ښاغلی جنرال عتیق پاڅون
د بابړې غمیزه ( د پښتنو کربلا یا ټول وژنه)
پوره ۷۷ کاله وړاندې د پاکستاني استبلشمنت له جوړېدو نه يو کال وروسته د ۱۹۴۸ کال د اګست د میاشتې په دولسمه نېټه، پښتنو د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره لاريون وکړ، په دې لاریون کې نږدې ۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی وه، چه د پاکستاني پوځ له خوا په دوی د ګولیو باران پیل او د ۶۵۰ کسانوپه شاوخوا کې پښتانه نران، ښځې او ماشومان د مرميو په ډزو ووژل شول. دا ورځ په تاريخ کې د بابړې د کربلا د ورځې په نامه هم يادېږي چه د پښتنو په تاریخ کې د نورو تورو ورځو تر څنګ دا هم د تاريخ یوه ډېره توره ورځ ده. پر دغې دردېدلې غمیزې د پاکستان تاريخ لا تر اوسه چوپه خوله پاته دی او په هېڅ صورت ئې په هېڅ ځای کې له دې تورې ورځې یادونه نه ده کړې.
دا خو په هر صورت، ښکاره ده چه د انګرېز په لاس د دې نوي جوړ شوي دولت تاریخ به چه د پاکستان په نامه یادېږي هېڅکله هم د داسې تورو ورځو یادونه ونه کړي چه عاملين ئې د دې هېواد حکومت، پوځ او څارګره اداره وي مګر د ژورې اندېښنې ځای بل ده چه په خپله پښتانه او په ځانګړې توګه د پښتنو ځوانان هم له دې او ورته تورو ورځو بې خبره ساتل شوي دي او ساتل کېږي. (نن يوه منځ منګي د پښتونخوا پښتانه یو مذهبي سټيکر د خپل فېسبوک په مخ خپور کړی وه، ما ور ته و ویل دا خو دې ډېر ښه کار کړی مګر د بابړې د غمیزې په هکله چه نن ئې کلیزه ده هم يو څه ولیکه. ده په ځواب کې را ته و ویل «بابړه څه شی ده؟».
د پښتنو نوي نسل ته دا تاریخونه، دا پېښې او د خپلو پلرونو اونیکونو تېرې قربانۍ ځکه نه دي ور مالومې چې د تعليم په نصاب کې دا هر څهٴ نه شته. په پاکستاني ریاست کې تاريخ ليکونکي درباريان پاتې شوي اصله قضیه له دې قراره وه چه پخوانۍ صوبه سرحد (اوسنۍ پښتونخوا) کې د باچاخان ورور ډاکټر خان صېب په غیر قانوني ډول له حکومت نه لیرې کړی شو او پر ځای ئې د محمد علی جناح له خوا د مسلم لیګ یو غړی قیوم خان و ګمارل شو.
په همغو شپو او ورځو کې د پښتونخوا په هره سیمه کې قيوم خان د پوځ په مټو پر خدايي خدمتګارانو جبر ته دوام ورکړ او ګڼ شمېر خدايي خدمتګاران ئې په جېلونو کې واچول. د یادونې وړ ده چه د پاکستاني استبلشمنت د جوړېدو له همغې لمړۍ ورخې نه په پښتنو ظلم او تېری شروع شو ځکه د هند له نیمې وچې نه د برطانوي استعمار له وتلو سره ښائي هند خپله خپلواکي تر لاسه کړې وی او د افغانستان مقبوضه سیمې باید بېر ته افغانستان ته ور کړل شوې وای او یا په دې سیمو کې د پښتنو يو خپلواک دولت جوړ شوی وای، په اول کې استعمار د پاکستان د جوړېدوهېڅ تصمیم هم نه در لود وروسته ئې دا مفکوره سر ته راغله چه د خپلو اوږد مهاله اقتصادي، سیاسي او استراتيژیکو موخو له پاره د دين او مذهب پر مبنی د افغان او هند پر خاورو د پاکستان په نامه يو نوی دولت جوړ کړي چه همدا پلان ئې عملي هم کړ.
اوس به بېر ته را و ګرځو د بابړې غميزې ته. باچاخان ټولو خدايي خدمتګارانو ته د ۱۹۴۸ کال د اګسټ پر ۱۲ د چارسدې غازي ګل بابا جومات ته د راغونډېدو غږ وکړ. موخه دا وه چې هلته به ټول خدايي خدمتګاران د پښتنو د حقه حقوقو د اعاده کولو لباره یو سوله ایز احتجاج و کړي. د سرحد د صوبې صدرقيوم خان ته دا غونډه د خپل ځان خلاف يوه مظاهره ښکاره شوه، فکر یې کاوه چې خدایي خدمتګاران له ده سره ذاتي دښمني لري.
کله چې پښتنو د خپلو حقوقو لپاره لاريون وکړ، په غبرګون کې یې د ۱۹۴۸ کال د اګست پر دولسمه نېټه په بابړه کې د پښتنو پر احتجاج د برید امر وشو او له ۶۵۰ نه زیات کسان پکې شهیدان شول.
خدايي خدمتګارانو د دې رياستي جبر پرضد په سرو جامو کې سرې جنډې په لاس لاريون کاوه، لکه د مرګ ميدان ته چې روان وي.
د دې سوله ایز لاريون په سر کې سره جنډه د سپين ملنګ په لاس کې وه. همدا سپين ملنګ د بابړې د شهيدانو اولنی سرخېل شهيد وه.
سپين ملنګ چې ولګېد، دغه جنډه يې بيا هم نيولې وه او غورځېدو ته يې نهٴ پرېښوده.
اخر هم سپين ملنګ شهيد شو او د غازي ګل بابا له جومات او له چاپېرو ځايونو د قيوم خان په حکم د ګولیو باران پیل شو.
په دغه پېښه کې د شهيدانو شمېر شپږ نيم سوه کسان ښودل شوي، او سلګونه نور پکې ټپیان هم شول. د تاریخ په پاڼو کې دا هم لیکل شوي چې ډېر شهيدان اوبو ته وغورځول شول.
د قيوم خان حکومت غوښتل چې په دې توګه خپل جبر پټ کړي. په روغتونونو کې خدايي خدمتګارانو زخميانو ته مرهم پټۍ نهٴ کېدې، خلکو په کورونو کې د خپلو ټپیانو علاجونه پخپله کول.
د بابړې په ميدان کې تورسرو ښځو هم ډېر ښه رول لوبولی دی، چې د ميوند د ملالې دا غږ يې تازه کاوه!
کهٴ په ميوند کې شهيد نه شوې
خدایږو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
وطن، خاوره، قوم، ژبه، تاريخ او جغرافيه په خلکو او قامونو کې د يو بل د پېژندګلوۍ لپاره دي. له بده مرغه په پاکستان کې دا هر څهٴ له یو بله جلا دي.
که دا ټول ارزښتونه سره يو شي نو بیا قومي تحريکونه او قومي مبارزې، د دورونو د تسلسل په توګه يو بل ته رڼا ورکوي.
له بده مرغه د بابړې په غمیزه تاريخ غلی دی. پښتنو مبارزې کړې دي، قومي تحريکونه پکې راپورته شوي، خو د د دې هرڅه هېڅ څه تاريخ نه شته.
درباري تاريخ کې قومي تحريکونه او مبارزې نه شي ليکل کېدای، ګنې د بابړې او د شیکاګو پېښو کې هېڅ فرق نه شته.
د پاکستان تاريخ خو د پښتون افغان مبارزې قومي تحريکونه او شهيدان د رياست د باغيانو په صف کې راولي. دلته قيوم خانۍ د بابړې د شهيدانو يو لوی تاريخ خوړلی او د تاریخ له پاڼو یې ایستلی دی.