې، دلته TTP هیڅ شتون نلري او ا.ا.ا ورسره کوم تړاو نه لري. دا یوازې د پاکستان دننه خپل سیاسي مخالفین دي چې د وسلو په زور د خپلو اهدافو لپاره کارول کېږي.
۵. ارواپوهنیز اړخ
د غونډې ځنډول د “انتظار ـ اضطراب” ستراتیژۍ برخه ده. کله چې یو سیاسي ګام ځنډېږي، مقابل لوری په دوامداره توګه په رواني فشار کې ساتل کېږي، څو د احتمالي پایلو په اړه بې باوره او بې پرېکړې پاتې شي. پاکستان غواړي له دې فشار څخه د ګټې اخیستنې له لارې ا.ا.ا د خپلو شرایطو منلو ته اړ کړي.
ا.ا.ا کافي تجربه لري، پنځه لسیزې په سیاسي لوبو کې ښکلي تجربه لري، با تجربه مشران لري او هېڅکله به د پاکستان د فشار لاندې ته سر ټيټ نه کړي. د دې ډول فشارونو پر وړاندې به مناسب عکس العمل وښيي او په نطفه کې به هره هڅه خنثا کړي.
پایله
د پاکستان له لوري د ا.ا.ا مخالفینو غونډې ځنډېدل تصادفي نه دي، بلکې تر شا یې سیاسي، استخباراتي او رواني محاسبې پراته دي. پاکستان غواړي د ا.ا.ا مشروعیت ته سیاسي سیوري جوړ کړي او د خپلو داخلي او سیمهییزو موخو لپاره امتیاز ترلاسه کړي. د دې ډول فشارونو پر وړاندې، ا.ا.ا باید ملي یووالي، د ولسي ملاتړ او د امنیتي ادارو قوي مدیریت له لارې د مخالفینو هر پلان ناکام کړي.
لکه څنګه چې پخوا هم تجربه شوې، پاکستان به له دې هڅو هېڅ ګټه وانخلي، ځکه د طالبانو اصلي رهبري د دوی وړاندوینې سره سم نه ده، او د هرې نیابتي جګړې مخنیوی به وشي.
ماخذونه
- Rashid, A. (2001). Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia. Yale University Press.
- Coll, S. (2004). Ghost Wars. Penguin Press.
- Abbas, H. (2014). Pakistan’s Drift into Extremism. Routledge.
• سیمه ییز تحلیلي راپورونه د پاکستان او افغانستان اړیکو په اړه (۲۰۲۳–۲۰۲۵).