
پوهاند محمد بشیر دودیال
د محمد ګل خان مومند
اداري اجراء تو ته د اوسني وخت له نظره کتنه
( د ارواښاد دوفات د دوه شپېتم کال په مناسبت)
لنډه پیژندنه
له نن څخه ۶۲کاله مخکې محمد ګل خان مومند کابل کې وفات شو. نوموړی د محمد خورشید خان زوی،د مومن خان لمسی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرابیو په کوڅه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړه یې په خصوصي ډول تر سره او په ۱۳۲۷ ل. کې په حربي ښوونځي کې شامل شو. پنځه کاله یې عسکري تعلیم سرته ورساوه او د اردلیانو په غونډ کې د قومندان په صفت وټاکل شو. په دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده لرله. د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په توګه وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قومندان شو، یو څه وخت یې په ترکیه کې د افغاني سفارت د نظامي آتشې په توګه کار کړې دی.مومند څه موده د(مجموعه عسکري)د مجلې مسئول مدیر و چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدله . محمد ګل خان مومند دسیاستوال، یو فعال وزیر ، ادیب او لیکوال، ولسي مشر او د ملی نامتو څیرې په توګه پېژندل کیږي.

د محمدګل خان مومند د رسمی اجرااءتو ارزونه:
ملتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې د سیاستوالو او نورو اغیزمنو کرکترونو او نامتو څېرو کړنې د خپلو ملي ارزښتونو او د هغه مهال له شرایطو سره سمې او د نړویوال حالت له مخې ارزوي. وزیر محمد ګل خان د افغانستان ډېرو نازکو حالاتو کې لویو مسئولیتونو سره مخ شو.
د اتلسمې پیړۍ پای او د شلمې پیړۍ پیل د افغانستان لپاره ډېره حساس وخت و. ختیځ کې د خپلواکۍ غوښتنو جذبه پیاوړې او د ملی حاکمیت لرلو تفکر پیاوړی شوی و. د دغو کلونو شاخص ټکي؛ د امیر شیرعلیخان د صنعتی کولو ریفورم، د شاه زمان خپلواکي پالونکی فکر، دسید جمال الدین افغان اصلاحی پروګرام، افغانستان کې د مطبوعاتو د لومړني ستوري ځلېدل، د مشروطیت غورځنګ، په هېواد کې لومړنی مکتب جوړېدل وو. د نړۍ په کچه لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه پرله پسې نوي بدلونونه روان وو. ۱۹۱۹م.کال کې د امان الله خان په درایت او لارښوونه د افغانستان له داخلي او بهرنيو چارو د انګریز لاس لنډ او سیاسي استقلال څخه وروسته ګړندي مترقي ګامونه اوچت شول. اقتصادی او فکري استقلال ته رسېدل یوه آرمانی خبره وه، چې پاچا دغې موخې ته د رسېدو لپاره ګړندي ګامونه اوچتول. له بده مرغه د زوړ استعمار په پټ لمسون دغه ریفورمونه وځپل شول. افغانستان یوه نهه میاشتنۍ تیاره دوره تېره کړه، خو بېرته د ثبات په لاره شم شو. په دغو ټولو کلونو کې زړورو افغانانو خپل رشادت ثابت کړ.
د دغې دورې په سیاسي او اداري چارواکو کې یو وزیرمحمد ګل مومند و. هغه تر ډېره یو نظامي رسمي چارواکی و، ترهرڅه مخکې هغه ته د شرایطو د غوښتنې له مخې د نظام مستحکم کول او سراسري امن مهم و. د نظامي او ملکي دندو په ترڅ کې په ۱۳۰۳ هجري شمسي کې د پکتیا عسکري قومندان او اعلی حاکم او بیا د مزار شریف د ملکي پلټني رئیس و. پر کابل د حبیب الله کلکانی د حاکم کېدو په وخت کي یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پکتیا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله . دا ځکه هغه وخت د امانی نهضت او وطنپاله مترقی ریفورمونو په پرتله دسقوی ناقص حکومت تدابیر او برنامه ډېره وروسته پاتې او د وطن د ځوان نسل په زیان وه. له سقوی دورې څخه د افغانستان له خلاصون وروسته محمد ګل خان د سردار محمد هاشم خان په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، بیا ورپسې په ننګرهار او بیا پروان کې د تنظیمه رئیس په توګه مقرر شو.په دغو ولایتو کې یې چې پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کې د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره ولېږل شو.
په شمال او شمال غرب سرحداتو کې د هغه وخت نظامی او دفاعي رجالو ته یوه ډېره ترخه تجربه پاتې وه؛ هغه د جنرال غوث الدین خان دوره وه، چې د وطن د یوه صادق سرباز په توګه یې د پنجده په ساتنه کې رول ولوباو.
غوث الدین خان ته څه ورپېښ شوي وو؟
دغه پېښه د ارواښاد غبار څو لیکنو او له هغې جملې د( افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کی په تفصیل راغلی ده: غوث الدین خان د لوګر او په قوم (اورمړ) و، په ۱۸۸۵ل. وضعیت داسې پېښ شو چې هرات ته نږدې، د روسیې او ایران ترمنځ باید کرښه په ښکاره نښو ښودل شوې وای. دا وخت انګریزان ایران کې وو. د روسيې له لورې (الیخانوف) او د انګریز له خوا ډګروال ریجوی د پولو ټاکلو ته ګومارل شوی وو. دغو ورځو کې امیرعبدالرحمن خان هندد ته په سفر وتلی و، ډېره حساسه موقع وه. انګریزانو(ریجوی) د کرښې کښلو کې تیری کاو او غوث الدین خان یې د روسی هیئت په وړاندې تحریک کړ، چې د اقتیپې سیمه کې د افغانستان یوه اندازه زمکه تر تیری لاندې راغله. غوث الدین خان په عالی مهارت سره دوی سره لومړی دیپلوماتیک چلند او کله چې جګړې ته مجبور شو، په مېړانه یې دفاع وکړه. انګریز نه یواځې روسی سرحدی ځواکونو سره د خبرو پر مهال، بلکې د جګړې په ترڅ کې هم له دوکې او دوه مخۍ کار واخیست، جنرال غوث الدین خان یې یو بد موقعیت کی راوست. افغانی پوله ساتو سره وسله کمه او سپاهیان یې هم لږ و. انګریز غوث الدین خان سره وعده وکړه چې روسانو سره جنګ شروع کړي، وسله به دوی ورکړي، خو کله چې جګړه ونښته غوث الدین خان په میړانه وجنګېد، وسله او کارتوس یې خلاص شول، له انګریز څخه یې د وسلې مرسته وغوښته، خو هغوی مرسته ونه کړه. غوث الدین خان په تش لاس تراخره د کرښې او د آقتیپې دفاع وکړه، سرتیری یې شهیدان شول، خو په شا نشو. بالامرغاب کې یې هم د دواړو دښمنانو په وړاندې میړانه څرګنده کړې وه. کله چې امیر له هند څخه راستون شو او د پېښې بشپړ راپور یې واورېد، د غوث الدین خان د دغی میړانې په بدل کې یې ورته د جنرالی رتبه منظور کړه. نوموړې هغه وروستی سرتیری و چې د هېواد د شمال او شمال غرب پوله لوېشت په لوېشت ورته معلومه وه. داسې ویل کیږی چې، ایران هم په ډېرو سیمو کی د هغه وخت نښې له منځه وړي دي. ایرانیانو آن هغه د ریجوی له اصلی کرښې هم نیری کړی دی. د غوث الدین خان وروستۍ خبره دا وه: تا که من زنده ام احدی از اجنبی به این زمین پاک قدم نخواهد گذاشت، ولی اګر زنده نبودم ...
د غوث الدین خان دغه درس افغانستان ته یو عبرت و، نو ځکه یې د شمال پولو ته کلک پام کاو. کله چې محمدګل مومند دغو ولایتو کی موظف و نو د پنجده پېښو او د ایران، انګلیس او روسیې مکر او فریب دی اړ کړ، چې د هېواد د پولو د ساتنې لپاره د حفظ ماتقدم تدابیر ولري، لکه مارچیچلی چې له پړي هم وېره ولري.
هرهېواد کې؛ په تېره بیا هغه ټولنه چې نوې له هرج - مرج وتلي وي، دسپلین او امنیت راوستل لومړیتوب دی. محمد ګل خان همدغې موخې ته وفادار پاتې شو. په ۱۳۱۳ل. کې یې د قطغن، بدخشان، مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رئیس په توګه د دغو ولایتونو چارې سمبال کړې. هغه وخت دغه سیمې د اقتصاد، تعلیم او مواصلاتو له پلوه ډېرې وروسته پاتې وې، خو تنظیمیه رئیس هر ځای کې خپله اسلامي او رسمي دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسوله او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست. کوم وخت چي په کندهار کې تنظیمه رئیس و، نو هلته یې په ۱۳۱۱ل. کال یو ادبی انجمن جوړ کړ چي بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل شو او د کابل له ادبي انجمن سره یو ځای او بالاخره په ۱۳۱۶ ل. کي د افغانستان د اوسنۍ دعلومو اکاډمی لپاره یو بنسټ شو. په کندهار کې یې ډېر ځلمیان وروزل او د وطن د خدمت میدان ته را ووتل. د کندهار طلوع افغان هم د ده په امر فعال شو او د محمديه مدرسه یې تاسيس کړه، د ښوونځيو ودانول یې بشپړ، د ځوانو ليكوالو روزنه یې وکړه ، د ميرويس نيكه د مزار ودانۍ یې جوړه او د سړكونو او لارو سیستم یې عصري کړ. ورپسې په ۱۳۱۹ کي د دولت د وزیر په توګه مقرر شو. تر ۱۳۲۷ل. پورې د هېواد دشمال ولایتو اوپه تېره سمنگان كې اوسېده، له دغو ولایتونو او د هغو له آبادي او ثبات سره یې ډېره مینه وه. بيا په دغه كال د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار او د كونړ په نرنگ کې تېر کړل. وزیرمحمد ګل مومند په ۱۳۳۴ل. كال د یو مجرب سپینږیري په توګه د لويى جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي دنده يې په ښه ډول ترسره كړه. دا زموږ په تاریخ کې یوه نیکنامه لویه جرګه وه. همدا وخت د افغانستان د عصری کولو پینځه کلن لومړني علمی اقتصادی اجتماعی پلانونه جوړول پیل شول او لومړنی پلان په ۱۳۳۵ل. کال تر اجرا لاندی راغی چې دا اوسني ټول زیربنایي تاسیسات د هماغه وخت دي. تر ټولو مهمه دا چې دا وخت د معارف یوه ځلانده دوره پیل شوه. د دې رڼې او له ستونزو ډکې دورې نور نومونه؛ عبدالمجید زابلی، عبدالهادی داوی، م.غ.م. غبار او د ویښ زلمیانو دغورځنګ نامتو څېرې وې. دا وخت د هغه وخت د شرایطو مطابق متخصص تکنوکراتان لکه ملک عبدالرحیم زی او نور د کار په ډګر کې وځلېدل د وخت د صدراعظم محمد داوود خان تر لارښوونې لاندې پینځه کلن اقتصادی پلانونه پیل شول. دا ټول دهغه انضباط او ثبات پایله وه چې په ډېرو خواریو ترلاسه او د اقتصادی پرمختیا د ګامونو د اوچتېدو امکان برابر شو. افغانستان د درې ګونو قواوو په تفکیک د یوه ډېر ښه اساسي قانون خاوند شو.
په دې توګه د اقتصادی برنامو د تطبیق لپاره د دسپلین د حاکمولو په لړ کې زغرد ګامونه اوچتول په کار و. ډېر ژر په کندز کې د پُنبې کښت او زراعت ته دزمکو چمتو کول پیل شول، مالداری او لاسی صنعت وده وکړه، شرکتونه تاسیس او د (لندنی) په نوم یوې سوداګرې کورنۍ تجارت ته رونق ورکړ، د شیرخان او عبدالمجید زابلی اقتصادی ریفورمونه همدا وخت عملی شول. د محمد ګل خان مومند رول د هېواد د ترقی، استحکام او د وخت له غوښتنو سره سم د ملی- دولت او منضبط نظام د راوستلو او د خاوری د تمامیت د ډاډمنتیا برخه کې په پوره صداقت و. د مسلک او د هغه وخت د شرایطو له اقتضا سره سم؛ د ده په وجود كي عسكريت، سياسي پوهه، ملی احساس او ادب ټول را يو ځاى شوي وو، دعمل سړی او د سختیو زغمونکی، د انضباط لرونکی، قاطع او ترلاس لاندې کسانو څخه یې کار غوښت، لټي یې نه خوښېده، نه یې غوښتل هیڅ افغان د نورو د اوږو بار یا نورو ته سترګې او تمه ولري، همتناک خلک یې خوښ وو.
دغو اوصافو نوموړی ظاهراً د یوه کلک دریځي آمر(اوتوکرات) په توګه وښود، خو دا دهغه وخت دشرایطو حکم و. خپل ژوند یې هم ډېر فعال او ستومانه و او فکر یې داو چې د د پيسو پر ځاى كيسې وګټې. دنه ستومانه کیدونکي کار ترڅنګ، اغییزمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت و، ښه لیکوال و چې نثر یې هم د مانا او هم د عبارت له مخې خورا ځواكمن نثر دى، دا اوس هم د ده نثر د ځوانانو لپاره د بیلګې حیثیت لري. خبرو او وینا کې یې زيات جرئت او ځواكمن منطق و. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه ډډه نه کوله. که به یو حقیقت څومره تریخ هم و، ده یې له ویلو مخ نه اړاو.
د ده رول د وخت او شرایطو د حکم له مخې په نظم او استحکام کې مهم ثابت شو. پرته له دې بله لار نه وه. هغه د خپل رسمي ماموریت په پای کې نه ارګاه وبارګاه، نه سره او سپین، نه کلاوی او باغونه او نه هم جایدادونه لرل. هغه د وخت او شرایطو سره سم، خپل رول بریالی ترسره کړ. د خپل ستومانه ژوند وروستي کلونه یې یوه عادي کورکې په عزت سره تېر کړل. ارواښاد د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتې پر ۲۷مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د کابل ښار د بریکوټ په سیمه کې یوه کرایي کور کې د اتیا کالو په عمر وفات شو.
د ارواښاد محمد ګل مومند فاتحه د پوهني د وزارت له خوا د اسد پر ۲۸مه نېټه دشېرپور په لوی جومات کې واخیستله شوه.د ده د فاتحې مراسمو ته د ظاهرشاه په ګډون ډېر لوړ پوړي چارواکي راغلي وو.محمد ګل خان مومند نارینه اولاد نه درلود یوازي یوه لور یې درلوده چي په خپل ژوندون یې د ننګرهار د صالح محمد خان زوی ته واده کړې وه. ارواښاد مومند پر سیاسي او عسکري خدمتونو سربېره په علمي او ادبي برخو کي هم پاخه ګامونه اخیستي وو. د تقاعد پر مهال یې یو قاموس ترتیب کړ چې د لیکلو لپاره یې د ډېرو کلونو په ترڅ کې د لغاتو په را غونډولو لاس پوري کړی و، خو د کتاب په شکل په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د کابل په عمومي مطبعه کي چاپ شو. اوس یې اته ناچاپه کتابونه سته چې کېدای شي نشر شي.
لکه چې مخکې وویل شول، ارواښاد مومند په داسې وخت کې ژوند کاو چې د ملی نهضتونو دوران او نړۍ کې دملتپالنې د روحیې دوران و، نو ځکه ده خپل یو کتاب کې داسې لیکلي و: "هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، ملته پورې او ملت او يووالي د ملي فکر پورې اړه لري، كه ملي فکر خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محو شو، نو ټول محو كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخ څخه وركيږي". د ارواښاد دا فکر نه تعصب و، نه قوم پرستي، بلکې د ده د دوران د هغه ملتپاله تفکرانعکاس و، چې هغه وخت دا ډول فکر له اروپا تر مصر او هند پورې مسلط، معقول او مقبول طرز تفکر و.









