پوهاند محمد بشیر دودیال

په اتلسمه پیړۍ کې

له هوتکيانو تر ابدالي دولته اقتصادي تفکر

 

د ګرګین- صفوی د ښکېلاک  په وړاندې

 د میرویس نیکه د مدبرانه او ازادی بخښونکی قیام د ۳۱۷م کال په مناسبت

 

سریزه:

میرویس خان چې وروسته بیا د خپل شجاعت، تدبیر، د خپلواکی غوښتنی مبارزې او د کرازماتیک لیدر د اوصافو له مخې، د میرویس نیکه په نوم وپېژندل شو، زموږ تاریخ کی نه هېریدونکی نوم دی. میرویس نیکه په ناچیزو امکاناتو، پرته له منظم پوځ او وسلو وکولای شول د ګرګین او صفوی خاندان جابرانه دوه سوه کلن تسلط څخه خلک وژغوري، د ده دا د خپلواکي غوښتنې اقدام او زړور مدبرانه قیام د خوشالخان، روښانی غورځنګ او آن دلودیانو له ملی آزادی بخښونکو افکارو رڼایی اخیستې وه او دا عالی ازادایخواهانه روح تر ده وروسته هم دوام وموند چې په برکت یې بالاخره ۱۹۱۹م. کې  یو بل بلوسګر قوت هم لکه د ګرګین په شان زموږ له خاورې ووت. د افغانانو دا مبارزات بعضی وخت وقفوی، بعضی وخت مقطعی، اکثراً سراسری او ملی اما بعضی وخت بنابر شرایط محلي وو، خومهمه داده چی د ملت جوړولو جوهر او سوچ یې تل ساتلی،روزلی او وار په وار یی انکشاف ورکړی دی. نن افغانانو ته مهمه نده چې غازی امان الله، یا میربچه کوهدامنی، یا ملالۍ، یا شاه اشرف، یا میرمسجدی خان، یا امام بردی ازبیک، یا ایوبخان، یا وزیر یارمحمد خان، یا میرویس نیکه چېرته او څنګه د پردیو مقابل کی قیام وکړ، بلکې مهمه داده چې دا ټول د دوی مشترک تاریخ او افتخارات دي. میرویس خان هوتک نه یواځې یو مُدبر رهبر او سیاسي مشر، بلکې د خپل هېواد او خلکو لپاره یې د معیشت او اقتصادي هوساینې سنجول شوې فکر درلود. متاسفانه موږ د اتلسمې پیړۍ له اقتصادي او عمراني ریفورمونو اوپېښو سر سري تېر شوي یاستو، د عبرت او زده کړې لپاره به غوره وي چې په دقت یی وګورو. دلته په ډېر لنډ ډول د اتلسمې پیړۍ بهرکې د ګرګین له ظلم څخه د خلکو د خلاصون او د هوتکیانو د دورې د اقتصادي تفکُر په اړه خبرې کوو.

د افغانستان د اتلسمې پیړۍ دورې ته لنډه کتنه

د اتلسمې پېړۍ په پیل کې زموږ د نیکونو ژوند له اقتصادي پلوه ښه نه و. لاهم په ټوله سیمه د چنګیز د ویجاړیو نښې پاتې وې.  بیوزلي او د مغلو د تاړاکونوتخریبي آثار دومره ژور و چې د پینځه سوه کاله په اوږدو کې لا نه و رغول شوي. مخکې د چنګیز تر تاړاک؛ کرنه او څاروي روزنه چې د آریائیانو اصلي پېشه او د ژوند دمعیشت وسیله  او د اوبخور سیستم، ویالې، لارې، ګودرونه او کاریزونه مهمه زیربنا وه، چې له هغه وخته تر اتلسمې پیړۍ پورې بېرته نه وه رغول شوي، لا زیاتي ، د صفوی حاکمانو استثمار هم په خلکو بار و. هغه صنایع چې موږ لرل او صنعتکارانو مو تر چین پورې رسول، له منځه تللی وو...لنډه دا چې د آریائیانو ټاټوبی او د خراسان هغه آبادي او معمور ښارونه چې عربی مورخینو یې صفتونه لیکلي وو، یو هم نه و پاتې.  تردې بدتره یې لا دا چې هېواد مو له ختیځ، سویل او په تېره لویدیځ لوري تر ګواښونولاندې و.

شمال ولایتونه(بلخ، تخار او بدخشان) د ګوډ تیمور او د بخارا د اُزبیکي استثمارګرو تر حریصانه نظر لاندې و، له نیکه مرغه دوی د ماورالنهر او هندي واکمنو په وړاندې د پاڅون روحیه خپله کړه او د یوې سیمه ییزې واکمي ترلاسه کولو ته چمتو وو، لویدیز او جنوب کې د صفویانو او ختیځ کې د مغلو واک و. ختیځ کی خوشال خان او بیا روښانیانو د مبارزې توغ اوچت او مغل یې لړزولي و. بلوچستان(مستونګ)، هرات، کندهار، کلات او اندخوې (د افغانستان ډېره برخه) د صفوی ظالمانه ښکېلاک لاندې وه. دغه ښکېلاک د خلکو د مادي او معنوي ژوند پروا نه لرله، بلکې د خپل عیش او تنعُم په فکر کی و.  د ننني افغانستان ټولې یادې شوې سیمې  فیوډالي او آن د مرئیتوب ژوند درلود. ولسونه تر ستم لاندې وو. شیبانیانو د یو ملی خپلواک دولت هڅې وکړې، صفویانو ورباندې یرغل وکړ، شیباني یی ونیو او د خپل صفوی لښکر عسکرو ته یې وویل چې د شیباني غوښې وخوري، عسکرو امر اجرا او دوو ساعتونو کې یې شیباني خام وخوړ. دغه ظالم انسان خوړونکي استعمار تر۱۷۰۹م. پورې دوه سوه کاله پر افغانانو حکومت وچلاو. دلته به ډېر لنډ او ځغلنده د صفوی او ګرګین د وحشیانه واکمنۍ څخه د میرویس د قیام، د احمد شاه بابا د لوی دولت تر تشکیل او بیا د اعلیحضرت امان الله خان غازی د خپلواکۍ غوښتنېد مبارزو ترڅنګ؛ په اقتصادي تفکر رڼا واچوو:

 د اوولسمې پیړۍ په پای کې چې لودیانو هند کې واکمني تر لاسه او مُغل یې و پرځول، یوسفزیو د پېښور سیمه خپلواکه کړه، سیمه کې یې د(روهیله )یو آزاد او متمدن غورځنګ واک ته ورساو. دا په داسې حال کې چی تردې مخکی (شپاړسمې پیړۍ کې) لودیانو په دې سیمه کې بشپړه ملی واکمنی لرله.

وروسته بیا؛ د خوشالخان او بیا د پیرروښان په افکارو سره پیل شوي غورځنک وکولای شول چې د افغانستان ختیځ کې ټول ولس متحد کړي. د دوی ملي او مذهبي لارښوونو د سیاست ترڅنګ؛ ژور اصلاحي، مدني او اقتصادي اړخ درلود. آن دا چې روښاني نهضت ښځو ته مدني، اقتصادي او سیاسی ژوند کې پراخه ونډه ورکړه. د بایزید روښان مېرمن بي بی شمسو او لور یې علایي د دغه نهضت مخکښانې شوې او  روښاني معنوي لارښوونو د خان او ملک واک پای ته ورساو. عام ولس، بزګر او شپون ته د مادی نعماتو او اقتصادی هوساینې امکان برابر شو. له لودیانو، روښانیانو تر هوتکو پورې زماني فاصله وه او سیمه هم پراخه وه، خو د متحد او خپلواک کېدو روحیه د افغانانو د اوسېدو سراسر سیمه کې د خپرېدو په حال کې وه.

سره له دې چې بایزید روښان د افغانستان شمال او آن تر ازبکستان مریدان لرل، خو ویې نشو کولای ټول متحد کړي. د دغه نهضت اغېز او د یوسفزو روښانه مشال سیمه کې فعال و، د بیلګې په توګه کلونه کلونه وروسته د روښاني نهضت څخه متاثر او په روښاني روښانه او منور فکر روزل شوي یو ځوان (نثاراحمدیوسفزی) د تاجکستان د معارف بنسټ کېښود او د تاجکستان د معارف لومړنی وزیر همدا یوسفزی ځوان و چې د خپلو نیکونو او غور نیکونو په دود د بایزید یو مخلص و.

په هر ترتیب شمال او ختیځ کې د خپلواکۍ جنډه رپانده شوې وه، خو جنوب او لویدیځ د صفویانو ظالمانه ځبېښاک لاندی و. یوه نیمه پیړۍ  وخت یې ونیو ترڅو چې  هوتکي دولت د میرویس نیکه تر قیادت لاندې تشکیل او صفویان او استازی یې(ګرګین) له هېواده وشړل شول.

 دا د افغانانو د خپلواکي غوښتلو هغه ناآرام روح و چی په بیلابیلو زماني وقفو کې دهند له نیمې وچې تر هندوکش، بیا تر مستونګ، کندهار او آن آذربایجان او اصفهان سرګردان و چې بالاخره یې اتلسمه پیړۍ کې استقرار وموند او دهمدې پېړۍ تر پایه یې د بشپړې ازادي زیری یې راوړ،  جوهر یې (افغانی مستقل دولت جوړول) و.

زموږ بحث د هوتکیانو په ټول سیاست او مبارزو نه دی، بلکې یوازې اقتصادي او عمراني اړخ باندې یې ډېرې لنډې خبرې کوو:

اتلسمه پیړۍ کې د اقتصادي تفکر زړي

د اقتصادي او مدني ژوند بنسټ، اتحاد او یووالی دی. حال دا چې صفویانو دخپلو استثماري اهدافو په خاطر تل د هېواد غرب او جنوب کې محلي خانان، فیوډالان، غلجایي مشران او ابدالي مشران یوبل سره په جنګ اچول. ارواښاد غبار د صفویانو دغه تفرقه افګنانه دسایس د( افغانستان درمسیرتاریخ) په ۳۱۶ مخ کې ډېر ښه بیان کړي دي، دلته بحث نه ورباندې کوو.

زموږ بحث د اتلسمې پیړۍ په پیل کې د آزادي بخښونکي غورځنګ پاڅون او دملي دولت د یوې هستې(زړي) د موسس میرویس نیکه او دهغه د اقتصادي تفکر په اړه دی، چې ولس ته یې د خپلواکي اوتمدن او هوساینې تر څنګ سوداګري او عمراني چارې وروښودې. دا غورځنګ داسې وخت رامنځته شو چې بیوزلي او بی اتفاقی له حده وتلې وه. ارواښاد غبار د خپل پورتني اثر په ۳۱۷مخ کې لیکي:

(...په داسې مهال د ذکاوت او پوهې خاوند شخص، دخلکو مشري ترلاسه کړه چې  پیاوړی ارده یې لرله، دغه آزادیخواه  اووطنپرست شخص هماغه نامتو میرویس خان و).

میرویس د شاه حسین صفوی او په سیمه کې د هغه د لاسپوڅي ګومارل شوي ګرجستاني ګُرګین په وړاندې له تدبیر کار واخیست. ده د مالیاتو نظام شفاف کړ، دی کار آن صفوی او ګرګین حیران کړ. ده د ښکېلاکګروفساد رسوا کړ. ګرګین دمسیحیت تاویزونه او اوراد لوستل، خو عملا یو عیاش، رشوتخور او ظالم مستبد و. میرویس خان په تدبیر سره د حج د مراسمو په ترڅ کې د اسلامی نامتو علماوو فتوا ترلاسه او د مستبد صفوي اوګرګین په وړاندې یې ولس متحد کړ. ده نه یواځې صفوي او ګرګین څخه  هېواد وژغوره، بلکې د ارمنستان هغه دسیسه یې فلج کړه چې د (اسرائیل) په نوم د لیږل شوي سفیر په واسطه یې غوښتل دلته د ارمنیانو واک ټینګ کړي. که د میرویس نیکه تدبیر نه وای او ارمنیان بریالی شوی وای، بیا نو نیمایی افغانستان له لاسه وت او د خوشالخان او بایزید د مبارزی پایله په ختیځو ولایتو کی هم له منځه تلله.

له نېکه مرغه ده په ۱۷۰۹م. کال د اپرېل په یوویشتمه ښکېلاکګر بشپړ مات او د یوه ملی خپلواک دولت د اعمار زړی یې زرغون کړ چې بیا دغه زړي وده وکړه، قد یې وکړ او ابدالي امپراتوري تشکیل او د ننني  افغانستان بنسټ شو. د میرویس نبوغ دا و چې خواره واره مشران او قومونه یې متحد کړل. ښاري مدنی قانون یې حاکم او یو نوی آزاد او له مالي فساد او لوټ او جبرڅخه فارغ افغاني نظام یې حاکم کړ. سوداګري، صنعت او اقتصادي رونق یوازې او یوازې همدې ډول نظام کې ممکن و. د دې نظام لپاره میرویس خپله کرنسي(سکه) هم رامیدان ته کړه او خپله یې د یو تجربه لرونکي سوداګر په توګه سوداګرو او متشبثینو ته هدایات او مشورې ورکولې. ملی کرنسي د ده دخپلواک دولت یو بل عنصر هم ور بشپړکړ. عجیبه  ده چې یو هالندي څیړونکي د هوتکیانو د وخت د سوداګریزو او اقتصادي مسئلو څېړنه کړې او د یوه اروپایي په توګه یې د هوتکیانو دوره ستایلې ده. له دې څخه ښکاري چې هوتکیانو هغه وخت د سیاسي خپلواکي ترڅنګ، اقتصاد هم مهم بللی و. د دې دورې آبدات، لارې، دمستوفیتونو دتشکیل جوړول(دلومړي ځل لپاره) او مالیاتي ریفورمونه د دې مدعا ثبوت دي.

میرویس هوتک له هرات تر کندهار او بلوچستان او تر ملتان نظر درلود، د ملتان دهغه وخت حاکم یې کندهار ته راوغوښت. ټوله سیمه کې یې له امنیت وروسته، د سوداګري رونق ته پاملرنه وکړه. دا هغه فکر و چې تر ده مخکې سوری شیرشاه درلود، افسوس چی د لودیانو پرتم او د سوری شیرشاه ارمانونه چې ملی یووالی او له هندوستان تر تور سمندرګي او شاماتو د لارې اېستل و، هغه وخت پوره نه شو. میرویس نیکه په خپله ډېره لنډ دوره حکومت کې خپل ولس ته فکر ورکړ، خو ناڅاپي مړینې یې ارمانونه نیمګړي پرېښودل. د ده د سیاسی فکر تر څنګ؛  د ده اقتصادي او عمراني افکارو د عملي کېدو فرصت ونه موند. میرویس نیکه ټول قومونه( بلوڅ، پښتون، تاجک، ازبک او هزاره سني او شیعه) یو موټی وساتل او ټولو د ده اوامر منل. د ده د دوران په سکه دا بیت پاتې شو:

سکه زد بردرهم دارالقرار قندهار

 خان عادل شاه عالم میرویس نامدار

له خوشالخان تر بایزید، بیا تر میرویس او تر احمد شاه بابا پورې؛ دوې ټولو دخپلواکي د آرمان د لرلو ترڅنګ ټولنیز، کلتوري او اقتصادي آرمانونه هم لرل. د میریس خان هوتکي له وفات وروسته د ده ورور عبدالعزیزهوتکي، ورپسې یې زامنو محمودهوتکي او شاه اشرف هوتکي تر۱۷۲۹ م. پورې واک درلود. د دوی د عمراني کارونو نښې همدا اوس هم تر اصفهان پورې لیدل کیږي، دوی فقط یو ارمان درلود: آزاد او سرلوړی افغانستان!

وروسته د چنګیز- هلاکو- ګوډتیمور تر تاړاکونو هوتکیانو له(۱۷۰۹ر۴ر۲۱)  ورځې څخه د یو افغانی خپلواک تمدن بنسټ ټینګ کړ. البته یو ځل هرات کې شاهرخ مرزا کوښښ کړی و، یو ملی خپلواک حکومت ولري، خو له یوې خوا د هند او له بلې خوا د ماوارالنهر- ازبیک، ګرجستان، عثمانی ترکانواو ارمنیانود پیاوړو حاکمیتونو له ګواښ سره مخ کړی و.

اتلسمه پیړۍ د افغانستان لپاره یوه برجسته دوره شوه، چی ۱۷۴۵م.  کې احمد خان د میرویس په قدمونو قدم کیښود او له اصفهان او تهران نیولی تر دهلی یې پاچاهی جوړه او د لومړي ځل لپاره یې مستوفی المالک(دمالیې وزیر) او دمالی چارو بیخلن سمون عملی کړ. د(مستوفي) اصطلاح افغانستان کې له همدې وخته را پاتې ده. احمد شاه بابا له کشمیر، تر سند او بلوچستان او کندهار او بلخ پورې مالیات یوې مرکزی خزانې ته په امانتداری راټول کړل. دمستوفي د مقرري پر مهال به یې خپله ورڅخه آزموینه اخیسته. هر مستوفي یې د لیاقت او دینی پوهې او ایمانداري له مخې مقرر او د ټولو قومونو ملی آرمانونه، د امپراتوری د لوی پوځ، د سراسری تجارتي لارو او تاریخي ودانیو د جوړولو لګښتونه یې پوره کړل. اتلسمه پیړۍ د میرویس نیکه د تفکر له برکته د معاصر افغانستان د تهداب دوره شوه. دا وخت( ټوله اتلسمه پیړۍ) د پارس خلکو هم له قاجار، صفوی، ګرګین وروسته د آرامی ساه واخیسته. له هند څخه هم د مرهټه متعصب قوم د ظلم او اقتصادي استثمار د خلاصون لپاره افغانستان ته شکایتونه راتلل، نوځکه افغانستان د ټول قوم د خلاصون لپاره څو ځله د مرهټه ظالمانه واک ور محدود کړ او بالاخره له اتلسمې پیړۍ تر نولسمې پیړۍ پورې د افغانان مبارزاتو د هند د نیمې وچې مبارزینو ته هم الهام وروباخښه. دا وخت دبریتانیا استعمار چې د هند خلکو ته یې حتا د مالګې اجازه نه ورکوله، له هند څخه هم په ټولیدو شو.

هغه افغانستان چې اتلسمه پیړۍ کې په واقعي مانا مستقل او د یوه دولت په توګه جوړ شو، تر نن پورې د ټولو میشت قومونو د ګډ کور په توګه د لوړو- ژورو له تېرولو سره سره ودان دی. که د میرویس پاڅون نه وای دا سیمه به د ماوارالنهر، ازبیک، ګرجستان، عثمانی ترکانو او ارمنیانو ترمنځ ویشلې وه. که میرویس ملي او د خپلواکی روحیه نه وای روزلې، وروسته مو له انګریزي بلوسګرو سره بریالی مبارزه نشوه کولای. د خپلواکي د تلقین تر څنګ یې ولسونه سوداګري او اقتصادي رونق ته وهڅول. کندهار یې د حکومت د مرکز په توګه؛ د تجارت  مسیر او د لویو مهمو تجارتی چارو ښار وګرځاو چې سوداګرو په بېغمه زړه دهندیانو ،صفویانو ، بلوڅانو ترمنځ  د آسونو، غلې- دانې، وچې میوې او منسوجاتو سوداګري کوله. دا مهال د وریښمو لاره له هرات څخه کندهار او بیا هند ته رسېدله.  

له بده مرغه چې د استعمار یرغلونو موږ دخپل اقتصاد ښه کولو ته پرېنښودلو. هغه تجارت، دمستوفیت نظام، دسوداګري د کاروانو مسیرونه، بزګري او د څارویو روزنه، لاسي صنایع، ژرندې او اوبخور سیستم چې اتلسمه پېړۍ کې استحکام موندلی و، څو ځله بیا ړنګ شول. وروسته د لویې لوبې( Great game/G.G) په شروع کېدو سره، د امیرشیرعلیخان صنعتي کول، د امیرامان الله خان ټول اقتصادي، کلتوري، تعلیمی، سیاسی، نظامي او تخنیکي ریفورمونه بېرته په ټپه  ودرول شول. د اتلسمې پیړۍ په ترڅ کې را پیل شوی سمون څو څو ځله د پردیو د مداخلو، بغاوتونو او یرغلونو له امله ثمر ته ونه رسېدل، خو د نوښتګرو( میرویس هوتک، اسدالله ابدالي، محمود، اشرف، احمدشاه بابا، محمدخان بلوڅ...غازي ایوبخان او تر وزیر یارمحمد خان، ملالۍ، میربچه خان کوهدامني، عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان نایب لوګري، امام بِردی ازبیک ، وزیراکبرخان، تر هاشم کاه فروش او بالاخره امان الله خان) هلې ځلې او نومونه  یې پاتې دي.

د نولسمې پیړۍ په ترڅ کې زموږ ټول قوت او وخت له انګریز سره په مقابله کې تېر شو، د اتلسمې پیړۍ ستر میراث او اقتصادی تفکر انګلیس سره درېو جنګونو له امله  ورو ورو پیکه شو. دوی هریو په دې خبر و چې اقتصاد، سکه(پولی واحد)، مالیاتي نظام، تجارت، تعلیم او صنعت او تخنیک د یو ملت د عزت او پیاوړتیا لپاره ضرورت دی، نو ځکه استعمار او دهغه روزل شوې ارتجاع د همدغو ارزښتونو له منځه وړلو ته ځیر و.

عجیبه ده چې د لویدیځ نامتو مورخینو په ډېرو مواردو کې په دغو واقعیتونو اعتراف کړی، آن دا چی لوی فیلسوف کارل مارکس د افغانانو استعماري ضد پاڅونونه یاد کړې، د دوی اقتصادي نظام وضعیت او سرچینی یې تحلیل کړي دي. د ختیځ نابغه سیدجمال الدین، استعمار او استبداد د ملت دوه دښمنان وبلل چې یو د بل زیږنده او یو بل سره تړلی و.

پایله:

استعماري ضد غورځنګونه؛ له لودیانو، خوشالخان، رحمن بابا، بایزید روښان، تر هوتکیانو او بیا ابدالیانو زموږ د هیواد ملی او سیاسی هویت ژوندی وساته. دا غورځنګونه بعضاً مقطعی او منطقوی وو، خو هدف یی خپلواکي اوواحد وطن لرل او ابادول و، د دې ټوله روحیه او آرمان واحد او ملی دولت جوړول و.  اتلسمه پیړۍ یې یوه له مجادلو، مبارزو، ټکرونو، سمونونواو بریالیتوبونه ډکه دوره وه. د دې په پایله کې چی پیل یې د ۱۷۰۹م. کال د اپریل یوویشتمه وه د احمد شاه بابا تر مهاله اوسنی افغانستان سر راپورته او د راز راز ستونزو سره سره ژوندی دی. د تاریخ درسونه او د سترمیرویس نیکه تفکر موږ ته راښيي چې اقتصادی توانایی، سوداګري او صنعت د ملتونو د وحدت او قوت شرط دې. زموږ د معاصر تاریخ د نامتو اتل، میرویس نیکه زیارت د کندهار د کوکران کلي کې دی. هرکال زرګونه تنه ورځي دعا ورته کوي. مخلصانو او ارادتمندانو یې په زیارت لیکلی دي:

بر سر مرقد ما چون گذری همت خواه

که زیارتگهٔ مردان جهــــان خواهد بود

اروا یې ښاده، فکر او ارمان یې غښتلی اوسه!

ښکلي کندهار کې د مقالې دلیکوال یو انځور

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد