
ر. ویدی
د زمري ۲۸مه؛ د خپلواکۍ ویاړ
او د شاه امانالله خان نیمګړی ارمان
د زمري ۲۸مه دې د افغانستان د هر هغه انسان مبارک وي چې د دې خاورې په نوم یې زړه درزېږي، د خپلواکۍ په مانا او قدسیت پوهېږي او د خپل وطن د عزت، آبادۍ او سرلوړۍ لپاره په زړه کې هدف، هیله او آرمان لري.
د زمري ۲۸مه یوازې یوه نېټه نه ده؛ دا د یوه ملت د نه ماتېدونکي روح، د آزادۍ د مینې او د سرلوړۍ د ارادې تلپاتې نښه ده. دا هغه ورځ ده چې افغان ولس د سرښندنې او مبارزې په پایله کې خپله سیاسي خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او نړۍ ته یې وښودله چې د آزادۍ اراده تر هرې وسلې پیاوړې ده.
د دې تاریخي بریا نوم له شاه امانالله خان سره نه شلېدونکې اړیکه لري. هغه ځوان پاچا چې د افغانستان بشپړه خپلواکي یې اعلان کړه، یوازې د یوه آزاد افغانستان غوښتونکی نه و؛ بلکې د یوه آباد، پرمختللي، قانونمند او له نړۍ سره سیال افغانستان خوب یې هم لیده.

امانالله خان پوهېده چې د یوه هېواد آزادول یو کار دی، خو د هغه آبادول او د خلکو د ژوند بدلون بل ستر مسؤلیت دی. له همدې امله، له خپلواکۍ وروسته یې د اصلاحاتو پراخ بهیر پیل کړ: د زدهکړې پراختیا، د دولت عصري کول، د قانون جوړونه، د اقتصاد او سوداګرۍ پیاوړتیا او د مطبوعاتو وده یې د نوي افغانستان د جوړولو لپاره مهم ګامونه وبلل.
د هغه د اصلاحاتو یوه له مهمو برخو څخه د ښځو اماني نهضت و. د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، د ښځو د زدهکړو ملاتړ او د ښځو د ټولنیز حضور لپاره د نوو لارو پرانیستل، د هغه وخت لپاره یو ستر بدلون و. ښځې یوازې د کور د څلورو دېوالونو تر منځ نه؛ بلکې د تعلیم، پوهاوي او د ټولنې د پرمختګ په بهیر کې د فعال حضور وړ وبلل شوې. د ښځینه زدهکوونکو د لوړو زدهکړو لپاره بهر ته استول هم د همدې لید یوه څرګنده بېلګه وه.
دا هغه افغانستان و چې امانالله خان یې په خوب کې لیده؛ داسې وطن چې ښځه یې لوستې وي، ځوان یې هیلهمند وي، ماشوم یې ښوونځي ته ولاړ شي او قانون پکې د هر انسان عزت خوندي کړي.
خو د تاریخ لارې تل د خوبونو په اندازه هوارې نه وي.
د مذهبی ارتجاع تحریکات د انګلیس په لمسون ، او نورو ستونزو له امله د امانالله خان ډېر اصلاحاتي ارمانونه نیمګړي پاتې شول. هغه وطن پیښود ، خو ارمان یې پاتې شو.
نن، ۱۰۷ کاله وروسته، د زمري ۲۸مه موږ ته یوازې د تېر ویاړ د یادولو ورځ نه ده؛ بلکې له خپل تاریخ سره د حساب او خپل راتلونکي ته د ژمنې ورځ هم ده.
ځکه خپلواکي یوازې دا نه ده چې پر نقشه خپل نوم ولرو؛
خپلواکي دا ده چې خپل راتلونکی په خپله جوړ کړو.
خپلواکي دا ده چې ماشوم مو له کتابه محروم نه وي، ښځه مو د زدهکړې او عزت حق ولري، ځوان مو په خپل وطن کې د راتلونکي هیله ولري، قانون مو له زور څخه لوړ وي او افغانان د اختلاف پر ځای د ګډ وطن تر بیرغ لاندې سره راټول وي.
که غواړو د امانالله خان حق ادا کړو، باید د هغه نیمګړی آرمان په خپلو لاسونو بشپړ کړو؛ ځکه ځینې انسانان له نړۍ ځي، خو ارمانونه یې د نسلونو په زړونو کې ژوند کوي.
شاه امانالله خان لاړ، خو پوښتنه یې پاتې ده:
«هغه افغانستان چې ما درته په خیالونو کې لیدلی و، تاسو به یې کله جوړوئ؟»
راځئ، د زمري ۲۸مه یوازې په شعارونو نه، بلکې په تعلیم، یووالي، قانون، پرمختګ او د ښځو او نارینهوو په ګډ مسؤلانه حضور ولمانځو.
دا به د خپلواکۍ د اتلانو تر ټولو لوی درناوی او د امانالله خان د نیمګړي ارمان تر ټولو ښکلې بشپړونه وي.
د زمري ۲۸مه دې مبارک وي؛
افغانستان دې تل آزاد، آباد، متحد، سوکاله او سرلوړی وي.









