ډاکتر سرلوڅ مرادزی
اسلام اباد ولې پوځي عملیاتو کې قرآني استعارې او ایتونه کاروي؟
په اسلام اباد کې د پوځي عملیاتو نومونه ډیری وخت یوازې د نظامي تشخص لپاره نه ټاکل کېږي، بلکې پوځ د قرآني ایتونو او استعارو څخه وسله جوړوي او د سیاسي موخو لپاره یې کاروي.
څنګه چې پاکستان د انګریزانو په لاس د اسلام په نوم جوړ شو او پلازمینه یې هم په اسلام اباد ونومول شوه، دا پروپاګینډه له لومړي سره پیل شوه چې پاکستان د اسلام ټینګه کلا ده او سیمه کې د اسلام ساتنې او ریښتني اسلام د خپراوي دنده په غاړه لري!
د دیوبند مدرسه چې په ۱۸۶۶ کال په برتانوي هند کې له هند څخه د انګریزانو د شړلو او د یو موټي هند د ازادولو لپاره جوړه شوې وه، په وروستیو کې یې یو شمېر دیني عالمان لکه، مولانا شبیر احمد عثماني، غلام غوث هزاروي، مولانا مفتي محمود( د ملا فصل الرحمان پلار)، مولانا عبدالحق حقاني(د اکوړې خټک د مدرسې موسس) مولانا شمس الحق افغاني او مولانا یوسف بنوري د انګریزانو سره ملګري شول او په ۱۹۴۷ کال یې د هند په ویشلو او د محمد علي جناح په مشرۍ چې د انګریز د لاس اله وه، د پاکستان په جوړولو رایه ورکړه. د پاکستان له جوړېدو وروسته بېله ځنډه یوازې یوه میاشت وروسته همدغه ملایانو د هند د اصلي او هېوادپالې دیوبند مدرسې په مقابله کې یوه مدرسه(دارالعلوم حقانیه) د پېښور په اکوړه خټک او بله یې د وفاق المدارس په نوم په کراچۍ کې جوړه کړه.
د اکوړه خټک ځای هم دې مدرسې ته ځکه انتخاب شو چې د پښتنو د لوی زعیم او د افغاني هویت د ستر مفسر خوشحال خان خټک پر ټاټوبي او د هغه پر لارښود مکتب، د پیرنګي ډوله اسلام جال او نیټ وغوړوي او هلته داسې شاګردان وروزي چې د اورنګزیب او مغلو او وروسته د پیرنګي او د هغه د پاکستان په خدمت کې وي.
اسلام اباد د همغه ملایانو له تربیوي مکتب او د هغو له زامنو، لمسیانو او لارویانو څخه په تېرو ۸۰ کلونو کې د خپلو ټولو شیطاني سیاستونو په تدوین او پرمخبېولو کې ګټه اخیستې او دغه بدل دین یې د رحمان بابا په قول، دین یې دام دی د مخلوق په لار کې ایښي.
دلته غواړم د دغه شیطاني مکتب یوې څنګځنې برخې ته ورننوځم او یوه لنډه تبصره پرې ولرم:
اسلام اباد د دغه تربیوی مکتب د ملایانو په مټ ایتونه، قرآني استعارې او تشبهات د خپلو ستراتیژیکو پیغامونو، د خلکو د جذباتو د بسیج او د خپل سیاسي مشروعیت د پیاوړتیا لپاره کاروي. د«بنیان مرصوص» په نوم عملیات د دې ستراتیژۍ یوه څرګنده بېلګه ده. هغه عملیات چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲ مه د کشمیر په پلګهام کې د جیش محمد او لشکر طیبه لخوا چې د پاکستان ملاتړ ورسره وو، ترسره شول او په هغو کې ۲۶ تنه سیلانیان له تیغه تېرشول او بیا د دې ټولوژنې پر بنسټ د هند او پاکستان ترمنځ جګړه وشوه، اسلام اباد ورته د «بنیان مرصوص» نوم ورکړ.
«بنیان مرصوص» مطلب د قرآن کریم د صف د سوره په ۴ ایات کې ذکر شوی او دلته د اسلام اباد موخه داوه چې د هند په وړاندې پنجابی لښکر د جګړې له ډګره ونه تښتی، ځکه دوی په خپلو لښکرو باور نه لري او له هر میدان تښتی!
اسلام اباد په هېواد دننه هم د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ او د پښتونخوا د هېوادپالو خوځښتونو په وړاندې د ضرب غضب، ردالفساد، المرصاد کلمات او مفاهیم کاروي. خندنۍ دا ده چې د سوات او د وزیرستان د خلکو د مدني او سوله یزوغوښتنو په وړاندې هم د «راه نجات» په نوم ټانکونه، شوبلې او درنې وسلې استعمالوي. اسلام اباد د خپلو ټولو وګړو سره په جنګ دی او دې جګړو ته یې ملایان لګیا دي په ایتونو او حدیثونو کې نومونه او استعارې لټوي!
اسلام اباد له ایتونو تل د توغندیو کار اخیستی!
اوس به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹ مه، په پلازمینه کابل، پوځي برید ته هم په ایتونو کې نوم لټوي او کابل به بیا د ۱۹۹۰ لسیزې پشان په اور سوځوي او په پل خشتي کې به بیا د انګریز Thomas Edward Lawrence په پل د لمانځه اشتها په سر کې ګرځوي!
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی