پروفیسور نور محمد غفوری

د سیستمونو ډولونه

دریمه برخه

اصلي او فرعي سیستمونه او د فعالیت د ډګر له مخې طبقه‌بندي

سریزه

سیستمونه د جوړښت، فعالیت، موخې او له چاپېریال سره د اړیکو له مخې له یو بل سره توپیر لري. د دې توپیرونو د پېژندلو له پاره سیستمونه د بېلابېلو معیارونو له مخې طبقه‌بندي کېږي. په تېره برخه کې مو د سیستمونو د رامنځته کېدو او له چاپېریال سره د اړیکو له مخې د هغوی ډولونه وڅېړل. په دې برخه کې به د دوو نورو معیارونو په اړه خبرې وکړو: لومړی، په یوه لوی جوړښت کې د سیستم ځای او د مطالعې کچه؛ او دویم، د سیستم د فعالیت ډګر.

د دغو معیارونو پېژندل له موږ سره مرسته کوي چې د یوه سیستم حدود، داخلي جوړښت، ځانګړې دندې او له نورو سیستمونو سره اړیکې په سمه توګه درک کړو. همدارنګه، دا روښانوي چې یو سیستم څنګه د یوه لوی سیستم برخه کېدای شي، خو په عین وخت کې د جلا مطالعې او تحلیل موضوع هم ګرځېدای شي.

۴.  اصلي سیستمونه او فرعي سیستمونه

د سیستمونو د طبقه‌بندۍ یو مهم معیار په یوه لوی جوړښت کې د هغوی ځای او د مطالعې کچه ده. د دې معیار له مخې، د اصلي سیستم او فرعي سیستم ترمنځ توپیر کولای شو.

دلته د «اصلي سیستم» اصطلاح هغه سیستم ته اشاره کوي چې د یوې ځانګړې مطالعې یا تحلیل اصلي موضوع وي. له همدې امله، د اصلي او فرعي سیستم توپیر یوازې د سیستم په ذاتي جوړښت پورې نه، بلکې د څېړنې له موخې او کچې سره هم تړاو لري.

۱.۱. اصلي سیستم څه ته وایي؟

اصلي سیستم هغه سیستم دی چې د یوې ځانګړې څېړنې یا تحلیل تمرکز پرې وي. څېړونکی د خپلې مطالعې د موخې له مخې د دغه سیستم عناصر، داخلي اړیکې، جوړښت، د فعالیت بهیر او پایلې څېړي.

اصلي سیستم معمولاً له څو برخو یا فرعي سیستمونو څخه جوړ وي. دا برخې خپلې ځانګړې دندې او داخلي اړیکې لري، خو فعالیتونه یې له یو بل سره تړلي وي. د دغو برخو ګډ فعالیت د اصلي سیستم پر عمومي فعالیت او پایلو اغېز کوي.

د بېلګې په توګه، که د یوه هېواد اقتصادي سیستم د مطالعې موضوع وي، نو اقتصادي سیستم به اصلي سیستم وي. په دې حالت کې د تولید، بانکدارۍ، سوداګرۍ او مالیاتو اړوند جوړښتونه او بهیرونه د دغه سیستم د بېلابېلو برخو (فرعي سیستمونو) په توګه څېړل کېدای شي.

۱.۲. فرعي سیستم څه ته وایي؟

فرعي سیستم د یوه لوی سیستم هغه برخه ده چې خپل عناصر، جوړښت، داخلي اړیکې او ځانګړې دندې لري، خو فعالیت یې له لوی سیستم سره هم تړلی وي.

فرعي سیستم یوازې یوه جلا یا بې‌نظمه برخه نه ده؛ بلکې خپله هم یو سیستم کېدای شي. یعنې عناصر لري، د عناصرو ترمنځ یې اړیکې تنظیم شوې وي او د خپلو فعالیتونو له لارې ټاکلې پایلې رامنځته کوي. له همدې امله، یو فرعي سیستم هم د خپل جوړښت او فعالیت له مخې په جلا توګه مطالعه کېدای شي.

د بېلګې په توګه، بانکي سیستم د یوه هېواد د اقتصادي سیستم یوه برخه ده. بانکونه د سپما د راټولولو، پورونو د برابرولو، د پیسو د لېږد او د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ځانګړې دندې ترسره کوي. د دغو فعالیتونو څرنګوالی د اقتصادي سیستم پر نورو برخو، لکه تولید، سوداګرۍ او پانګونې، اغېز کوي. په ورته وخت کې، د اقتصادي وضعیت بدلون هم د بانکي سیستم پر فعالیت اغېز لرلای شي.

په همدې ډول، د یوه ښوونیز نظام د مطالعې پر مهال د ښوونکو د روزنې سیستم، د درسي نصاب سیستم او د زده‌کړې د ارزونې سیستم د هغه فرعي سیستمونه ګڼل کېدای شي. هر یو یې ځانګړې دندې لري، خو د ښوونیز نظام د عمومي فعالیت او پایلو په جوړولو کې ونډه لري.

۱.۳. د اصلي او فرعي سیستمونو ترمنځ اړیکې

د اصلي او فرعي سیستمونو اړیکه یوازې په دې معنا نه ده چې لوی سیستم له څو برخو جوړ دی؛ بلکې د دغو برخو ترمنځ د متقابل اغېز اړیکې هم مهمې دي.

د یوه فرعي سیستم بدلون کولای شي د لوی سیستم پر نورو برخو او عمومي پایلو اغېز وکړي. په ورته ډول، د لوی سیستم په جوړښت، اصولو، سرچینو یا فعالیت کې بدلون د هغه پر فرعي سیستمونو هم اغېز لرلای شي.

د بېلګې په توګه، که بانکي سیستم د پورونو د ورکولو شرایط بدل کړي، دا بدلون د سوداګرو پر پانګونه، د تولید پر کچه او د کارموندنې پر فرصتونو اغېز کولای شي. په مقابل کې، اقتصادي رکود یا د دولت د مالي سیاستونو بدلون هم د بانکي سیستم پر فعالیت اغېز لرلای شي. دا ښيي چې فرعي سیستمونه له لوی سیستم څخه په بشپړ ډول خپلواک نه دي، بلکې د اړیکو په یوه پراخه شبکه کې فعالیت کوي.

د دې اړیکو د ښه درک له پاره د سیستم د حدودو ټاکل هم مهم دي. د څېړنې موخه ټاکي چې کومې برخې د مطالعې په اصلي چوکاټ کې شاملې شي او کومې برخې د لوی سیستم یا چاپېریال په توګه وڅېړل شي. البته، له ټاکل شوي چوکاټ څخه بهر برخې هم د سیستم پر فعالیت اغېز لرلای شي؛ د سیستم حدود ټاکل یوازې د تحلیل د منظمولو یوه لاره ده.

۱.۴. د اصلي او فرعي سیستمونو توپیر نسبي دی، نه مطلق

یو سیستم په هر حالت کې په ثابت ډول نه اصلي وي او نه فرعي. دا چې یو سیستم د مطالعې اصلي موضوع ګڼل کېږي او که د یوه لوی سیستم برخه، د څېړنې له موخې او کچې سره تړاو لري.

د بېلګې په توګه، که د یوه هېواد اقتصادي سیستم وڅېړو، بانکي سیستم به یې فرعي سیستم وي. خو که د بانکونو جوړښت، د پورونو بهیر، د سپما راټولول او د مالي خدمتونو څرنګوالی په جلا توګه مطالعه کړو، بانکي سیستم به د مطالعې اصلي موضوع شي. په دې حالت کې د بانکي سیستم خپلې برخې هم د فرعي سیستمونو په توګه څېړل کېدای شي.

له همدې امله، د اصلي او فرعي سیستمونو ترمنځ توپیر باید د هغوی دایمي او نه بدلېدونکې ځانګړنه ونه ګڼل شي. دا توپیر د مطالعې له کچې او موخې سره سم ټاکل کېږي او له موږ سره مرسته کوي چې د سیستم حدود، داخلي جوړښت او له نورو سیستمونو سره اړیکې په سمه توګه تحلیل کړو.

۵.  د فعالیت د ډګر له مخې د سیستمونو ډولونه

سیستمونه یوازې د رامنځته کېدو د څرنګوالي، له چاپېریال سره د اړیکو او په یوه لوی جوړښت کې د خپل ځای له مخې نه طبقه‌بندي کېږي؛ بلکې د فعالیت د ډګر له مخې هم بېلابېل ډولونه لري.

د فعالیت د ډګر له مخې طبقه‌بندي پر دې بنسټ ترسره کېږي چې یو سیستم په کومه ساحه کې فعالیت کوي، کومې دندې ترسره کوي او د کومو اړتیاوو د پوره کولو له پاره کار کوي.

د دې معیار له مخې، د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستم ترڅنګ حقوقي، امنیتي، ښوونیز او تخنیکي سیستمونه هم د یادونې وړ دي. دا سیستمونه د خپلو ځانګړو دندو او فعالیتونو له مخې پېژندل کېږي، خو په عملي ژوند کې یې اړیکې له یو بل سره نږدې وي.

۵.۱. سیاسي سیستم

سیاسي سیستم له هغو بنسټونو، اړیکو او بهیرونو څخه جوړ دی چې د سیاسي واک له ترلاسه کولو، تنظیم او کارونې، د ګډو پرېکړو له نیولو او د ټولنې د سیاسي چارو له مدیریت سره تړاو لري. د دولت بنسټونه، سیاسي ګوندونه، ټاکنیز بهیرونه او د خلکو سیاسي ګډون یې د فعالیت له مهمو اړخونو څخه دي.

۵.۲. اقتصادي سیستم

اقتصادي سیستم هغه جوړښتونه، اړیکې او بهیرونه رانغاړي چې د سرچینو د تولید، وېش، تبادلې او مصرف څرنګوالی تنظیموي. بازارونه، بانکونه، سوداګریز بنسټونه او د کار بازار یې د بېلګو په توګه یادولای شو.

۵.۳. ټولنیز سیستم

ټولنیز سیستم د افرادو، ډلو، ټولنیزو بنسټونو او د هغوی ترمنځ د اړیکو هغه مجموعه ده چې د ټولنیز ژوند په تنظیم او دوام کې ونډه لري. کورنۍ، ټولنیزې شبکې او بېلابېل ټولنیز بنسټونه یې د مهمو برخو بېلګې دي.

۵.۴. کلتوري سیستم

کلتوري سیستم له هغو ارزښتونو، باورونو، ژبې، دودونو، سمبولونو او د معنا د لېږد له بهیرونو سره تړاو لري چې د یوې ټولنې د کلتوري ژوند په جوړولو او دوام کې ونډه لري. د ژبې، ادبیاتو، هنرونو او دودونو ساتنه او لېږد یې د فعالیت له مهمو اړخونو څخه دي.

د دغو څلورو سیستمونو داخلي جوړښت، د فعالیت څرنګوالی او له یو بل سره اړیکې پراخ بحث ته اړتیا لري؛ له همدې امله به په راتلونکې برخه کې هر یو په جلا او تفصیلي ډول وڅېړو.

۵.۵. حقوقي سیستم

حقوقي سیستم له قوانینو، اصولو، بنسټونو او کړنلارو څخه جوړ دی چې د حقونو او مکلفیتونو، قانوني اړیکو او د شخړو د حل چارې تنظیموي. د قانون جوړونې بهیرونه، قضايي بنسټونه او د قوانینو د تطبیق لارې یې د مهمو برخو بېلګې دي.

۵.۶. امنیتي سیستم

امنیتي سیستم هغه بنسټونه، اړیکې او کړنلارې په ځان کې رانغاړي چې د امنیت د تأمین، د ګواښونو د پېژندلو، د خطرونو د ارزونې او مدیریت او د بحرانونو پر وړاندې د غبرګون له پاره فعالیت کوي. د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د معلوماتو شریکول یې د فعالیت له مهمو اړخونو څخه دي.

۵.۷. ښوونیز سیستم

ښوونیز سیستم له هغو بنسټونو، سرچینو، تګلارو او بهیرونو څخه جوړ دی چې د زده‌کړې او روزنې د تنظیم، د پوهې د لېږد او د مهارتونو د ودې له پاره فعالیت کوي. ښوونځي، پوهنتونونه، ښوونکي، زده‌کوونکي، درسي نصاب او د زده‌کړې د ارزونې لارې یې د مهمو عناصرو بېلګې دي.

۵.۸. تخنیکي سیستم

تخنیکي سیستم له وسایلو، تجهیزاتو، ټکنالوژیو، کړنلارو او اړوندو انساني فعالیتونو څخه جوړ وي چې په ګډه یوه تخنیکي دنده ترسره کوي. د برېښنا د تولید او وېش سیستم، مخابراتي شبکې او د اوبو رسولو سیستمونه یې د بېلګو په توګه یادولای شو.

۶.  د سیستمونو د فعالیتي ډګرونو ترمنځ اړیکې

د فعالیت د ډګر له مخې د سیستمونو طبقه‌بندي د هغوی ځانګړې دندې روښانوي، خو دا په دې معنا نه ده چې سیستمونه له یو بل څخه په بشپړ ډول جلا دي. په عملي ژوند کې د یوه سیستم فعالیت د نورو سیستمونو پر جوړښت، سرچینو او پایلو اغېز کولای شي.

د بېلګې په توګه، د ښوونیز سیستم فعالیت له اقتصادي سرچینو سره تړاو لري، ځکه د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو روزل او د تعلیمي موادو برابرول مالي امکانات غواړي. په ورته وخت کې، ښوونیز سیستم د پوهې او مهارتونو په پراخولو سره پر اقتصادي او ټولنیز ژوند اغېز کوي.

همدارنګه، سیاسي پرېکړې د اقتصادي فعالیتونو شرایط بدلولای شي؛ حقوقي اصول د ادارو او افرادو د فعالیت چوکاټ ټاکلای شي؛ او کلتوري ارزښتونه د خلکو پر ټولنیزو اړیکو او چلند اغېز لرلای شي. تخنیکي سیستمونه هم د اقتصاد، ښوونې، امنیت او نورو برخو د فعالیتونو د ملاتړ له پاره کارول کېږي.

دا اړیکې ښيي چې د یوه سیستم د بشپړ درک له پاره کله ناکله اړینه ده چې له نورو سیستمونو سره یې اړیکې هم وڅېړل شي. که یو سیستم په بشپړ ډول له نورو څخه جلا تحلیل شي، ښايي د هغه د فعالیت ځینې مهم لاملونه او پایلې له پامه وغورځول شي.

۷.  د سیستمونو د طبقه‌بندۍ په اړه مهمه یادونه

د سیستمونو د طبقه‌بندۍ په اړه یو مهم ټکی دا دی چې د وېش بېلابېل معیارونه د یوه سیستم بېلابېل اړخونه راښيي. دا معیارونه د یو بل بدیل نه دي، بلکې یو د بل بشپړوونکي دي.

یو سیستم د رامنځته کېدو له مخې طبیعي یا مصنوعي کېدای شي؛ له چاپېریال سره د اړیکو له مخې پرانیستی یا تړلی کېدای شي؛ په یوه لوی جوړښت کې د خپل ځای او د مطالعې د کچې له مخې اصلي یا فرعي کېدای شي؛ او د فعالیت د ډګر له مخې اقتصادي، ښوونیز، تخنیکي یا د بلې ځانګړې ساحې اړوند سیستم ګڼل کېدای شي.

د بېلګې په توګه، بانکي سیستم د انسانانو له خوا د مالي اړتیاوو د پوره کولو له پاره جوړ شوی، نو د رامنځته کېدو له مخې مصنوعي سیستم دی. دا له مشتریانو، بازارونو، دولتي ادارو او نورو مالي بنسټونو سره پیسې او معلومات تبادله کوي، نو پرانیستی سیستم هم دی. د یوه هېواد د اقتصادي سیستم په چوکاټ کې فرعي سیستم ګڼل کېدای شي، خو د فعالیت د ډګر له مخې اقتصادي سیستم دی.

په همدې ډول، ښوونیز سیستم مصنوعي او پرانیستی سیستم دی؛ د یوه پراخ ټولنیز جوړښت د فرعي سیستم په توګه مطالعه کېدای شي؛ او د فعالیت د ډګر له مخې ښوونیز سیستم ګڼل کېږي.

دا بېلګې څرګندوي چې د یوه سیستم د پېژندلو له پاره یوازې د هغه نوم یا د فعالیت ډګر معلومول بسنه نه کوي. د سیستم د بشپړ درک له پاره باید د څېړنې له موخې سره سم د هغه د رامنځته کېدو څرنګوالی، له چاپېریال سره اړیکې، په لوی جوړښت کې ځای، داخلي جوړښت او د فعالیت ډګر هم وڅېړل شي.

له همدې امله، د سیستمونو طبقه‌بندي یوازې د نومونو او ډلو ټاکل نه دي؛ بلکې د هغوی د جوړښت، فعالیت او اړیکو د تحلیل یوه علمي وسیله ده.

پایله

د سیستمونو د ډولونو مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې د بېلابېلو سیستمونو ترمنځ ورته‌والی او توپیرونه په منظم ډول وپېژنو. د اصلي او فرعي سیستمونو توپیر روښانوي چې یو سیستم په یوه لوی جوړښت کې څه ځای لري او د مطالعې د موخې له مخې څنګه تحلیل کېدای شي. په ورته وخت کې، د فعالیت د ډګر له مخې طبقه‌بندي د سیستمونو ځانګړې دندې او د فعالیت ساحې راښيي.

خو د سیستمونو د بشپړ درک له پاره یوازې د یوه معیار پېژندل بسنه نه کوي. د یوه سیستم د دقیق تحلیل پر مهال باید د هغه داخلي جوړښت، د اجزاوو ترمنځ اړیکې، له چاپېریال سره تعامل، په لوی جوړښت کې ځای او له نورو سیستمونو سره متقابل اغېز په پام کې ونیول شي.

په راتلونکې برخه کې به د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو جوړښت، ځانګړتیاوې او د فعالیت څرنګوالی په تفصیلي ډول وڅېړو، څو روښانه شي چې دا سیستمونه څنګه فعالیت کوي او له یو بل سره څه ډول اړیکې لري.

02.11.2026

 

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد