پوهاند مجمد بشیردودیال

 

لمده خاروهWet land/ سفنجی زمکه Spongy land

خبردار!

د خاورې او اوبو په اړه زموږ عادی نظر او سطحي کتنه له ساینسی او علمی نظر سره توپیر لري. آن دا چې د لمدې خاورې په اړه  سم درک نه لرو. حال دا چې د اوسېدو له سیمو او مسکوني ساحو څخه پرته، نورو سیموکې باید اجازه ورکړو چې لمده خاوره تشکیل او جوړه شي.  له بده مرغه موږ هغو ځایونو کې چې په طبیعي ډول لمده خاوره وه، هغه مو له منځه وړې ده.

د اقلیم د منفی تغییر له امله وچکالی، د دښتو پراختیا او د زمکې لاندې اوبو د کچې غورځېدل بد عواقب لري. باید خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړو:

 مخکې کلونو کی به غرونو د پسرلي تر پایه واورې لرلې، په مدار به اوبه کیدې او سیندونو کې به بهېدې، چینې او کارېزونو هم اوبه لرلې. اوس د اقلیم په بدلون سره، د کب د میاشتی له نیمایی وروسته د غرونو واوره ویلی او د اوبو زیرمه له منځه ځي. له دې برعلاوه؛ روانې وچکالۍ ته په کتو، چې مخ په زیاتېدو ده، د واورې ورښت د تحت الارضی اوبو سطح نشي لوړولای. ځکه چې زموږ د هېواد د واورې او خاورې ځانګړنې ته په کتنې، صرف ممکن ۴-۵٪ د واورې اوبه او د پسرلي د باران ممکن ۷٪ جذب شي، چې د دیزچارج او انچارج توازن نشی برابرولای.داسې فکر مه کوئ چې بارانونه وشول، ټولې اوبه جذب شوې، بلکې د باران اوبه  د سیلاوو په بڼه له لاسه وځي. یو څه بیرته تبخیر کیږي. اما بارانونه شنو فصلونو ته ګټور دي.

د اورښت بڼې او وخت هم بدلون موندلی، د پسرلي بارانونه کم او په ډېرشدت دي چې د سیلاوونو لامل کیږي. دا یو هم د خاورې د لمدیدو لپاره کافی نه دي، بلکې زموږ خاورې راڅخه وړي، دا خکه چې د زمکې مخ لوڅ دی(نباتی پوشش نه لري) نو د ایروژن لامل ګرځي.

بله ستونزه دا ده چې زموږ خاورې عضوي مواد نه لري، بلکې منرالي دي. په همدې خاطرد اوبو د ساتنې ظرفیت نه لري.  کرنې ته اوبه او خاوره کې ګډ عضوی مواد ګټور دي.

موږ د نورو ساینسي څانګو او پوهنو ترڅګ؛ په خاورو هم نه پوهیږو. زمکه او خاوره پورې د انسان ژوند تړلی دی. په اقتصاد کې د پانګې، مدیریت او کار ترڅنګ زمکه یو تولید عامل دی. زمکه land د طبیعی منابعو لومړی جز دی.

د کرنیز اقتصاد له پلوه؛ زمکه نه لېږدېدونکې شتمني  ده. زمکه درې بُعدی طبیعی (سطح، عمق او سور) خواص لري. د زمکی مخ  له خاورو جوړ دی، غرونه تیږې دي. تیږو ته د خاوری مور وایي. خاوره د زرګونو کلونو په ترڅ کې د باد، باران، سړو- تودو او نورو طبیعي، فزیکی او میخانیکی ښکارندو په اثر جوړیږی. د کښت لپاره مساعده خاوره د تجزیه شویو ډبرو او منرالونو څخه د پروفایل په بڼه جوړیږي. ښه خاوره هغه ده چې د منرالو ترڅنګ وراسته عضوی مواد، رطوبت او هوا هم ولري. دا ډول خاوره کښت ته مناسبه ده. د کښت او اقتصادی فعالیت له پلوه خاوره د عُمق(ژورتیا) خواته درې هورایزنونه لري. زراعتی/حیاتی فعالیتونه سطحي طبقې یا د خاورې A هورایزن پورې اړه لري، اما نور فعالیتونه لکه معادن او نورساینسی مسایل B اوC هورایزنو پورې هم رسیږي.

د عوامو په نظر؛ کله چې اورښت وشي، نو وایي زمکه لمده شوه، حال دا چې لمده زمکه خپل تعریف لري. لمده خاوره هغه ده چې د سروئیلو، رنګ او د ذراتو یوبل سره نښتلو له مخی د اوبو موجودیت پکې ثابت شي، یا حتا په سترګواوبه پکې ولیدل شي او soil solutionډاډمن شي. د خاورې مخلوط هغه وخت ممکن کیږی چی خاوره رطوبت او عضوی مواد ولري. د خاورې لوندوالی یو مهم شرط دی.

د دې لپاره چې څه ناڅه لمده خاوره ولرو، غوره ده چې د غونډیو لمنې او هوارې دښتې چی زراعتی زمکې ندي، موړه موړه شي یا غوچکې پکې وکینو چې د باران اوبه پکی ډنډ او په مدار جذب شي. هغه خوړونه چې د باران په ورځ اوبه پکې راځي، ځای ځای یې مخه ډب او یا یې په مارپیچ بڼه واړوو. دا له خاوری څخه د اوبو د ژر وتلو مخه نیسی. کله چې سفنجی خاوره جوړه کړو، یعنی د باران د روانو اوبو بهیر تم او خوړونه مارپیچی کړو، پټمونه ورته جوړ کړو، څاګانې ورته وکینو، نو زمکې ته د اوبو جذب زیاتیږی. نن ورځ لمده خاوره، جبه زار، شېلې، جرونه او ډنډونه یوه شتمنی ده.  همدې ته wetland وايي.

نو لمده خاوره ( wetland)څه ده؟ دا بیلابیل نومونه او شکلونه لری لکه: swamp, peatland, marshes, sloughs, muskegs, bogs, potholes, fens, mire . د خاورې یا زمکې دا بڼې (ډنډ، تالابونه، جر، جبه زار، چړونه، نېزارونه او باطلاقونه، حوضچه، شېله...)اوبه ساتلای شي. ځینی بوټي لکه نلونه او لوخې پکې وده کوې. آن دا چې کېدای شي شاوخوا کلیو کې چینې او کاریزونه بېرته تازه، د تحت الارضی اوبو کچه لوړه او ځینی نباتات لکه شولې او حتا ګنی پکې وکرو، خو د لمدې خاورې حیثیت به یی لا مهم وي. یعنی یا به د اوبو ډنډونه لری یا به ( saturated) وي. په دې توګه موږ د وچې دښتې په عوض یو  hydrophytes ایکو سیستم جوړولای شو چې  wetland ecosystem یې بولي. دې ته سفنجی زمکه ځکه وایُو چې د سفنج په شان اوبه جذب او ساتي، د سېلاو( floods) مخنیوی هم کوي. لمدې خاوری ککړونکي( pollutants) جذبوي، تجزیه او نباتاتو ته یې په ګټور مخلوط بدلوي. دا عملیه خاوره کې عضوی مواد تقویه کوي، دې عملیې ته  filtering pollutants وایي.

تر هغو چی موږ په تخنیکي کارسره سیلابي سیمې، دغرو لمنې او وچو طبیعي ځایوڅخه  wooded wetland جوړ نه کړو، بیدیایی کېدل یا د دښتو پراخېدل او وچکالي به دوام ومومي او دا به نور هم د اقلیم د لازیات منفی بدلون لامل شي. د اقلیم په بدلون سره موږ ته نوي ااقدامات او د نویو علمی څېړنو مطابق تدابیر په کار دي.

زموږ نیکونو موږ ته ویالی جوړې کړي، په ساده تکنالوژي او محلی امکاناتویی بندونه جوړ کړي و او دغه موجودې غټې ونې چی ګورو،دا دهغوی د لاس نښې دي، راځئ لږ همت وکړو سفنجی زمکه Spongy lands جوړه کړو. زه به هر ولایت اوسیمه کې داسې مثالونه ولیکم چې بې خبرو خلکو له غره شګه او تیږې راوړې اودا ډول هایدروفایتونه یې ورباندې ډک او ړانده کړي دي. بی خبره خلکو دغه ډول زمکو باندې کورونه جوړ کړل، خو غونډۍ او دغرو لمنې چې کورونو اوسړکونو جوړولو ته مناسب دي، لا هغسې بیکاره پاتې دي. که د اقتصاد، چاپېریال ساتنې، کرنې او اوبو ادارات(وزارتونه) دغې مهمې مسئلې ته پام ونه کړي، پایله به د وچکالیو زیاتېدل، سېلاوونه، د زراعتی زمکو صحرایی کیدل اوبشری بحران وي.

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد