ډاکترسرلوڅ مرادزی
د هند او اسلام اباد شخړه او پښتانه!
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۳۰ مه
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصیر الله بابر په کال ۲۰۰۲ کې د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي ول « د لومړی ځل لپاره په کال ۱۹۴۸ کی کشمیر ته جنګ ته ولاړم، له ما سره د وزیرو او مسعودو لښکری وی. حقیقت دا دی چی د کشمیر کومه علاقه چی اوس له پاکستان سره ده، دا همدی قبایلو او افغانانو فتح کړی. هغه وخت له پاکستان سره پوځ نه وو. نو پاکستان د قبایلو او د افغانستان د خلکو (ځدران، وزیر، سلیمان خیل، مسعود او ...) د مرستو منتبار دی»
د روان عیسوي کال د اپریل په ۲۲ مه، ترهګرو په هندي کشمیر کې په سیلانیانو وسلوال برید وکړ ۲۶ تنه يي ووژل او تر ۳۶ تنو زیات يي ټپيان کړل. د برید مسوولیت د مقاومت جبهې په نوم یوې ډلې په غاړه واخیست چې د لشکر طیبه یوه څانګه او په پنجاب کې ځای په ځای ده. د ترهګرۍ دا پېښه ټولې نړۍ وغندله او پړه يي پر پاکستاني پوځ او ISI واچول شوه چې معمولا د داسې تروریستي بریدونو تر شا لاس لري. ويل کېږي پنجاب دې برید ته په داسې وخت کې لاس واچوه چې د کورني لوی ناورین سره مخ دی او غواړي د پاکستانیانو پام د کورنیو چارو څخه د هند په لوري واړوي او د هېواد ترمنځ څیری شوي او شکېدلی یووالی، هند سره په شخړه کوشیر کړي. نن يي پر هند د اتومي یرغل ګواښ هم وکړ!
داسې ګواښ په ۲۰۱۶ کال هم د هغه مهال د جنګ وزیر خواجه اصف کړی وو. د هغه وخت روهي بریښناپاڼې په یوه خبر کې لولو«د هند دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پرون ماښام يې له پاکستان سره څېرمه په کشمېر کې د کنټرول پر کرښه د ترهګرو پر يوې ډلې بريد کړی، چې غوښتل يې په کشمېر کې پراخ عمليات وکړي. اعلاميه وايي، چې ترهګر سخت ځپل شوي او د دوی عملياتي ځواک له منځه تللی دی»
د دې پېښې په تړاو هغه مهال ما په یوه مقاله کې لیکلي ول« ترهګرو د پاکستاني پوځیانو په ملاتړ د هند پر یوې پوځي اډې برید وکړ او ۱۸ تنه هندي پوځیان يي ووژل. د هند او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شو. د حیرانتیا وړ دا ده، د پېښې یوه ورځ مخکې او هم د پېښې په تړاو د هند له غبرګون وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، هندوستان په اتومي برید وګواښه!
دا چې له پېښې یوه ورځ مخکې اسلام اباد په اتومي ګوزار هند ګواښي، څرګندوي چې داسې پېښه د اسلام اباد لخوا په لویلاس رامنځته شوې او په دې توګه د نوي تاوتریخوالي پړه ټوله د اسلام اباد پر غاړه لویږي.»
دا ځل هم په ۲۰۲۵ کال کې، د ۲۰۱۶ کال سیناریو بیا تکراریږي او خواجه اصف د جنګ وزیر هند په اتومي برید سره ګواښي!
کوز پښتانه او افغانان باید د پنجاب د درواغجن اسلام د دفاع په نوم تېر نه وځي. دوه ورځې مخکې هم د پنجاب پوځ په وزیرستان کې ۷۱ پښتانه له تېغه تېرکړل.
که چیري په ۱۹۴۸ کال کې پښتنو له پاکستان او د پاکساني کشمیره دفاع نه وای کړی او کشمیر يي پنجاب ته نه وای ګټلی، نن به د پښتنو دا تریخ او خونړي برخلیک نه وو په برخه!
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی