ډاکټر سرلوح مرادزی
د افغانستان جغرافیوي موقعیت څځه څنګه ګټه واخلو!
څنګه له فرصتونو ګټه او د ګواښونو مقابله وکړو.
افغانستان خپل جغرافیوي موقعیت نه یوازې د سیمې تر منځ، بلکې له سیمې اخوا هم د تېر په څېر ساتلی او په نویو حالاتو کې که دې موقعیت ته ګواښونه شته، فرصتونه هم لږ شوي نه دي او په ځینو برخو کې تر پخوا لا زیات شوي دي.
د ګواښونو په وړاندې د افغانانو یو موټی مقاومت او د فرصتونو څخه ګټه هغه څه دي چې ځواب او حللار يې په پای کې په دوی پورې اړه لري!
په روانه پېړۍ کې د اسیا لویه وچه په ټولیزه کچه او د افغانستان ستراتېژیک موقعیت په ځانګړې کچه د نویو او لویو سیالیو، شخړو او جګړو په ډګر بدلېدونکې ده. د بریکس هېوادونو( برازیل، روسيې، هند، چین او سویلي افریقا) او یو شمېر نورو نویو هېوادونو ټولنه، د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ د ښکېلاکګر او مخ په زاوال نظام سره په دې سیالۍ او تاریخي شخړه کې لا ښکېلېږي او په اسیا کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت نوی تعریف او ارزښت پیداکوي.
یوخوا امریکا او بلخوا روسیه او چین د دې نوې شخړې د سرخېلانو په توګه د مورچل نېولو په لویه لوبه کې د افغانستان ستراتېژیک موقعیت له پامه نه شي غورځولای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په وار وار د پوځي اډې باګرام، له لاس وتلو په افسوس یادوونه کوي او دا خبره چې نوموړې اډه د چین د اتومي تاسیساتو څخه یوازې سل، دوه سوه کیلو متره واټن لري، له زړه نه شي ایستلای!
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی لاووروف هم په خپلو تازه څرګندونو کې وايي«څلور کاله مخکې له افغانستانه د ناټو له شرموونکي وتلو وروسته، دا ائتلاف اوس بیا هڅه کوي چې د بېرته ننوتو لپاره نوې لارې ومومي. دوی په منځنۍ اسیا کې زموږ دوستان، متحدین او سټراټېژیک شریکان تر فشار لاندې راولي او هڅه کوي خپل جوړ شوی مفهوم یعنې "یا له موږ سره یا له روسیې سره" پر هغوی وتپي»
د دواړو هېوادونو د مشرانو څرګندونې ښۍ چې نوې سیالۍ او شخړه کې د افغانستان جغرافیه ته دوی دواړه سترګې په لار او پرې حساب کېږي. دغه تر سترګو لاندې څارنه هم ګواښونه ځان سره لري اوهم بې فرصتونو نه ده.
د افغانستان بهرنی سیاست په دودیز ډول ډېر وختونه ناپيېلي وو. کله چې موږ په یو اړخیزه توګه په روسیه، انګریز او وروسته په امریکا ډډه لګولې، پر مخ مو کلکه څپېړه خوړلې او تاوان مو کړی. نهه کاله په روسې ډډه او شل کاله د امریکا په مشرۍ یوازې په لوېدیځ ډډه، افغانان تبا کړل!
ښه دا ده چې افغانان د ټولو هېوادو سره معامله او تعامل ولري، خو د هيڅ یوه سره د بل په وړاندې ونه درېږي او خپله دودیزه، خو فعاله بېطرفي وساتي.
نن مې په رسنیو کې د یوې افغان میرمنې اغلې نیلاب مبارز یوه لیکنه ولوسته، هغه لیکي« «در طول سالهای پس از سقوط جمهوریت، هیچ کشور همسایه کمک قابل ذکری به مردم افغانستان نکرده است. در این میان، تنها منابع حمایتی واقعی، دیاسپورای افغانستان با حدود ۱.۸ میلیارد دالر سالانه و کمکهای ایالات متحده آمریکا بودهاند». نوموړې زیاتوي« افغانستان ناگزیر است یک متحد نیرومند بینالمللی یا غیرمنطقهای داشته باشد؛ زیرا در غیر آن، همسایگان آن را در حالت عقب ماندگی و وابستگی نگه میدارند»
زه دا نه وایم چې یوازې اغلي مبارز امریکا او یا د سیمې بل کوم وږي، د تاریخ او فرهنګ غله ګاونډي لکه ایران ته په تمه ده، بلکې ډېر نور داسې افغانان او افغانستانیان شته چې د هغه هېوادو په پلازمېنو او ښارونو کې لالهند ګرځي او د خیرات کچکول يې پر غاړه اچولی چې افغانستان يې تبا کړی او بیا يې هم په تباهۍ اسره نه کوي!
د اغلې مبارز غوندې ډېر کسان شته چې د انګریز او افغانانو درې جګړې يې هېرې کړي، د روسيې بېوفايۍ او د امریکا او نور لوېدیځ شرارت ته يې شا اړولې، اوس هم له دوی تمه لري چې« یک متحد نیرومند بینالمللی یا غیرمنطقهای داشته باشد»
د افغانانو بې ځایه تمه، په خپلو مټو او مغزو باور نه درلودل، د یاد شویو هېوادو تر جفا او تباهۍ لږه نه ده!
د لوېدیځ او امریکا د دیموکراسۍ، مدني حقوقو، د بیان ازادي او د ښځو حقوقو په لاپو او درواغو که نور ملتونه او قومونه نه پوهېږي او یا يې لږ تجربه کړي، تر یوه بریده شونې ده! خو افغانانو دا لاپې، درواغ، د خپلو او نورو ولسونو تېرایستل په تېر تاریخ او هم په وروستیو شل کلونو کې د سر په سترګو لېدلي. یوه وروستۍ شرمېدلې بېلګه يي افغانستان سره د امریکا او نورو لوېدیزو هېوادو، امنیتي او ستراتېژيک تړونونه دي چې پخپلسر يې لغوه کړل، بې له دې چې افغان لوري غوښتنې او پوښتنې په پام کې ونیسي؟
افغانان که اوس هم په داسې لاپو تېروځي او بیا پر لوېدیځ باور کوي، له تېر تاریخه يي هیڅ زده کړه نه ده کړې!
کله چې د ګواښونو او فرصتونو خبره کېږي، تر ډېره بریده دا خپله په افغانانو پورې اړه لري او د دوی خپلمنځي موضوع ګڼل کېږي. د لوېدیز او نورو هېوادو ګواښوو ته که افغانان لار هواره نکړي، هغوی پخپلسر هیڅ هم نه شي کولاي.
د دې معنی دا ده چې افغانان باید د نورو د ګواښونو مقابله وکړي او په لویلاس دا ګواښونه خپل هېواد ته رانه وړي. له فرصتونو ګټه هم د افغانانو خپلمنځي موضوع ده.
د افغانستان موقعیت تاریخي اهمیت لري، ځکه دا د آسیا د زړه په نوم هم یادېږي. د چین، منځنۍ آسیا، هند، ایران او منځني ختیځ ترمنځ د تګ راتګ یوه پل یا دهلیز ګڼل شوی.
همدا جغرافیوي موقعیت د دې لامل شوی چې افغانستان د سوداګریزو لارو، کلتوري تبادلو او د تاریخي یرغلونو له پلوه مهم رول ولوبوي.
د ۲۰۲۵ کال د جون ۲ مه
سرلوڅ مرادزی