پروفیسورنور محمد غفوری

زموږ په ګران هیواد د پاکستان هوايي تیری د غندلو وړ دی!

   زموږ د ګران وطن پر خاوره یو ځل بیا د پاکستان لخوا بې‌رحمانه هوايي بریدونه وشول. د کابل او پکتیکا پر بې‌ګناه خلکو دا بمبارۍ نه یوازې د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تیری دی، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په وړاندې څرګند سپکاوی او بې‌پروايي ده.

بریدونه بې‌قیده او بې له کومه ‌شرطه د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف دي  او موږ یې په کلکو ټکو غندو  او غواړو چې پاکستان سمدستي د افغانستان د هوايي فضا بشپړ درناوی وکړي او له هر ډول پوځي تیري لاس واخلي.

د حق، انصاف او د خلکو د ژوند د خونديتوب غوښتنه زموږ ګډه انساني فريضه ده. د دې بربنډ تیري د څېړلو لپاره بې‌پلوه، رڼې او نړیوالې څېړنې ضروري دي څو د پېښې مسئولین وپېژندل شي او زیانمنو کورنیو ته بشپړ تاوان ورکړل شي.

موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له ادارو، د بشري حقونو له فعالانو او د مرستو له سازمانونو غوښتنه کوو چې د دې تیریو په وړاندې ژر او پیاوړی غبرګون وښيي. د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، هوايي حریم او د بې‌ګناه خلکو د ژوند ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

له همدې ځایه موږ د هغو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي، درناوی او ملاتړ څرګندوو چې د دې بریدونو له امله زیان ور اوښتی دی. موږ د افغان ولس ژوند، عزت او ملي حاکمیت ته درناوی غواړو او د جګړې پر ځای د ګاونډیتوب د اصولو په پولو کې د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته ترجیح ورکوو، خو د خپلې خاورې ساتل او د خپلو خلکو د عزت او وقار دفاع زموږ نه‌انکارېدونکی حق دی.

 10.10.2025

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد