پروفیسور نور محمد غفوری

 د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو متقابل اغېز

اتمه برخه

که څه هم پورته درې اړیکې په جلا توګه وڅېړل شوې، خو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه یوازې له سیاسي سیستم سره جلا جلا اړیکې نه لري؛ بلکې په خپل منځ کې هم متقابل اغېز لري. د یوه سیستم بدلون کولای شي د نورو سیستمونو پر فعالیت او وضعیت اغېز وکړي.

د بېلګې په توګه، اقتصادي وده د زده‌کړې او روغتیا لپاره د سرچینو د زیاتوالي زمینه برابروي؛ د زده‌کړې پراختیا بیا د خلکو پر ټولنیز پوهاوي او کلتوري لیدلورو اغېز کوي. همدارنګه، کلتوري ارزښتونه د کار، تولید، سپما، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر ډول اغېز لرلای شي. دغه بدلونونه بیا د سیاسي غوښتنو او دولتي پالیسیو په جوړولو کې انعکاس مومي.

په همدې ډول، سیاسي پرېکړې کولای شي د دغو دریو سیستمونو ترمنځ اړیکې تنظیم یا بدلې کړي. د بېلګې په توګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه نوې پالیسي ښايي د بشري ځواک وړتیا لوړه کړي، د کارموندنې فرصتونه زیات کړي او د ټولنې په کلتوري او فکري ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

بېلګه:  که دولت د عامه زده‌کړو د پراختیا لپاره یوه اغېزمنه پالیسي عملي کړي، په اوږدمهال کې د خلکو د پوهې او مسلکي مهارتونو کچه لوړېدای شي. دا بدلون د اقتصادي تولید او کارموندنې په زیاتوالي کې مرسته کوي، ټولنیز فرصتونه پراخوي او د خلکو په سیاسي پوهاوي او ګډون هم مثبت اغېز کولای شي.

له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت تحلیل هغه وخت بشپړېږي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو اغېزې هم په پام کې ونیول شي. سیاسي سیستم په خپلواک او منزوي ډول فعالیت نه کوي، بلکې د ټولنې د نورو سیستمونو له تعامل سره سم خپلې پرېکړې او پالیسۍ تنظیموي.

 

۶.۵.  د سیسټمي تیورۍ له نظره د دغو اړیکو تحلیل

د سیسټمونو د تیورۍ (Systems Theory) له نظره، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه د یوه پراخ ټولنیز سیستم (Social System) متقابلې برخې ګڼل کېږي. هر یو یې ځانګړې دندې او جوړښت لري، خو د نورو سیستمونو له فعالیتونو سره تړاو لري او د یوه سیستم بدلون د ټولیز نظام پر وضعیت اغېز کولای شي.

په دې لیدلوري کې سیاسي سیستم له خپل چاپېریال (Environment) یا (Umfeld) څخه غوښتنې، ملاتړ، معلومات او نورې اړتیاوې ترلاسه کوي. اقتصادي ستونزې، ټولنیزې غوښتنې او کلتوري ارزښتونه د همدې چاپېریال مهم عناصر دي. سیاسي سیستم دغه غوښتنې او معلومات ارزوي، د پرېکړو او پالیسیو له لارې ورته ځوابونه وړاندې کوي او د دغو ځوابونو پایلې بېرته پر ټولنه اغېز کوي.

دا بهیر د سیسټمونو د تیورۍ له مهمو مفاهیمو سره تړاو لري:

  • متقابل تړاو  (Interdependence)یا (وابستگی متقابل): د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو فعالیتونه یو پر بل اغېز لري.
  • د چاپېریال اغېز (Environmental Influence)یا (تأثیر محیطی):  د ټولنې اقتصادي، ټولنیز او کلتوري شرایط د سیاسي سیستم پر پرېکړو اغېز کوي.
  • سیسټمي تعامل  (System Interaction) یا (Systeminteraktion):  بېلابېل سیستمونه د سرچینو، معلوماتو، غوښتنو او پایلو له لارې له یو بل سره تعامل کوي.
  • غبرګون: (Feedback)  د سیاسي پرېکړو او پالیسیو پایلې د ټولنې له خوا ارزول کېږي او دغه ارزونې د راتلونکو پرېکړو لپاره معلومات برابروي.
  • تطابق : (Adaptation) سیاسي سیستم د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو له مخې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې تنظیموي.

د دې اړیکو د ښه درک لپاره لاندې بهیر په پام کې نیولای شو:

د سیاسي او نورو ټولنیزو سیستمونو د تعامل بهیر

اقتصادي سیستم

سرچینې، تولید، عواید، پانګونه او کارموندنه

ټولنیز سیستم

ټولنیزې ډلې، اړتیاوې، اړیکې او غوښتنې

کلتوري سیستم

ارزښتونه، باورونه، دودونه او سیاسي فرهنګ

متقابل اغېز او تعامل

سیاسي سیستم

غوښتنې ارزوي، پرېکړې کوي، قوانین او پالیسۍ جوړوي

سیاسي پایلې او دولتي اقدامات

قوانین، عامه خدمتونه، بودیجه او اصلاحات

د پایلو ارزونه او بېرته غبرګون

د سیستمونو تطابق او بدلون

د نوو شرایطو له مخې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پالیسیو بیاکتنه

دا تحلیل څرګندوي چې سیاسي سیستم د ټولنې له نورو برخو څخه جلا نه دی، بلکې د هغوی د اړتیاوو، شرایطو او بدلونونو په رڼا کې فعالیت کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د بریالیتوب ارزونه باید د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پایلو له ارزونې سره یوځای ترسره شي.

 

۶.۶.   د دې اړیکو اهمیت

د سیاسي سیستم او اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو د اړیکو مطالعه څو مهمې علمي او عملي ګټې لري:

1.       د سیاسي پرېکړو د اغېزو درک:  څرګندوي چې سیاسي پرېکړې یوازې پر دولتي ادارو نه، بلکې د ټولنې پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ژوند هم اغېز کوي.

2.     د پالیسیو اغېزمنتیا:  له حکومتونو سره مرسته کوي چې د پالیسیو د جوړولو پر مهال د ټولنې بېلابېل شرایط او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

3.    د سیاسي ثبات پیاوړتیا:  د اقتصادي نابرابرۍ، ټولنیزو شخړو او کلتوري اختلافاتو د اغېزو په پېژندلو سره د ستونزو د مخنیوي او مدیریت زمینه برابروي.

4.     د ټولنیز عدالت تأمین:  د سرچینو، فرصتونو او عامه خدمتونو د عادلانه وېش اهمیت څرګندوي.

5.     د حکومت مشروعیت:  ښيي چې د خلکو اړتیاوو ته مناسب ځواب ویل او د ټولنې له ارزښتونو سره د دولتي پالیسیو همغږي د حکومت پر مشروعیت او عامه باور اغېز لري.

6.     د سیستم تطابق او دوام:  سیاسي سیستم ته دا وړتیا ورکوي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو په وړاندې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې اصلاح کړي.

۶.۷.  پایله  (Conclusion)

سیاسي سیستم د ټولنې په پراخ جوړښت کې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره په دوامداره او متقابل تعامل کې فعالیت کوي. اقتصادي سیستم د سرچینو، تولید، پانګونې او د عوایدو د وېش له لارې د سیاسي پرېکړو پر شرایطو اغېز کوي؛ ټولنیز سیستم د وګړو د اړتیاوو، اړیکو، غوښتنو او ګډو فعالیتونو له لارې د سیاسي بهیر په جوړولو کې ونډه لري؛ او کلتوري سیستم د ارزښتونو، باورونو، دودونو او سیاسي فرهنګ له لارې د خلکو پر سیاسي فکر او چلند اغېز کوي.

په مقابل کې، سیاسي سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتي پرېکړو او عامه پروګرامونو له لارې پر دغو درېیو سیستمونو اغېز کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت او پایلو سمه ارزونه یوازې د دولتي ادارو او سیاسي بنسټونو په مطالعه نه بشپړېږي، بلکې د ټولنې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو تحلیل هم غواړي.

د سیسټمونو د تیورۍ له نظره، د دغو سیستمونو متقابل تړاو د ټولنې د عمومي نظم، ثبات، تطابق او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. هر څومره چې د دغو سیستمونو ترمنځ همغږي، متقابل درک او اغېزمن تعامل پیاوړی وي، په هماغه اندازه د سیاسي نظام د اغېزمنتیا او د ټولنې د متوازن پرمختګ امکانات زیاتېږي.

 

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد