
پروفیسور نور محمد غفوری
۶. د سیاسي سیستم اړیکې
له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره
اوومه برخه
سیاسي سیستم (یا سیاسي نظام) د ټولنې یو مهم بنسټ دی، خو فعالیتونه او اغېزې یې یوازې په سیاسي او دولتي چارو پورې محدودې نه دي، بلکې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره ژورې او متقابلې اړیکې لري. دغه سیستمونه د ټولنې د پراخ جوړښت بېلابېلې برخې دي چې هر یو ځانګړې دندې او فعالیتونه لري، خو د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو پر بل متکي دي.
سیاسي سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتي ادارو او عامه پرېکړو له لارې د اقتصادي فعالیتونو، ټولنیزو اړیکو او کلتوري چارو پر تنظیم او مدیریت اغېز کوي. په مقابل کې، اقتصادي شرایط، ټولنیزې اړتیاوې، د وګړو غوښتنې، کلتوري ارزښتونه او دودونه هم د سیاسي سیستم پر پرېکړو، فعالیتونو او بدلونونو اغېز پرېباسي. له همدې امله، د دغو سیستمونو ترمنځ اړیکه یو اړخیزه نه ده، بلکې متقابله او دوامداره ده.
د سیستمونو د تیورۍ له نظره، د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو ترمنځ تعامل د یوې پراخې ټولنیزې شبکې په توګه د ټولنې پر ثبات، نظم، پرمختګ او د ستونزو پر حل اغېزه کوي. په یوه سیستم کې بدلون یا اختلال کولای شي پر نورو سیستمونو هم اغېزې ولري؛ همدارنګه، د یوه سیستم د فعالیتونو پایلې د نورو سیستمونو لپاره نوي شرایط، اړتیاوې او غوښتنې رامنځته کوي.
په دې برخه کې به لومړی د سیاسي او اقتصادي سیستمونو اړیکه، ورپسې د سیاسي او ټولنیز سیستم اړیکه او بیا د سیاسي او کلتوري سیستم اړیکه په جلا توګه وڅېړل شي، څو څرګنده شي چې دغه سیستمونه څنګه یو پر بل اغېز کوي او د ټولنې په عمومي جوړښت او فعالیت کې څه رول لري.
۶.۱. د سیاسي نظام او اقتصادي سیستم اړیکه
سیاسي او اقتصادي سیستمونه د ټولنې دوه مهم او یو له بل سره تړلي بنسټونه دي. سیاسي سیستم د واک، قوانینو، پالیسیو او دولتي ادارو له لارې د اقتصادي فعالیتونو لپاره چوکاټ ټاکي؛ په داسې حال کې چې اقتصادي سیستم د تولید، وېش، تبادلې، مصرف، پانګونې، کارموندنې او د سرچینو د مدیریت له لارې د ټولنې مادي اړتیاوې پوره کوي. د دغو دواړو سیستمونو ترمنځ اړیکه متقابله ده؛ یعنې سیاسي پرېکړې پر اقتصادي وضعیت اغېز کوي او اقتصادي شرایط د سیاسي پرېکړو، غوښتنو او ثبات پر بهیر اغېز پرېباسي.
سیاسي سیستم د اقتصادي فعالیتونو د تنظیم لپاره قوانین او مقررات وضع کوي. د بېلګې په توګه، د سوداګرۍ قوانین، د پانګونې اصول، د کار قانون، د مالیاتو نظام او د بانکي فعالیتونو مقررات د دولت له لوري ټاکل کېږي. دغه حقوقي او اداري چوکاټ د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کېدو شرایط برابروي او هڅه کوي چې د اقتصادي فعالیتونو ترمنځ نظم، شفافیت او د قانون حاکمیت تأمین کړي.
همدارنګه، دولت د ملي بودیجې او عامه لګښتونو له لارې د اقتصادي سرچینو په وېش کې مهم رول لري. حکومت د مالیاتو او نورو عوایدو له لارې مالي سرچینې راټولوي او بیا یې د زیربناوو، ښوونې او روزنې، روغتیا، ترانسپورټ، کرنې، صنعت او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې کوي. د دې سرچینو څرنګوالی او اندازه د اقتصادي ودې، د کارموندنې د فرصتونو او د خلکو د ژوند د کیفیت پر ښه والي اغېز کوي.
له بلې خوا، اقتصادي وضعیت د سیاسي سیستم پر فعالیت او مشروعیت مستقیم او غیرمستقیم اغېز لري. اقتصادي وده، د عوایدو عادلانه وېش، د کار فرصتونه او د خلکو د ژوند د کچې لوړوالی کولای شي د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیات کړي. برعکس، بېکاري، بېوزلي، انفلاسیون، اقتصادي نابرابري او د لومړنیو اړتیاوو کمښت ښايي د خلکو ناخوښي زیاته او د حکومت پر مشروعیت او سیاسي ثبات منفي اغېز وکړي.
اقتصادي شرایط د خلکو سیاسي غوښتنې هم بدلوي. کله چې اقتصادي ستونزې زیاتې شي، خلک د کارموندنې، د بیو د کنټرول، د عادلانه مالیاتي نظام، د ټولنیز خوندیتوب او د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. دا غوښتنې د سیاسي سیستم لپاره د نوي سیاست جوړونې او د اقتصادي پالیسیو د بیاکتنې اړتیا رامنځته کوي.
بېلګه: که په یوه هېواد کې بېکاري او بېوزلي زیاته شي، خلک ښايي له حکومت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د پانګونې د ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د ټولنیز عدالت د تأمین غوښتنه وکړي. حکومت د دغو غوښتنو په ځواب کې د اقتصادي اصلاحاتو پروګرامونه جوړوي. په دې توګه، اقتصادي ستونزې سیاسي غوښتنې رامنځته کوي او سیاسي پرېکړې بیا د اقتصادي وضعیت د بدلون هڅه کوي.
د سیاسي او اقتصادي سیستم د اړیکو اساسي اهمیت په دې کې دی چې د یوه سیستم اغېزمنتیا د بل سیستم له وضعیت سره تړلې ده. یو باثباته، قانونمحور او اغېزمن سیاسي نظام کولای شي د اقتصادي ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ همدارنګه، یو پیاوړی او متوازن اقتصادي سیستم د سیاسي ثبات او د دولتي بنسټونو د اغېزمنتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
۶.۲. د سیاسي نظام او ټولنیز سیستم اړیکه :
سیاسي او ټولنیز سیستمونه د ټولنې د نظم، اړیکو، ارزښتونو او ګډ ژوند په تنظیم کې یو له بل سره نږدې اړیکه لري. ټولنیز سیستم د وګړو، کورنیو، ټولنیزو ډلو، بنسټونو او هغو اړیکو مجموعه ده چې د ټولنې جوړښت رامنځته کوي. سیاسي سیستم بیا د قوانینو، دولتي ادارو، سیاسي پرېکړو او عامه پالیسیو له لارې د دغو اړیکو د تنظیم او مدیریت په برخه کې مهم رول ترسره کوي.
سیاسي نظام د قوانینو او ټولنیزو پالیسیو له لارې پر ټولنیز ژوند اغېز کوي. د ښوونې او روزنې، روغتیا، کارموندنې، ټولنیز خوندیتوب، د ښځو او ماشومانو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو او د ټولنیز عدالت په اړه دولتي پرېکړې د ټولنې پر جوړښت او د وګړو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.
د بېلګې په توګه، که دولت د ټولو وګړو لپاره د زدهکړې برابر فرصتونه رامنځته کړي، د روغتیايي خدمتونو لاسرسی پراخ کړي او د زیانمنونکو ټولنیزو ډلو د ملاتړ لپاره پروګرامونه جوړ کړي، د ټولنیز ګډون او فرصتونو د برابرۍ زمینه پیاوړې کېږي. خو که عامه خدمتونه په نابرابره توګه ووېشل شي، ښايي د ټولنیزو توپیرونو او محرومیت کچه لوړه شي.
له بلې خوا، ټولنیز سیستم هم د سیاسي سیستم پر فعالیت او پرېکړو اغېز لري. د ټولنې جوړښت، د وګړو د ژوند شرایط، د ټولنیزو ډلو غوښتنې، د خلکو د زدهکړې کچه، د ټولنیزو سازمانونو فعالیت او د خلکو ترمنځ د باور اړیکې د سیاسي ګډون او غوښتنو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.
ټولنیزې ډلې د خپلو ګډو ګټو او اړتیاوو د څرګندولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي؛ لکه د مدني ټولنو فعالیتونه، ټولنیز حرکتونه، عامه غونډې، عریضې، سولهییز اعتراضونه او د استازو له لارې د غوښتنو وړاندې کول. دغه فعالیتونه سیاسي سیستم ته د ټولنې د اړتیاوو او ستونزو په اړه معلومات برابروي او د پالیسیو پر جوړولو اغېز کولای شي.
همدارنګه، ټولنیز یووالی (Social Cohesion) یا (Sozialer Zusammenhalt)، ټولنیز باور(Social Trust) یا ((Soziales Vertrauen او د ټولنیزو شخړو کچه د سیاسي ثبات لپاره مهم عوامل دي. په هغو ټولنو کې چې د وګړو ترمنځ متقابل باور، همکاري او د ګډو اصولو درناوی موجود وي، د سیاسي او دولتي بنسټونو د فعالیت لپاره مناسب شرایط رامنځته کېږي. خو ټولنیز تبعیض، ژورې نابرابرۍ او د ډلو ترمنځ بېباوري کولای شي سیاسي اختلافات او بېثباتي زیاته کړي.
بېلګه: که په یوه ټولنه کې د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ترمنځ د زدهکړې، روغتیا، کار او اقتصادي فرصتونو په برخه کې لوی واټن موجود وي، محرومې ډلې ښايي د برابرۍ او ټولنیز عدالت غوښتنه وکړي. دغه غوښتنې کولای شي د عامه بحثونو، مدني فعالیتونو او سیاسي فشارونو لامل شي. حکومت بیا د دغو غوښتنو په ځواب کې د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا او د فرصتونو د برابرولو لپاره نوې پالیسۍ وضع کولای شي.
په دې اساس، د سیاسي او ټولنیز سیستم اړیکه یوازې د دولت له لوري پر ټولنه د قوانینو او پالیسیو د پلي کولو موضوع نه ده، بلکې ټولنه هم د خپلو اړتیاوو، غوښتنو او فعالیتونو له لارې د سیاسي سیستم په جوړښت، پرېکړو او بدلون کې فعاله ونډه لري.
۶.۳. د سیاسي او کلتوري سیستم اړیکه
سیاسي او کلتوري سیستمونه د ټولنې د ارزښتونو، باورونو، دودونو، هویت او سیاسي چلند په جوړولو کې له یو بل سره متقابلې اړیکې لري. کلتوري سیستم (نظام) د هغو ګډو ارزښتونو، ژبو، دودونو، تاریخي تجربو، باورونو او ټولنیزو مفکورو مجموعه ده چې د یوې ټولنې د غړو د ژوند او چلند بڼه ټاکي. سیاسي سیستم بیا د همدې کلتوري چاپېریال په منځ کې فعالیت کوي او د خلکو د سیاسي فکر، ګډون او د واک په اړه د تصوراتو تر اغېز لاندې وي.
کلتوري ارزښتونه د خلکو پر سیاسي لیدلوري او چلند اغېز کوي. د عدالت، ازادۍ، برابرۍ، واک، قانون، مسئولیت، مشرتابه او مشارکت په اړه د یوې ټولنې تصورات د هغې د سیاسي فرهنګ (Political Culture) مهم عناصر دي. دغه تصورات د دې لامل کېږي چې خلک سیاسي واک څنګه درک کړي، له دولتي بنسټونو څخه څه تمې ولري او په سیاسي فعالیتونو کې په کوم ډول ګډون وکړي.
سیاسي فرهنګ په ځان کې د خلکو هغه ګډ باورونه، ارزښتونه، احساسات او تمې رانغاړي چې د سیاسي نظام، دولتي ادارو، سیاسي مشرانو، قوانینو او سیاسي ګډون په اړه یې لري. د بېلګې په توګه، په هغو ټولنو کې چې د قانون حاکمیت، د وګړو د حقونو، زغم او سیاسي مشارکت ارزښتونه پیاوړي وي، خلک ښايي د سیاسي بهیرونو په اړه فعاله او مسؤلانه ونډه واخلي.
له بلې خوا، سیاسي سیستم هم د قوانینو، تعلیمي پالیسیو، کلتوري پروګرامونو او عامه بنسټونو له لارې پر کلتوري ژوند اغېز کوي. دولت کولای شي د ژبو، تاریخي میراثونو، هنري فعالیتونو، فرهنګي مرکزونو او کلتوري تنوع د ساتنې او ودې لپاره پالیسۍ جوړې کړي. همدارنګه، د بیان، فکر، مطبوعاتو او عقیدې د ازادیو په اړه سیاسي او حقوقي پرېکړې د کلتوري فعالیتونو پر پراختیا اغېز کوي.
د سیاسي سیستم او کلتوري سیستم اړیکه د ملي هویت (National Identity) او ټولنیز یووالي په جوړولو کې هم مهمه ده. سیاسي بنسټونه د ګډو ملي ارزښتونو، تاریخي میراثونو او اساسي حقوقي اصولو په پیاوړتیا کې ونډه لرلای شي. خو په عین حال کې، د کلتوري تنوع درناوی او د بېلابېلو ډلو د هویتونو ساتنه د یوه ټولشموله سیاسي نظام لپاره مهم شرایط دي.
که سیاسي نظام د بیان ازادي، فکري تنوع او کلتوري فعالیتونه تضمین کړي، د بېلابېلو کلتوري نظرونو د څرګندېدو، بحث او ودې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږي. برعکس، که دغه ازادۍ محدودې شي، د کلتوري فعالیتونو، علمي بحثونو او فکري تنوع د ودې فرصتونه کمېدای شي.
بېلګه: که یو دولت د بیان ازادي او د کلتوري فعالیتونو حق په قوانینو کې تضمین کړي، بېلابېلې ټولنیزې او کلتوري ډلې کولای شي خپلې ژبې، دودونه، هنري آثار او فکري لیدلوري په قانوني او سولهییز ډول څرګند کړي. په دې توګه، د کلتوري تنوع ساتنه او د ټولنیز تفاهم پیاوړتیا ممکنه کېږي. خو که د خلکو د کلتوري او فکري څرګندونو مخه ونیول شي، د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د واټن او بېباورۍ د زیاتېدو احتمال رامنځته کېږي.
په پایله کې، کلتوري سیستم یوازې د سیاسي سیستم تر اغېز لاندې نه دی، بلکې د سیاسي نظام د مشروعیت، ثبات او فعالیت په جوړولو کې هم مهم رول لري. هغه سیاسي نظام چې د ټولنې کلتوري ارزښتونه، تاریخي تجربې او تنوع په پام کې ونیسي، د خلکو د باور او سیاسي ګډون د پیاوړتیا لپاره غوره زمینه برابرولای شي.
په راتلونکې (اتمه) برخه کې به د سیاسي سیستم سره د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري سیستمونو ډیالکتیکی او متقابلې اړیکې په ګډه سره وڅیړل شي.
19.11.2016
.









