ښاغلی بشیر دودیال

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو

د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل. پورې او بیا تر۱۳۵۷ پورې؛ پړاو په پړاو او له بیلابیلو خورو- ورو اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونوڅخه منسجمه شوه.  لومړی د(افغان اکاډمی) په نوم او بیا ډېر وروسته (د افغانستان دعلومو اکاډمي/اکادمی علوم افغانستان) شوه، چې تاریخ یې داسې بیانوم:

 

د اکاډمي بنسټ په حقیقت کې هماغه د ۱۳۱۱ل.(۱۹۳۲م.)  دکندهار پښتو ادبي انجمن و چې رئیس یې محمدعثمانخان بارکزی  او (پښتو) مجله یې نشراتی ارګان و. وروسته پر۱۳۱۶ل.(۱۹۳۷م.)کې کابل کې پښتوټولنه د علمی او اکاډمیک بنست په توګه جوړه شوه چې   افتخاري رئیس یې د هغه وخت د معارف وزیر، محمدنعیم خان و.  پښتو ټولنې ته (پښتو اکاډمي) هم ویل کېده، لکه اوس چې پېښور کې د پښټو اکاډمي ده. په ۱۳۳۴ل. (۱۹۵۵م.) کې ورته اساسنامه جوړه او یو شمېر بهرنیو اکاډمیو او دهیواد دننه علمی مراکزو سره یې توامیتونه وموندل. همدا وخت یې علمی کارکوونکو ته اکاډمیکې رتبې(څېړونکی، څېړنيار،څېړنوال،څېړندوی،څېړنپال) و ټاکل شوې. کابل مجله ، هېواد او زیری اخبار یې نشرات وو، خو هېواد اخبار له ۱۳۲۸ل.(۱۹۴۹م.) وروسته ورڅخه جلا شو. هېواد اخبار هغه وخت د ارواښاد عبدالرووف بینوا په مدیریت چلېده. د پښتو ټولنې مشاعرې، سیمینارونه او علمي کنفرانسونه دایر، علمي مقالې یې نشر اود افغانستان کالنۍ او دایرة المعارف یې چاپ کړل. هغه وخت د دولتي او شخصی (خصوصی)نویو تاسیس کېدونکو موسسو او بنسټونو نومونه د پښتو اکاډمی له خوا اېښودل کېدل چې زیاتره تراوسه اعتبار لري.  

هر هېواد خپله انسایکلوپیدیا(دایرة المعارف) لري. افغانستان هم په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۱م.) کې د پښتو ټولنې په تشکیل کې د دایرة المعارف د ټولنې مدیریت جوړ کړ. لومړنی مدیر یې میا محمد حسین و. پر۱۳۲۵ل.  لوی مدیریت شو او محمد هاشم پردیس (میوندوال) یې مدیرشو.

پر۱۳۲۷ل. کال د دایرة المعارف د نشر لړۍ شروع او تر ۱۳۲۸ل. پورې پینځو برخو(اجزاوو) کې د زرو مخونو په لرلو سره  بشپړشو. د دري برخې مدیر یې میر علی اصغرشعاع و، خو پښتو اډیشن یې لا نه و نشر شوی. وروستی(شپږم) جز یې پر۱۳۴۸(۱۹۶۹م.) خپور شو. پښتو ادیشن باندې پر۱۳۲۹ل. کار پیل شو، مدیر یې غلام جیلانی جلالی و.  وروستی(اووم ټوک) یې پر۱۳۵۵ل. کال خپور شو. په دې توګه د آریانا دایرة المعارف لومړی دور(شپږ ټوکه دري او اووه ټوکه پښتو) نشرشو. د اریانا دایرةالمعارف دوهم دور مستقل نه و، بلکې د افغانستان دعلومو د اکاډمی تشکیل کې  پر۱۳۸۵ل. پیل شو، چې دا وخت یې مرکز ریاست ته اوچت شوی و، لومړی رئیس یې ارواښاد میوندي، بیا استاد رفیع او وروسته یې آغلی څېړنپوه ثریا پوپل رئیسه وه. راقم السطور د دایرة المعارف د انستیتیوت آمر وم. په دې دور کې مو پښتو او دري یو ځای شروع کړ. هر دري ارتیکل به پښتو ته او هر پښتو لیکل شوی آرتیکل مو دري ته ژباړل. په لیکوال شرط نه و چې دري یا پښتو یې ولیکي. لکه هغسې چې پنځوسمو کلونو کې د هېواد جغرافیایی قاموس پیل شوی و، دا وخت یې هم دوام وموند او اتنوګرافی ورسره.

د راقم السطور وړاندیز تل هغه وخت دا و چې د دایرة المعارف ریاست دې د( دایرة المعارف او قاموسونو) د ریاست په نوم شي او  د دې ریاست اډانه کې دې یو د افغان دایرة المعارف انستیتیوت اوبل د افغان قاموس انستیتیتوت جوړ شي، خو د ادبیاتو مرکز؛ په تېره سرمحقق نصرالله ناصر صاحب زما وړاندیز رد او ویې ویل چې قاموسونه د ادبیاتو څانګې پورې اړه لري. د اکاډمی مرستیال ارواښاد سوبمن صاحب چې مخکې یې زما وړاندیز نه و رد کړی، د سرمحقق ناصر ټینګار یې ومانه او زما وړاندیز یې بابېزه پرېښود. ما ټینګار ونه کړ، کار ته مو دوام ورکړ، وروسته دواړو برخو کې ګټور کارونه وشول او ښه پرمختګ راغی.

لکه چې وویل شول  اریانا دایرة المعارف په پیل کې مستقل و، خپله کړنلاره یې لرله. دې سره یوځای یو څو نور اکاډمیک بنسټونه هم په پیل کې یا د معارف وزارت یا د مطبوعاتو مستقل ریاست/اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند فعال وو، چې دا هریو باید لکه پښتو ټولنه او د دایرة المعارف مدیریت د اوسنۍ دعلومو اکاډمی بنسټونه وبولو، لکه : د تاریخ ټولنه (۱۳۲۱ل.) دمطبوعاتو ریاست اړوند، مدیریې احمدعلی کهزاد او خپرونه یې(آریانا مجله)وه، ورسره یو ځای یې د(افغانستان) مجله د یونسکو په ژبو خپروله. بل مهم بنسټ د لرغونپوهنې(باستانشناسی) آمریت و. دا په ۱۳۴۵ل. د انستتیتوت په نوم د اطلاعاتو او کلتور وزارت اډانه کې جوړشو. لومړنی آمر یې دکتور شاهی بای مستمندی و. دوه مجلې یې خپرولې: هرات باستان او کوشاني مجله .

بل اکاډمیک مرکز د کوشاني څېړنو مرکز و، چې د یونسکو د څوارلسمې عمومي غونډې او۳۲۳شمېره فېصلې سره سم جوړ شو، بیا د دغه نړیوال سازمان د پینځلسمې غونډې له پرېکړې سره سم یې ۱۹۶۸م. کال کې په ټوله منځنۍ آسیا کې د کوشانیانو په اړه څېړنې پیل کړې. په ۱۹۷۰م. کال په کابل کې د کوشانیانو یو نړیوال لوی کنفرانس دایر او د کوشاني څېړنو کار د علامه عبدالحی حبیبی تر ریاست لاندې په کار پیل وکړ. د کوشانیانو نړیوال کنفرانس کې دمنځنۍ آسیا پینځو هېوادو او ورسره د شوروی اتحاد، آلمان، فرانسې، انګلستان او امریکا د لرغونپوهنې د ادارو هیئتونو برخه لرله. له دغه نړیوال کنفرانس وروسته له ۱۳۵۴ل.(۱۹۷۵م.) وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په تشکیل کې د کوشانی څېړنو نړیوال مرکز جوړ او بودجه یې د یونسکو له خوا وه. خپرنیز ارګان یې د«تحقیقات کوشانی» مجله وه چې لومړنۍ ګڼه یې پر۱۳۵۷ل. کال کې خپره شوه.

پر۱۳۵۴ل. دپښتو څېړنو نړیوال مرکز د یونسکوله خوا منظور او مقر یې کابل کې په  ۱۹۷۵ل.کې جوړ شو. د پرانیستی کنفرانس کې یې د افغاني څېړونکو ترڅنګ د بهرنیو هېوادو څیړونکو لکه پروفیسور مورگنسترن او یو شمېر نورو ګډون کړی و. همدی کنفرانس کې (پښتو) مجله دیونسکو په ژبو منظور او خپره شوه.

پورته یاد شویو ټولو مراکزو او بنسټونو خپلې ځانګړې تګلارې لرلې. دا ټول خواره واره اکاډمیک مراکز وو، حال دا چې نورو هېوادو دعلومو اکاډمۍ لرلې. دا وخت د افغانستان د علومو د اکاډمي مفکوره رامنځته شوه، چې د ۱۳۴۶ل. کال د تلې پر۲۶مه د(افغان اکاډمی) په نوم یوه طرح د محمدظاهرشاه د زېږېدنې په مناسبت ترلاس لاندې ونیول شوه. لومړني اسناد، مرام او تشکیل یې جوړ او یو شهزاده یې افتخاری رئیس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر یې آمرو ټاکل شو. دا لومړنی طرح د اطلاعاتو او کلتور د وزیر اکادیمسن محمود حبیبی په وړاندیز او د پاچا په موافقه په هغه لویه غونډه کې چې کابل هوټل کې جوړه شوی وه، لوړو مقاماتوته وړاندې شوه. په دې غونډه کې د صدارت مرستیالانو عبدالله یفتلی او دکتور عبدالقیوم، د اطلاعاتو او کلتور دوزارت رهبري لکه محمدخالد روشان معین او د هغه وخت پوهانو او لیکوالو لکه: دکتور سید بهاءالدین­مجروح، خال محمد خسته، غلام محمد نوید، سید محمد قاسم رښتیا، محمد اسماعیل مبلغ، صالح­محمد پرونتا، عبدالوهاب طرزی، محمد صدیق روهی، میر محمد صدیق فرهنگ، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، حبیب الله تږی، پوهاند عبدالحی حبیبی، دکتور عبداللطیف جلالی، حبیب الرحمان جدیر ، سید فقیر علوي د اصلاح ورځپاڼې مدیر، میر سعید بریمن د هیواد ورځپاڼې رئیس، کریم روهینا د انیس مسؤول مدیر، عبدالحمید مبارز د باختر آژانس رئیس، محمد کریم نزیهی، محمد ابراهیم صفا، محمد ابراهیم ثابت او محمد هاشم رحیمی ګډون درلود. دغه طرح تائید او د ۱۳۴۹ل. کال د وري په دویمه د سلطنت د لسم نمبر فرمان له مخې افغان اکاډمي رسماً تشکیل او شاه محمود خان یې افتخاري رئیس شو. پورته یاد شوی اکاډمیک خواره- واره مراکز پکې منسجم او دغه درې واحدونه یې لرل: د تاریخ د ټولنې ریاست، د آریانا دایرة المعارف ریاست او د پښتو ژبې د پرمختیا آمریت، یو اداري آمریت او د کتابتون مدیریت.

یوه خبره روښانه نه ده چې سره له دې چې ارواښاد روهي او استاد حبیب الله تږي د علومو داکاډمی طرح سره موافق او ورته خوشحاله وو، خو په دغه تشکیل کې یې د پښتو ټولنې د مدغم کولو مخالفت وکړ، ښايي موخه یې دا وه چې پښتو ټولنه همداسې خپلواکه پاتې شي(؟).

له هغه وخته را وروسته د افغان اکاډمي افتخاري او مسلکی علمی غړي(د الفبې په ترتیب) دا وو:

عبدالهادی داوي، علی احمد نعیمی، غلام جان خان، غلام جیلانی جلالی، غلام حسن مجددی، غلام فاروق اعتمادی، گل پاچا الفت، لعل محمد کاکړ، مایل هروي، محمد آصف سهیل، محمد ارسلان سلیمی، محمد ابراهیم ثابت، محمد ابراهیم خلیل، محمد اسماعیل مبلغ، محمد ابراهیم صفا، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، محمد رفیق حبیبی، احمد علی کهزاد، امین الله زمریالی، حبیب الله تږی، خال محمد خسته، دکتور محمد اکرم، ذبیح الله رسا، سید احمد شاه هاشمی، سید بهاءالدین مجروح، سید شمس الدین مجروح، سید قاسم رښتیا، صالح محمد پرونتا، ضیا قاریزاده، عبدالاحمد جاوید، عبدالحی حبیبی، عبدالخالق واسعی، عبدالرووف بینوا، عبدالرزاق پوپل، عبدالشکور رشاد، عبدالواحد واجد، محمد شاه ارشاد، محمد صدیق روهی، محمد صدیق طرزی، محمد صدیق فرهنگ، محمد فرید، محمد قدیر تره کی، محمد کریم نزیهي، محمد گل نوري، محمد هاشم رحیمي، مولانا عبدالعزیز قربت، نور احمد شاکر او یارمحمد نظامی.

افغان اکاډمی هغه وخت د بیلابیلو څیړنیزو او فرهنګی واحدونو په یو ځای کولو سره تاسیس شوه. دا وخت  نړۍ د ساینس برخه کې نوي بریالیتوبونه ترلاسه او دا پیړۍ د ساینس او تکنالوژي عصر بلل شوی و، نوځکه افغان اکاډمی ځان ته څو مهمې موخې وټاکلې:

۱.د ټولنیزو علومو په برخه کې باید د هېواد د ژبو د ریښو او پیل، د علمی متونو د څېړنې او د ادب د کره کولو په اړه کار وشي،

۲.دعلمی، ادبي او ټولنیزو نښېرونو خپرول،

۳.د نویو فکری او ادبی افکارو او د ټولنیزو مسایلو د ارزونې ژباړې ترسره کول او د لرغونپوهنې په ډګر کې څېړنه،

۴.د آریانانا دایرة المعارف د کړنلارې پرمخ بیول چې لږ مخکې پیل شوی و، دهغو په دوام د اختصاصی دایرةالمعارفونو خپرول، 

۵.د ساینسي څانګو(طبیعي علومو) پرمختیا.

دا وخت افغان اکاډمي یو شمېر مهمې مقالې او مستقل تاریخی کتابونه نشر کړل. د بیلګې په توګه د  فولکلور برخه کې«د خلکو سندری» پر۱۳۴۹ل. کال ، « د پښتو پخوانۍ تذکرې» پر۱۳۵۰ل. کال. او «ابدالۍ توره» پر۱۳۵۲ل. کال.  د دغو کتابو خپروونکی «د افغانستان اکادیمی» او اړوند څانګه یې د تاریخ ټولنه معرفي شوې وه. له دغو کتابونو سره یوځای مجلې هم نشر شوې وې.

څو کاله وروسته د ټولنې په پرمختګ او د عصروزمان غوښتنو سره سم«  افغان اکادیمی» پراخه شوه او پربنسټ یې  دافغانستان دعلومو اکاډمی/ اکادمی علوم افغانستان رامنځته شوه. د دغه نوي علمی او فرهنګی لوی مرکز فرمان د ۱۳۵۷ل. د زمري پر پينځلسمه(۱۹۷۸) د دوو برخو(طبیعی علومو اوټولنیزو علومو) په لرلو سره صادر شو. د وزیرانو دشورا دارالانشا د ښوونې او روزنې وزارت ته په دې اړه لاندنی لیک واستاو، دلیک متن کټ مټ داسې و:

(د وزیرانو د مجلس تر ۹۸۷ فیصلی لاندې په دیارلسمه غونډه، نیټه ۱۳۵۷/۵/۱۵ش. کې د ښوونې او روزنې د وزارت د عرضپاڼی په اساس پریکړه وشوه چې: په افغانستان کې دعلومو د تکامل په مقصد د علومو د اکاډمی تشکیل چې د یوې لوړې علمي سویې کمیسیون په واسطه ترتیب او تنظیم شوی دی، د وزیرانو د عالي مجلس له خوا د عظمی صدارت په چوکاټ کې تأیید او منظور شو).

د دغه لیک له صادرولو وروسته د علومو اکاډمی د ښوونې او روزنې(معارف) وزارت څخه خپلواکه او د یو جلا علمی ادارې په توګه د کب د میاشتې پردوهمه نېټه یې کار پیل کړ.  لومړنی رئیس یې ارواښاد دکتورګل محمد نورزی و چې له رتبې لوړ بست کې مقرر شو. په دې اقدام سره د پخوانۍ پښتوټولنې قانون چې د دې علمی ادارې بنسټ و، د اجراءاتو سند شو.  وروسته بیا هر ریاست او مرکز ته کاري کړنلاره او بیا د افغانستان د علومو د اکاډمی قانون جوړ شو.

لومړني رئیسان یې دا وو:

پوهندوی دکتور گل محمد نورزی، اکادمیسین غلام مجدد سلیمان لایق، پوهنمل گلداد، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتورعلوم عبدالکبیر رنجبر،اکادمیسین عبدالاحد عشرتی، سرمحقق محمد محسن فورملی، ملا محمد حسین مستسعد، مولوی خلیل الله فیروزی، سر محقق عبدالباری راشد، سرمحقق ثریا پوپل،   ... او اوس یې رئیس شیخ فریدالدین دی.

د علومو اکاډمی وروستیو کې دریو برخو(بشری علوم، طبیعی علوم، اسلامی علوم)کې مرستیالان لرل؛ نومونه یې دا دي: کاندیدای اکادمیسین محمد ظاهر افق، سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین، کاندید اکادمیسین سرمحقق دکتور علوم عبدالکبیر رنجبر.

هغو ذواتو چې معاونیتونه یې پرمخ بیولي، دا وو: ، اکادمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد،مولوی فریدالدین محمود، سرمحقق دکتورمحمد علم اسحاق زی،سرمحقق نصرالله سوبمن، سرمحقق محمد اسلم افضلی، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، کاندید اکادمیسین پوهنوال عبدالصمد سلیم، سرمحقق دکتور شاه محمد میوندی، مولوی شجاع الدین خدام، سرمحقق دکتور عبدالخلیل ظریفی، سرمحقق دکتور نجم الدین ترین،غلام ربانی ادیب، مولوی ذکی الله اشرفی، معاون سرمحقق میرمحمد شریف پاکرای، محقق عبدالباری راشد او مولوی سیف الرحمن سایف ستانکزی.

د اکاډمی علمی منشیان بیلابیلو وحتونو کې دغه درانه ذوات وو:دکتورعبدالسمیع غفاری، محمد ظاهر افق، محمد حسین هلالی، پوهاند دکتورمحمد نادرهادی، سرمحقق نصرالله ناصر، سرمحقق دکتور الف محمد شرر، سرمحقق سید امین مجاهد، دوکتور احمدشاه عمر وردک او احمدی.

وروسته تر ۱۳۶۵ل. کال څخه د ژبو او ټولنیزو علومو ترڅنګ؛ د ساینسی برخو لکه: د کیهانی څېړنو مرکز، انستیتوت سیسمولوژی و تهیه و نصب دستگاه زلزله سنج، د اوبو د څېړنوانستیتوت ، د لمر د انرژی کارولودیپارتمنت ، د باد د انرژی دکارولو څانګه، د جنیتکس، بیوتکنولوژی، جن­ انجینیرنگ او خاورې پوهنې څانګې جوړې او د زراعت، فزیک، ریاضی، کیمیا، بیولوژی، تخنیک، زمکپوهنې علومو، طب او فارمسی ته پاملرنه وشوه.د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د ریاست رهبری هم د علومو اکاډمی په غاړه و.

د افغانستان دعلومو اکاډمی د بډای کتابتون لرونکی ده چې قیمتي خطي نسخې یې خوندي کړي دي. د خپرونو نومونه یې؛ اریانا، خراسان، پښتو، طبیعت، تیبان، زیری او تفکر دي. له دې برعلاوه هرکال د نویو څیړنو برخو کې نوي کتابونه نشروي. اوس دافغانستان د علومو اکاډمی د دایرة المعارف، دکوشانی څیړنو، د سیمه ییزو څیړنو اود اسلامی څیړنو مراکز ، لابراتوارونه، تشخیصیه کلنیک، د ونو او بوټو د مطالعې برخه، د اتنوګرافی موزیم او اداري څانګې لري.

د قانون له مخې، د اکاډمی رئیس انتخابی دی، د کار دوره یې څلورکاله ده.  دغه علمی بنسټ د بیلابیلو هیوادو علمی مراکزو سره د اړیکو، د سیمینارونو او کنفرانسونوددایرولو، د علمی څېړنو د ترسره کولو، دهېواد دطبیعی زیرمو مطالعات او ارزونه، دملی اقتصاد د ودې په خاطر د نویو ساینسی او تکنولوژیکي پرمختګونو د مناسب کارولو د لارو موندل، د علمی، فرهنګی، اقتصادی او ټولنیزو پلانونو د طرح، ارزولو او تطبیق کې مرسته، د غیر اسلامی او بیګانه اثراتو مقابل کې درېدل او دهغو د نفوذ مخنیوی، ملی فرهنګ ته ارتقا ورکول او په ټوله کې په هېواد کې د علومو د کمی او کیفی ودې تامینول دي.

د علومو اکاډمی د اتنوګرافی د موزیم او د خپل کتابتون ترڅنګ؛ یو بل کتابتون چې ښاغلی حبیب الله رفیع ډالۍ کړی او د پوهاند امان الله حیدرزاد د پژګر او انځورګر د آثارو زېرمه لري د اتنوګرافی موزیم کې اېښودل شوي دي( استادحیدرزاد د۲۰۲۶د جنوري میاشت کې له هېواد بهر وفات شو جنتونه یې نصیب شه). دعلومو اکادمی درېیم پوړ کې د میناتوري د آثارو یو نندارتون هم لري. داکاډمی مرکزی ودانۍ د نوي ښار د شاببوجان د کوڅې پای کې ده، چې د کابل د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو وروسته  دولسمشر حامدکرزي د فرهنګی مشارو دروند او منلي استاد ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل په پرله پسې هڅو او سید ه څارنه جوړه شوه. ورسره پخوانۍ ودانۍ ترمیم او د اتنوګرافي موزیم شو. مرکزی تعمیر د وړکتون او ترانسپورت او پخلنځي الخاقیې هم لري. بله ودانۍ یې زمبق څلور لاره کې او یوه بله دوه پوړیزه پخوانۍ ودانۍ یې د شیرپورڅلورلاره کې ده.

د علومو اکاډمی په وروستیو کې د نورو علمی پروژو ترڅنګ؛ دوه لویې پروژې عملي کړی: یوه یې د آریانادایرة المعارف دویم دور، په شپږوټوکونو کې په دري او پښتو ژبو او بل یې دهېواد د اتنولوژی پروژه وه. د دایرة المعارف لپاره د آرتیکلونو د لیکلو او د تثبیت او ارزونې لپاره د اکاډمی دعلمی غړو ترڅنګ د پولیتخنیک، طبي پوهنتون، کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون استادانو کار وکړ. د دایرةالمعارف د دوهم دور لومړی ټوک په ۱۳۸۵ل. کال چاپ ته چمتو او د نبراسکا (پخوانۍ اریانا) مطبعې سره یې د چاپ قرار داد وشو. راقم الحروف دا وخت د دغه انستیتیوت مشر او آغلی سرمحقق ثریا پوپل د مرکز رئیسه وه. ټول اوو تنو دغه انستیتیوت کې کار کاو.

په ۱۳۸۱ل. کال د لرغونپوهنې انستیتیوت له اکاډمی څخه جلا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره وتړل شو، خو علمی رهبری یې د اکاډمی په غاړه وه، په ۱۳۹۰ل. کې بېرته اکاډمی سره وتړل شو. د کابل د جنګونو له پیل مخکې ۷۰۰تنه دانشمندان او متخصصان په بیلابیلو دیپارتمنتونو کی په علمی کارونو بوخت وو، تر۱۳۸۱ل. د اکاډمی علمی کارونه خنډونو سره مخ شول، ترڅو چې بېرته تشکیلات او بودجه بشپړه شوه. په ۱۳۸۴ل. کې یې یو شمیر بستونه تنقیص شول. په دې کال د ښځینه کارکوونکو سلنه ۱۷ ٪  ته رسېدله.

تېر وخت کې چې کومو پوهانو د آثارو د شمېر له پلوره زیات کار کړی و، دا دي:

پوهاند دکتور احمد شاه جلال،پوهندوی دکتور اسدالله حبیب، پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، دکتور حیدر مسعود، دکتور سامیه عبادی روشنگر، عبدالرحمن پهوال، عبدالرحیم خوشدل، عبدالرشید رؤف، عبدالسمیع غفاری، پوهنوال عبدالصمد سلیم، عبدالغفور باهر، سرمحقق دکتور عبدالکبیر رنجبر، عبدالمجید نباتی، دوکتورعلی احمد، غوټۍ خاورې، ش. یارقین، مهرزاد بلوچ، دوکتور ستانکزی، پوهاند شاه علی اکبر شهرستانی، غلام ابوبکر، پوهنوال دکتور غلام محمد بهرام، پوهاند فقیر محمد زمری، گل احمد خالدی، محمد ابراهیم عطایی، محمد اعظم سیستانی، محمد اکرم عثمان، دوست شینواری،محمد انور نومیالی، معتمد شینواری،محمد امین امام، محمد حسین هلالی، پوهاند محمد رحیم الهام، سرمحقق محمد صدیق روهی، محمد ظاهر افق، دکتور محمد یعقوب واحدی، غ.ا. ترین، شریف الله خان شریفی، دکتور محمود حبیبی، دوکتور مهر محمد اعجازی، پوهاند میر حسین شاه، سیدمحی الدین هاشمی، ع.یاد(طالبی)، فرهمند، عبدالواجد واجد، بشیرافغان، سید امین مجاهد، شرر، محمدشریف ځدراڼ، دوکتور سکندر حسینی، استاد لطیفه قریشی، داکتراحمدشاه وردک، مولوی بصیرت او ګڼ شمېر نور( دا چې د ګڼ شمېرحقدارو استادانو نومونه اوس را یاد نشول، بخښنه غواړم. دغې لیکنه کې یواځې په لنډ ډول د افغانستان د علومو د اکاډمی تاریخچه یاده شوه، د پوهانو اودانشمندانو نومونه ضمنی یادشول). د لیکنی موخه د دغه علمی -تحقیقی بنسټ کرونولوژیکه معرفی او د دیپارتمنتونو او ریاستونو پېژندنه وه. دلته به د ټولو درنو علمی ذواتو او څېړونکو د نومونو او څانګو یادول ډېر وخت او ځای ونیسي، نو دا کار به بل وخت ته پرېږدم.

په ټوله کې وروسته تر ۱۳۹۰ل. د اکاډمی د اوج کلونه مخ په ځوړ شول. رهبری متفرقه، دسپلین  ضعیف، له بهر څخه لاسوهنې پیل، علمی ارزښتونه پایمال او د(جوان سازی) د سیاست له مخې تجربه لرونکی کادرونه بی واکه شول. دا وخت زیاتره پخواني استادان وفات او بیا وروسته تر۱۴۰۰ ل. زیاتره مهاجر شول.

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد